په شمال کې دامریکايي ځواکونو قومندان  بدل شو

نن دیوې ناستې په ترڅ کې دافغانستان په شمال کې دامریکايي ځواکونو قومندان  ډګروال بورلسن  ،چې په شمال کې دامریکايي ځواکونو دلسمې قطعې  مسوول بدل او پر ځای ېې ډګروال پاتریک ګومارل شوې دی  نوموړي  په خپلو خبرو کې وویل : ددې شونتیا شته ،چې ددوبي په رارسیدو به  وضعیت نور هم ترینګلې شي  ، خو موږ له افغان ځواکونو سره پوره همغږي لرو  اوکولای شو ،چې په شمال کې امنیت رامنځته کړو .
ډګروال پاتریک دځواکونو دزیاتېدو خبره کوي خو پریکړه شوې ده ،چې په 2014 ز کې به دامنیت چارې  افغان چارواکو ته سپارل کیږي .