
سـريزه
د لوړو زده کړو وزارت ښاغلى وزير!
آيا کله مو
اورېدلي، چې يو څوک دې په يو وخت کې هم د پوهنتون رييس وي او هم دې په يوه بهرني
ملک کې په زده کړو بوخت وي؟!!!
آيا کله مو
اورېدلي، چې ستاسو په وزارت پورې اړوند د دولتي پوهنتون رييس په هېواد کې دننه او
له هېواده بهر له پوهنتونونو څخه امتيازاتو تر لاسه کړي؟!!
که غواړې، چې په
حقايقو ځان پوه کړې د بلخ پوهنتون د رييس ښاغلي حبيب الله حبيب په اړوند لاندېنيو
ټکو ته ښه ځير شه، که دې خبرو واقعيت درلود د يو وزير په توګه د هېواد د ځوان نسل
د ژغورنې، د ولس، هېواد او خداى په خاطر دغه رييس په پوره جرئت وشړه او د قانون
منګولو ته يې وسپاره او که واقعيت يې نه درلود؛ نو موږ چې دا خبرې مو تر تاسې در
رسولې محاکمه او مجازات کړه؛ ځکه زموږ هدف ځوان نسل او ددې کړېدلې ټولنې خدمت دى،
هېڅ يو د رياست او موقف په فکر کې نه يو.
١ – د ټولو
اصولو او موازينو خلاف کله، چې د حبيب الله حبيب لخوا د تايلنډي پوهنتون له AIT سره د Shep
پروګرام تر عنوان لاندې تړون لاسليک شو او لږ تر لږه يو نيم ميليون ډالره AIT ته ورکړل شول؛ نو
لومړى کار، چې حبيب الله حبيب وکړ هغه دا و، چې د خپل ځان لپاره يې د PhD سکالرشيپ واخيست.
ستاسې په نرر د پوهنتون د رييس لپاره، چې عين مهال د پروژې مشر هم وي لازمه ده، چې
د ځان لپاره سکالرشيپ واخلي؟!! په داسې حال کې چې عمر يې هم له ٥٥ کلونو څخه زيات
او مريض هم وي.
٢ – که د
پوهنتون رييس ځان د سکالرشيپ مستحق ګڼي آيا نوموړى کولاى شي، چې عين مهال هم رييس
وي او هم بر حال حضوري محصل؟
که نوموړى ادعا
لري، چې هم رياست کوي او هم خپلې زده کړې په AIT پوهنتون کې پر مخ
وړي؛ نو د نوموړي د حاضرۍ کتاب دې په بلخ پوهنتون کې کنټرول شي او ودې ليدل شي، چې
څو ورځې نوموړي په پوهنتون کې تېرې کړې او څو ورځې نورې يې په AIT کې زده کړې کړې دي؟
٣ – د بلخ
پوهنتون رييس هره مياشت خپل معاشونه او نور امتيازات په بلخ پوهنتون کې تر لاسه
کوي او هم هره مياشت ٥٠٠ ډالره له AIT څخه اخلي، چې د
نوموړي حساب ته انتقالېږي.
آيا د پوهنتون
رييس، چې دلته رياست کوي او شپه او ورځ پخپل کور کې پروت وي هره مياشت د پورتنيو
٥٠٠ ډالرو مستحق کېداى شي؟!!!
٤ – د پوهنتون
رييس کله، چې پخپله خوښه، د تفريحي پروګرام لپاره ځينې کسان انتسابوي او هغوى
تايلنډ ته لېږي؛ نو پخپله هم له هغوى سره ځي او په دې ډول هغه امتياز، چې د ګروپ
هر غړي ته ورکول کېږى، دى هم له هغو څخه ګټه اخلي، په داسې حال کې، چې نوموړى د بر
حال محصل په توګه حق نه لري، چې دا امتياز تر لاسه کړي.
٥ – آيا د
افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د سکالرشيپونو او فېلوشيپونو لپاره يو تصويب شوى
پلان او پروګرام شته؟ خو د بلخ پوهنتون رييس د هر بورس لپاره د خپلې خوښې شخص
معرفي کوي، چې بېلګې يې دوه ځلې تايلنډ هېواد ته د مامورينو لېږل دي، چې د لېږلو
لپاره يې هېڅ ډول نورم او معيار په نظر کې نه دى نيولى، يوازې د رييس شخصي
ارتباطات او د خپلې خوشې کسان پکې لېږل شوي دي. که څوک بر رسي وکړي دا به ورته
کاملاً واضح شي، چې ځينې کسان دوه ځله هم تللي دي او ځينې قصداً نه لېږل کېږي.
٦ – ولې وزارت د
Shep
پروګرام بر رسي نکوي؟ ولې هېڅ هيئت بلخ پوهنتون ته نه لېږي، چې ددې پروګرام د
تطبيق په اړه معلومات تر لاسه کړي؟
دغه پروګرام، چې
يوازې د انجنيرۍ پوهنځي لپاره و، ولې ترې غلطه استفاده شوې او په دې اړوند ولې د
انجنيرۍ پوهنځي له استادانو سره خبرې نه کېږي او د هغوى د زړه خبرې ولې نه اورېدل
کېږي؟!!!
