
پرون يوه پارلماني هيئت له افغان ولسمشر حامد کرزي سره
په ارګ کې وکتل او له هغه څخه يې غوښتنه وکړه، چې د پارلماني ټاکنو د بيا څېړنې
ځانګړې محکمه دې لغو کړي. حاجي محمد محقق هم چې د دغه پلاوي يو غړی و، رسنيو ته
وويل چې دوی له کرزي سره تر اوسه کوم تفاهم ته نه دي رسېدلي ، خو هيله ده چې دغه
ستونزه په نږدې وخت کې لرې شي.د يادونې وړده چې تر دې دمخ ولسي جرګې دوه ځلې د
پرېکړه ليکونو په ترڅ کې له کرزي څخه د ځانګړې محکمې د لغو کولو غوښتنه کړې ، خو
تر اوسه منل شوې نه ده.