
رفيع الله زيار
له ډېرې مودې
راهيسې په خوست ولايت کې د قومونو تر منځ شخړې ددې سبب شوي وې ، چې د خوست ولايت
په مرکز او همدارنګه په ولسواليو کې امنيت له سخت ګواښ سره مخامخ کړي او خلکو ته
په هره برخه کې سر خوږى پيدا کړي .يادو شخړو ته هر وخت د حل او فصل پر ځاى د ځينو
کړيو له خوا لمن وهل کېده ، تر څو دغه اور
نور هم تازه او لمبې يې د بې ګناه خلکو کورونو ته ورسيږي ، ځکه چې دغو کړيو په دا
ډول شخړو او بدمرغيو کې خپلې شخصي ګټې کولې، نو هر وخت د ځمکو پر سر شخړو د ګوتو
په شمار خلکو ته ګټه رسوله او نور ټول ولس يې د نا امنۍ سره مخامخ کړى و.
دا هر څه په داسې حال کې تر سره کېدل، چې په نا
امنۍ کې خلک له هر څه نه بې برخې کيږي او هوسا ژوند کولو ته دوام نه شي ورکولى، خو
کله چې ښاغلي عبدالجبار نعيمي خوست ولايت ته د والي په توګه راغى ، نو د قومونو تر
منځ هغه شخړې، چې د ځمکې او څړ ځايونو په سر يې په خپلو منځو کې لرلې، په ډېر کم
وخت کې يې د حل لار ورته ومونده او د تل لپاره ښکېلې خواوې د ورورۍ ژوند ته
راوګرځولې، چې اوس کومې ستونزې ددوى تر منځ راپيدا کيږي ، هغه ټولې د ټوپک پر ځاى
د مرکو او جرګو له لارې هواروي .
ښاغلي نعيمي د
قومونو تر منځ د روغې جوړې پر مټ وکولاى شول ، چې د سولې د ګړنديتوب او د سولې د
روانې پروسې لپاره ښه لاره برابره او هواره کړي ، نوموړي د سولې په برخه کې هر وخت
بې له کوم ځنډ او خنډ څخه د ديني علماکرامو ، قومي مشرانو سره غونډې تر سره کړي دي
او د سولې د پروسې د لا پياوړتيا لپاره يې له دوى نه مشورې اخيستي دي ، چې وروسته
يې بيا په همغه لاره قدم ايښى دى او دا قدم يې ډېر کامياب او پر ځاى قدم دى .
همدارنګه خوست والي
عبدالجبار نعيمي د سولې په نوم مشاعرې جوړې کړي دي، چې د شاعرانو له خوا په کې ټول
د سولې لپاره ځانګړي شوي شعرونه ويلي شوي او زمزمه شوي دي ، ددې تر څنګ نوموړي په
دې ولايت کې په شخصي لګښت يوه ودانۍ جوړه کړه او وروسته يې د جرګو د کور په نوم
ونوموله، خو تر ټولو ښه ګام او نوښتګر ګام ، چې ولايتي ادارې اخيستى، هغه نه يوازې
په خوست ولايت کې ، بلکې په ټول افغانستان کې نه دى تر سره شوى .ياد ګام د کم عمره
يتيمانو او د ښوونځيو له هغو ماشومو زده کوونکو نه جوړه شوي غونډه وه ، چې په
جنګونو او چاودنو کې يې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو، د دوى په لاسونو کې
شعارونه و او په دې شعارونو کې يې ليکلې و،(( موږ ته د
بم پر ځاى کتاب راکړئ ، موږ ته د ټوپک پر ځاى قلم راکړئ ، موږ ته سوله راولئ او له
موږ نه نور جنګونه لرې کړئ ))، همدارنګه نوموړو ماشومانو په خپلو شعارونو کې له
ديني علماکرامو ، قومي مشرانو ، افغان دولت او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې موږ ماشومانو ته دې ، د زده کړو
زمينه برابره کړي ، تر څو موږ په اسانۍ
سره خپلې زده کړې بشپړې کړو او په راتلونکي کې د خپلې ټولنې د خدمت کولو جوګه شو. دوى
همدارنګه په افغان دولت ، نړيوالې ټولنې او ښکېلو خواوو باندې غږ وکړ ، چې له دې وروسته موږ غواړو، د
جنګ پر ځاى په سوله کې ژوند وکړو او د جنګ جګړو لمن د نور زموږ له سيمې ټوله او پر
ځاى د امن او ارامي راشي.
په دې غونډه کې هغو
ماشومانو ګډون کړى و ، چې عمرونه يې د پنځو کالو نه نيولي او تر دريارلسو کالو
پورې وو، نو د ولايت مقام له خوا د دا ډول نوښتګرې او لويې غونډې جوړول د سولې په پروسه کې تر ټولو لوى او ګړندى ګام دى،
چې په ډېره بريالۍ توګه يې تر سره کړ . نو موږ په ټولو ولايتونو باندې غږ کوو ، چې د سولې په
برخه کې هر ډول هلې ځلې وکړي او د سولې په راوستو او د سولې د پروسې د ګړندي کولو
لپاره دې له ټولو مادي او معنوي امکاناتو څخه کار واخلي ، تر څو دا خوار و زار ولس
نور د بد بختۍ له ژورې کندې څخه راووځي او د خپل راتلونکي ژوند نه خوند او لذت واخلي
.