په خوست کې په سلکونو ماشومانو پر خپلو مشرانو غږ وکړ چې له جنګه  ستړي شوي يو او سوله غواړو .

پدې مناسبت جوړه شوي شوي غونده کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي ، د ولايتي شورا مرستيا سيد کريم خان خاکسار ،د پوهنتون رئيس دوکتور ګل حسن وليزي ، د پوهنې رئيس بخت نور بحتيار ، جايد عالم مفتي حبيب الرحمن ، مولوي محمد سردار ځدراڼ ، ښونکو ،د اطلاعات کلتور رئيس محمد امين شاه الفت ، د ښځو چارو رياست سرپرستې رئيسې خاور امير ، د محابراتو رئيس انجينر ګل حبيب شاه ، د خوست راډو مشر محمد عفور مهيدي ،د تجارت خونو رئيس نواب اميرزي ، د المپيک امر  عزيز ملنګ او په سلګونو تنګي ماشومان چې د ځانه سره يې بيلا بيل شعارونه د سولې په تړاو درلودل برخه اخيستي وه .
ناسته د پاک قران د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه ورپسې ماشومانو هغه غوښتنې چې د قلم په څوکه يې د تختو په مخ ليکلي وې _ په مقالو ، ترانو او په خپلو مظلومو وينا کې په ډاګه کړې .

د ماشومانو په نماينګۍ د محمد صديق روهي ليسې زده کونکي حبيب الله په دولت ، نړيواله ، قومي مشرانو او ديني علماو غږ وکړ چې د ماشومانو له حقونو د سمه دفاع وشي او دوی ته دې هغه حقونه ورکړل شي چې په الهي قانون قران مجيد  کې ورکړل شوي دي .
نومړي ماشومان بې وزله وبلل چې په هيڅ ډول کړنو کې لاس نه لري يوازې د خپل راتلونکي لپاره هڅه کوي چې د علم زده وکړي ، په ښونځيو او مدرسو کې هغه څه زده چې خدای او رسول پرې رضا کيږي څو خپل ژوند د اسلام په چوکاټ کې پرمخ يوسي او خلکو ته يې خير ورسيږي .ده وويل ((موږ په ښونځيو کې د لوي خدای مبارک کتاب قران زده کوو ، موږ په ښونځيو کې د اسلام پنځه بناوې زده او پرې کولو طريقې زده کوو )).
ماشوم حبيب الله زياتوله چې نور دې هغه کسان چې زموږ پلارونه ، وروڼه او خويندې په بمونو الوځوي ، او يايې د مخامخ جکړې پرمهال په وينو لمبوي لدې کار جدي ډډه وکړي او ماشومان دې نه ځوروي څو د خپلو پلارونو په شتون کې د ماشوم توب او ځوانی پړاوونه پرته له کومو مشکيلاتو په خوښی سره سرته ورسوي .
ماشوم سيف ، د سولې په تړاو برابر شوي شغر ولوستلو چې پکې هغه څه بيان شوي وو چې دا مهال ترې ماشومان زوريږي ، له امله يې د سولې او وروری تږي شويدي .
جايد عالم مفتي حبيب الرحمن په وينا چې ماشومان په خپلو پلارونو او مشرانو زيات حقونه لري چې د هغې له جملې يو يې د علم زده کړه ده خو زموږ مظلوم ماشومان تل د وير ټعر کښينستلي ، د خپلو پلارونو ، وروڼو او خوږو ميندې په مرګ ژوبله کړيدلي دي .
نوموړي زياتوله چې افغانان د جنګ پلويان ندي او په موږ  ، را تپل شوي جنګ ځيني ستړي شوي يو ، موږ د نړيوالې ټولنې او ولسمشر حامد کرزي غوښتنه کوو چې لدې بهرانه افغان ماشومان او افغان ولس لپاره د ژغورنې هڅه وکړي .
د ده په وينا چې حيوان د نورو حيواناتو په کوچنيو بچيانو ترحيم کوي خو اوس زموږ تنکي ماشومان چې نه لاسونه په ګنا کاکړ وي او نه يې د خولې کوم ضرر چاته متوجه وي خو په ډيرې برحمی سره د ماينونو ښکار کيږي نو پدې اساس دوی له هغو کسانو د سولې غوښتنه کوي چې د دوی د پرمختګ او خوږ ژوند يې ورتريخ کړی دی .
