
د 1389 هجری شمسي کال د ټاکنو پر تړاو د ځانگړې محکمې له حکم سره سم
نن په میدان وردگو ولایت کې هم له سره درایو د شمیرلو لړۍ په داسې حال کې پیل شوه چې د ولایت والي محمد حلیم فدایي او داستیناف محکمې په ریاست د جوړشوې کمیسیون استازو او یو شمیر معترضو کاندیدانو هم ګډون درلو د.
د میدان وردگو والي محمد حلیم فدایی په همدې موخه د ولایتي کمیسیون او درایو د شمیرلو له کارکوونکو وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په پوره
ایماندارۍ
او
صداقت سره سرته ورسوي او دمعترضو کاندیدانو ټولو پوښتنو ته په پوره شفافیت سره ځواب ووایي.
همدارنګه د ولایت د استیناف
محکمې ریس قضاوتپوه
عبدالاحد امعان ژمنه وکړه چې ورسپارل شوې دنده به په پوره
ایماندارۍ رښتینولۍ، عدالت او شفافه
توگه دکمیسیون
دټولو غړو په مټ په پرمخ بیایی ترخو د معترضه کاندیدانو دوسیو ته رسیدگی وکولای
شی