آيا وزارت د يو
نيم ميليون ډالرو پوښتنه کوي کوم، چې د تايلنډ په بحر کې واچول شول؟ آيا وزارت به
کله کوم پلاوى د بلخ پوهنتون ته ولېږي، چې ددې پروګرام د تطبيق او نه تطبيق پوښتنه
وکړي؟
٧ – د بلخ
پوهنتون رييس ښاغلى حبيب الله حبيب ددې لپاره، چې په Shep پروګرام کې خپل فساد
پټ کړي ددې پروګرام د نړيوال بانک يو کار کوونکى حاجي امين د ټولو اداري اصولو
خلاف د کتابخانې د مدير ه حيث مقرر کړ او بيا يې يوه يا دوه مياشتې وروسته د
ماسټرۍ لپاره تايلنډ AIT ته ولېږه. په داسې حال کې، چې حاجي امين په کادر کې
شامل کس هم نه و او له بله اړخه نموړى د تحصيل په دوره کې په څو مضمونونو کې دوهم
چانس او ناکام شوى و، چې په هېڅ ډول په کادر کې د شموليت جوګه نه و.
٨ – دغه راز
ښاغلي حبيب الله حبيب د بلخ يو ځوان، چې د رياضي په نړيواله سيالۍ کې يې دويم مقام
ګټلى و او بيا وروسته د بلخ پوهنتون له انجنيرۍ پوهنځي څخه فارغ شوى او د نومرو فيصدي
يې هم له (٩٠) څخه پورته وه او د انجنيرۍ پوهنځي د ساختماني ډيپارټمنټ، د پوهنځي
علمي شورا، د تقرر او انفکاک کمېټې او د پوهنتون علمي شورا هم تاييد کړى و، تر څو
په کادر کې پاتې شي د خپل تعصبي خاصيت او فطرت له مخې مقرر نکړ او استاد يې پخپل مېز
کې وساتل او د وزارت مقام ته يې ونه لېږه. د نوموړي ځوان نوم مجتبى دى، چې اوس په UN کې کار کوي.
٩ – برخلاف
ښاغلي حبيب دوه ورڼې او مېرمن په پوهنتون کې مقرر کړل، چې بيا يې وروسته د مېرمنې
کار د عمر د زياتوالي له امله ونشو.
١٠ – که د لوړو
زده کړو وزارت جلالتمآب وزير غواړي، چې د ښاغلي حبيب الله حبيب، د خپلې خوښې د
مقرريو په اړه څېړنه وکړي؛ نو لازمه ده، چې د آغلې ديانا وزيري مقرر د بلخ پوهنتون
د کتابتون د عمومي مديرې په حيث وڅېړل شي.
ښاغلي حبيب،
آغلې ديانا کله، چې د مدير په حيث مقرره کړه؛ نو بيا يې له ځان سره په يو ګروپ کې تايلنډ
ته بوتله (د
ټولو اصولو خلاف) کله، چې
بېرته راغله؛ نو وظيفه يې پرېښوده او امريکا ته لاړه او واده شوه. څه موده وروسته
دوباره راغله؛ خو ځاى يې حفظ و. بيا يې يوڅه موده مديريت وکړ او بيا امريکا ته
لاړه.
د ويلو وړ ده،
چې نوموړې (ديانا) له ټولو امتيازاتو څخه ګټه پورته کړې، په داسې حال کې، چې خپله
دنده يې هېڅ نه ده ترسره کړې.
١١ - غواړم په پاى کې د جلالتمآب وزير صاحب پام يوې
محاسبې ته راواړوم:
نړيوال بانک د
بلخ پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي لپاره يو نيم ميليون ډالره ورکړل، چې د پوهنځي د
استادانو او کار کوونکو ظرفيت لوړشي، دا پيسې، چې قرارداد يې له تايلنډ سره شوى
دى، لاندې لاسته راوړنې لري:
الف:
د PhD دوه بورسونه، حبيب الله حبيب او صبر
الله، چې د دواړو عمر له ٥٥ څخه لوړ او دواړه په ناروغيو اخته دي.
ب:
د ماسټرۍ ٥ بورسونه: انجنير شريف، شېر محمد، فرين، مهريه او حاجي امين (مهريه او
حاجي امين غير کادري).
ج:
د پوهنځي د يو څو استادانو قصير المدت ټريننګ.
د:
د پوهنتون د يو شمېر مامورينو سياحت او تفرېح.
که اوس وغواړو
ددې ذکر شويو سکالرشيپونو او فيلوشيپونو پيسې وسنجوو؛ نو په لاندې ډول عمل کوو:
PhD:
دوه بورسونه، هر يو ٧٥٠٠٠ ډالره دواړه (١٥٠٠٠٠) ډالره.
