سترګو او لېمو کې به دې ونغاړم
ګل شه په وږمو کې به دې ونغاړم
پیرمې راپیرزو کړې دتعویذ غوندې
سرو او شنو جنډو کې به دې ونغاړم
مانه ددرمـــــــان خبرې مـــه غواړه
درد یم په سلګو کې به دې ونغاړم
ټګه زمانه شوه څوک دغلا نه کړي
لال یې په ایرو کې به دې ونغاړم
اوس که دخوښۍ له ښاره لرې یم
تېرو خاطرو کې به دې ونغــــاړم
دومره هم نږدې راپسې مه راځه
ژونده ! اوسیلو کې به دې ونغاړم
بیاهم مست باران یم سیلۍ نیمه
تاندو پسرلو کې به دې ونغاړم
۱۳۸۹-۱۲-۱۶
وروستي