د امريکايي قرارداديانو شمېر په افغانستان کې رېکارډ جوړ کړ



د امريکې د کانګرس يو څېړنيز رپوت وايي، چې د 2010 کال په پای کې د امريکايي امنيتی قرارداديانو شمېر 18919 کسانو ته ورسېد، چې دا په يوه بهرني ملک کې د امريکې په تاريخ کې تر ټولو لوړ شمېر دی. رپوټ وايي، چې د 2010 کال په پای کې د دغو امنيتي قرارداديانو شمېر د 2009 کال په پرتله درې ځلې زيات شوی دی.امريکايي ځواکونه له دغو کسانو څخه د خپلو اکمالاتي کاروانونو د ساتنې لپاره کار اخلي ، خو همدا کسان بيا د افغانستان د امنيت لپاره په يوه ګواښ بدل شوي . ولسمشر کرزی د دغو قراردادي ځواکونو د منځه وړلو لپاره هڅې پيل کړي ، خو تر اوسه د ډېرو فشارونو سره مخ شوی او له همدې امله تراوسه بريالی شوی نه دی.