
په افغانستان کې دنړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان
جنرال ډیویډپتریوس مرستیال جنرال راډ ریکز،دملي اردو دځمکنیوو قواوو عمومي قوماندان
ډګرجنرال مراد علی مراد او ورسره راغلي پلاوي ددې ولایت والي محمد حلیم فدایي،د
امنې قوماندان جنرال حقنواز حقیار او په ولایت کې دملي اردو دکنډک قوماندانو سره
دلیدنو سربېره په مرکز میدانښار کې دیوشمیر هټیوالو سره هم ولیدل.
جنرال راډ ریکز په سرکې په دې ولایت کې دولایتي
چارواکو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ په چارو کې د ښې همغږۍ ستاینه او مننه وکړه او
ددې ټولو بریاوو ترشایې ددې ولایت والي محمد حلیم فدایي هلې ځلې وستایلې.
همدارنګه نوموړي په دې ولایت کې دامنیتي وضعیت
څخه د خوښۍ ترڅنګ دکلیوالي سیمو دامنیت دخوندیتوب په اړه دسیمه ایزو پولیسو دایجاد
په اړه هم دولایتي مسولینو سره خبرې وکړې او دنوموړې پروسې څخه یې دنړیوالې ټولنې
کلک ملاتړ ته اشاره وکړه چې دسیمې خلکو په مرسته به دسیمې دځوانانو پوسطه دنوموړو
سیمو امنیت خوندي او هم به بې کاره ځوانانو ته دکار کولو زمینه برابره شي.
ښاغلي فدایي په ځانګړي ډول په ولایت کې
دکرنې،پوهنې،اوبو لګولو،بریښنا،روغتیا،سړکونو او لویو بندونو جوړولو اساسي پروژو
دپلې کولو ترڅنګ هیله و کړه چې دحکومتي ادارو دغښتلتیا په برخه کې باید نړیواله
ټولنه کوټلي ګامونه پورته کړي ترڅو داساسي پروژو دتطبیق ترڅنګ افغان حکومت وشې
کولای چې ولسونو ته موثر او کټور خدمتونه وړاندې کړي
ډګرجنرال مراد علي مراد هم دملي اردو ځواکونو
دتعلیم او تربې برخې دغښتلتیا او په دې ولایت کې د وسلوالو مخالفینو دځپلو په موخه
خپل تیاریو په اړه خبرې وکړی چې دده په ویناء دملي اردو ځواکونو خپل ټول امکانات
او تجهیزات راتلونکي کال لپاره چمتو کړي او د دښمن دهر ډول بریدونو په اړه بشپړ
چمتوالی لري.
امني قوماندان حقیار دسیمه ایزو پولیسو دجوړیدو
په اړه دولسواليو په کچه خپل چمتوالې وښود او زیاته یې کړه چې دنوموړې پروسې لپاره
اوسمهال څه باندې(۶۰۰) تنه ځوانانو نومونه ثبت کړې او پاتې نورو هم خپل چمتوالې
ښودلې دی.
د ولایت مطبوعاتي دفتر
Midan.pressoffice@gmail.com، شاهدالله
شاهد۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