ورپسې د حيدر خيلو ليسې ترانې ډلې داسې ترانه ترتيب کړي وه چې د خلکو غوښتل شوي و څو په خپلو کې سره يوشي او د جنګ جکړو لاس واخلي .
د حيرالناس ليسې تنکي ماشومان چې اکثره د تجيچ شاته نه معلوميدل په خپلو خوږو ژوبو يې د جنګ څخه د نفرت او زده کړې سره د مينې په تړاو برابره شوي ترانه د غونډې برخوالو ته واورول شوه او هغه مقاله چې دعلم سره مينې په اړه يې ترتيب کړه ولوستله  .
د نور اقرا ليسې زده کونکي په خپله ترانه کې يوالی غوښتی چې له مخې يې کيدای نور پدې هيواد کې د وينو تويولو مخه ونيول شي ولوستله او دا پيعام يې د مشرانو ترغږونو ورسوه چې د دوی په يوالي کي د هيواد راتلونکی نعښتی دی .
د خوست ملي تلويزيون تکړه مماثلينو په تمثلي پرچه کې هغه څه انځور کړی چې د ناوړو او بدو پيښو له امله خلک زوريږي .
دوي په ډرامه کې خلکو د هغو کسانو حالت په ډاګه کړ چې اولادونه يې په ماين وژل شوي او له امله يې کورنی سوال کولو ته اړ شوي وي .
ورپسې تنکي ماشوماشومان چې د بيلا بيلو ښکلو  فکرونو خاوندان و او ديته په تمه وخت تيروي چې ښه راتلونکی به ولري د پرمختګ په تړاو يې خپل ترتيب کړي نظمونه د ناستې برخوالو ته وړاندې کړل .
 د پوهان حبدالحی حبيبي ليسې زده کوونکي تنکي ځوان رفيع الله په خپله ترانه کې د پښتنو پخواني دودونه  راټول کړي چې په خپل وخت کې يې د زياتو ستونزو مخه نيول او هيواد يې خپلواکه ساتلی .
نوموړي په خپله ترانه کې د مشرانو غوښتلي چې د سولې ملي پروسه ملاتړ وکړي څو په بريا سره يې افغان ماشومانو چې د پيدايښت يې ترننه پورې د بم غږونه اوريدلی د سوکاله ژوند خاوندان شي .
د تجارت خونو رئيس استاد نواب اميرزې د ماشومانو پروړاندې د دې خبرې يادونه وکړه چې زموږ هيواد بيرته اباديږي چې ښه بېلګه يې د قومونو د هغو لانجو هواری دی چې پکې مرګ ژوبلې شوي خو اوس د ولايتي ادارې له لوري په پرلپسې توګه هواريږي .
د ده په وينا ، اوس ټول ګاونډي هيوادونه پدې پوی شوي چې زموږ په پرمختګ کې د دوي ګټه دی او هغه شعر يې ماشومانو وارولو د جنګ ناوړه پايلې پکې ځای شوي او له امله يې خلک د غربت سره مخ شوي .
نوموړي خلکو ته په شعر کې دا پيعام ورکړو چې جنګ جګړې هيواد په ورانوي سربېره د خلکو زړونه ماتوي او ماشومان بې سر پرته کوي لدې نور څه په خپله لمن کې نه لري .
د قرطابه ليسې خوږو ماشومانو د وطن د مينې ډګه ترانه په خپلو تنکيو ژبو ترانوم کړه او خپلو همزولوماشومانو ته يې ډاډ ورکړی چې دا هيواد د دوي د زيار په پايله کې اباديږي .
له هغې وروسته د خوست والي عبدالجبار نعيمي چې د ماشومانو غوښتنې يې څو ساعته په پرلسې توګه واريدي په خپله وينا کې وويل چې زما هدف لدې غونډې داوه موږ پدې وپوهيږو چې زموږ تنکي ماشومان څه غواړي او د څه په تمه دي .
د نوموړي په خبره ، حقيقت دادی چې د نړی ماشومان د هيڅ راز بدبختيو نه خبريږي او د خپلو خوښيو لپاره پارکونو ته بيول کيږي همداشان د نړی ماشومان د علم زده کړې لپاره پوره امکنات په واک کې ورکول خو زموږ مرور وروڼه او وسله وال مخالفين د افغان بچيانو ښونځي ورانوي ، په وينو يې لمبوي او يا يې روغتونو ته خپلو پلارونو او د کورنی غړو د مرګ ژوبلو په مخه ليږي  چې دې عمل ته د په کوم قانون جواز ورکړل شوی .
