
پرون ناوخته عربي خبري رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل ،چې
ډګروال معمر القذافي په مشروط ډول دواک پرېښودو ته چمتو شوې دی
دنوموړي شرط دادی ،چې د دده او کورنۍ خوندیتوب ېې اړین هغه بلل شوې دي .
الجزیرې تلویزون
ته ځینو سرچینو دا خبره کړې ده ،چې القذافي لنډمهالي ملي کمیسون ته ،چې اوس
مهال په بنغازي کې رامنځته شوې دی احوال ورکړې دی ،چې تاسې هر اړخیزه ولسي غونډه راوبولې وروسته
دې همدا ولسي غونډه یو کمیسون
جوړ کړي زه به واک وروسپارم ، خو لنډمهالي ملي کمیسون دنوموړي
دا غوښتنه نه ده منلې .
العربیة تلویزون
وايي : القذافي له واک
پرېښودو وړاندې دا شرط اېښې دی ،چې
زما ، زما دکورنۍ زما دشتمنۍ او پانګو
خوندیتوب به اړینه خبره وي پردې سربېره
له ماسره به مرسته کیږي ،چې هغه هېواد ته ولاړ شم ،چې زما خوښه وي او وروسته به زه هیڅ ډول محکمې ته نه معرفي کیږم .