د ښاعلي نعيمي په خبره چې د ژوند اخيستلو واک يواځې لوی خدای لري خو اوس انسان چې ځانته مسلمان هم وايي راپورته کيږي او د يوه ماين په ايښودلو سره په لسکونو تنکي ماشومان ، وروڼه او خويندې وژني چې د ا عمل نه په اسلام کې او نه په کوم بل قانون کې جواز ورکړل او داهم په ډاګه نده چې لدې حالت څوک ګټه پورته کوي خو پوښتنه داده چې  څنګه خلک ويده پاتې شوي پکار ده چې هر افغان راپورته شي د خپلو اولادونو دحقونو څخه په کلکه دفاع وکړي .
ده په خپلو خبرو کې دجايد عالم مفتي ګل محمد يادونه وکړه چې دهيواد په کچه يو ستر ديني عالم و او په خپله مدرسه کې يې خلکو ته د اسلام مبارک دين اصول او قران زده کړه ورښودله چې ناحقه په ماين والوزول شو اوپه  شهادت ورسيد  له بل پلوه د نوموړي څلور تنکي اولادونه يتيمان پاتې شول چې داډول کړنې داسلامي او انساني اصولو سره په ټکر کې دي .
نوموړي وويل چې د دغو ماشومانو چې اکثريت يې د داډول پېښو له امله کړي دلي دي نو مشران ، ديني علما او عام ولس ته په کار دي چې د دوي غږ واوري او هغو سالمو غوښتنو ته يې چې د اسلام په قانون يې مسلم حق دی ځواب ووايي او د پوره کيدو لپاره يې په عمل کې ګام واخلي .
مخترم عبدالجبار نعيمي ژمنه وکړه چې ترخپله وسه به کوشش وکړي څو خپلو زوريدلو تنکيو ماشومانو ته د علم زده کړې مناسب شرايط برابرشي او لدې لارې ښه راتلونکی ولری خو د خوستوالو يې د يوالي غوښتنه وکړه .
نوموړي ماشومانو ته په خپله وينا کې وويل چې د دې هيواد راتلونکی په تاسو پورې تړلی دی که هيڅ ډول اسانتياوې هم ونه لری بيا هم تاسو د ميړنيو پلارونو بچيان يی خپل هدف ته د رسيدو لپاره زيات زيار وباسی څو خپل هيواد په خپله اباد کړو .
همداشان يې د نړيوالې وغوښتل چې دغه ماشومان د علم زده کړې تږي دي او هيله مند دي روښانه راتلونکی ولري نو پدې موخه دې د دوی لپاره د معارف او پدې چوکاټ د ښونځيو رغولو کې لپاره پوره توجه وشي .
نوموړي د خپلې وينا په وروستی برخه کې پدې ټينګار وکړ چې په راتلونکي ښونيز کال کې به د ماشومانو د غوښتنو پوره کيدو لپاره به زيات شمير مکتبونه ورغوي څو د ژوند مهمه غوښتنه يې د هرڅه وړاندې پوره شي او هغو اتلانو ته يې د لوی خدای د جنت الفردوس غوښتنه وکړه چې د خپلې خاورې د غزت لپاره يې ځانونه قربان کړي .
وروسته د زاهد الله له لوري هغه پريکړه ليک ولوستل شو چې د ماشومانو لخوا ترتيب شوی و ، په پريکړه ليک د خوست د مشرانو او دولت څخه غوښتل شوي چې په خپلو کې يولي او خوست د ثبات لپاره جدي هلې ځلې وکړي ، د دوی لپاره د ژوند کولو او زده کړې ښه زمينه برابره کړي ، د ټوپک پرځای قلم په لاس کې ورکړي او د سولې پروسه چې پکې د خلکو ژوند ، غزت او سکون نعښتی دی د بريا ترمنزله يې ورسوي .
له هغې وروسته د خوست والي عبدالجبار نعيمي او د غونډې نورو برخوالو په لاسونو هغه ډالی چې ولايت مقام د لوري د ماشومانو د هڅونې په موخه برابره شوي وې چې  پکې کالي ، د مکتب لوازم او نور شيان شامل ؤ ، وويشل شوې .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :دویم
نېټه :۱۳۸۹/۱۲/۱۵