ماسټري: پېنځه
بورسونه، هر يو ٤٠٠٠٠ ډالره، پېنځه واړه (٢٠٠٠٠٠) ډالره.
ټريننګونه:
تقريباً.........................................................................
(٢٠٠٠٠٠) ډالره.
د مامورينو
سياحت:...................................................................
(١٠٠٠٠٠) ډالره.
چې ددې ټولو
پيسو مجموعه (٦٥٠٠٠٠) امريکايي ډالره کېږي. که له دې پيسو سره لږې نورې اضافي هم
ونيسو؛ خو مجموع يې له يو ميليون څخه نه ډرېږي پاتې (٥٠٠٠٠٠) ډالر په څه شي ولګول
شول؟!!!!
ښاغلى حبيب د
پروژې رييس دى او د مصارفاتو په سم ځواب ورکولو مکلف ګڼل کېږي؛ خو رييس د پوهنځي
له تقاضا سره سره چاته قرارداد او متن نه ښيي او نه هم ځواب ورکولو ته تيار دى.
د
پوهنتون اسناد دې وکتل شي!
د بلخ پوهنتون لس کلن رييس
د
ټولو محترمو لوستونکو په خدمت کې!
موږ
تر پورتني عنوان لاندې د بلخ پوهنتون د ریاست په اړه یو کوچنی ګزارش لرو،چې ممکن
په ۴۰ مخونو کې خلاصه شي،دغه شرموونکې تابلو به په بیلابیلو ویبپاڼو کې په پر له
پسې توګه خپره شي.
هیله
لرو چې د بلخ پوهنتون د استادانو دغه فریاد به جلالتمآب ولسمشر،قاضی القضات ،لوی
څارانوال،د تحصیلات عالي وزیر او د بلخ محترم والي استاد عطامحمد نور ته ورسیږي او
د استادانو او محصلینو پر شکایتونو به غوږ وګروي.که څه هم تر اوسه څو ورځپاڼو
،اخبارونو ،تلویزونونو د استادانو یوه برخه شکایتونه کابل پریس ته رسولي هم دي،خو
ددې پر ځای چې د پوهنتون ریس ته سزا ورکړل شي،استادان محکمې او څارانوالي ته کش
کړل شویدي.
محترمو
لوستونکو!تاسو پوهیږئ،چې څه موده وړاندې یوه ژونالیست د امریکا جمهور رییس په بوټ
وویشت،څرنګه چې هلته د شخصي حیثیت مسله مطرح وه،نو هغه ژورنالیست اوس هم بې ویرې
ژوند کوي.د پارلمان یو ه وکیل زمضان بشردوست هم د هیواد ولسمشر ته پخپل یوه خطاب
کې وویل چې:زموږ ولسمشر ملي خاین دی،باید پارلمان ته د پوښتنې لپاره راوستل شي،دا
خبره ټول ملت واوریده.سره له دې چې زه دا یوه احساساتي کړنه بولم چې په اوسنیو
شرایطو کې منطقي نده،خو سره له دې چې بشردوست ولسمشرته ملي خاین ووایه ،بې غمه خپل
ژوند کوي او تر اوسه کومې محکمې ته ندی غوښتل شوی.اوس تاسو ووایئ چې د بلخ پوهنتون
څو لکه رییسه به یو بوش شي؟ او یا به څو زره داسې رییسان یو کرزی شي؟ ځواب مالوم
دی.
اوس
نو له پورته ذکر شوو محترمو مقاماتو نه هیله کوو،چې د بلخ پوهنتون رییس بدل
کړي،ځکه په دې لسو کلونو کې دوه ځله ولسمشر وټاکل شو او دوه ځلې د پارلمان غړي
انتخاب شول او د افغانستان د پوهنتونو ریاستونه هم څو وارې بدل رابدل شول.د بلخ
پوهنتون لس کلن رییس چې په بلخ او کابل کې یې ځانته یو غیر مقدس ټیم جوړ کړی،د
روان کال په دلوه کې د بي بي سي یو خبریال په سوک وواهه ،دا خبریال شریف کنشکا
نومیده.د رییس پوهنتون دا کار د خپل یو بوټ پاک مدیر حفیظ په لاس وکړ.خیر دا یو څو
جملې خو د مقدمې په توګه وړاندې شوې،هیله ده دغه اوښلن داستان په راتلونکو ورځو کې
تر پایه تعقیب کړئ.
یادښت:
ددې
لپاره چې لوستونکي دا خبرې شخصي کرکه او تهمت ونه ګڼي،د اداري فساد په اړه د ځينو
مکتوبونو عکسونه هم ستاسې مخې ته ږدو.
ددې
غمجن داستان اول باب د استاد رحماني له کیسې پیل کوو.استاد رحماني یو پخوانی استاد
دی،چې څه موده یې د کابل په پل تخنیک کې استادي کړیده،بیا په بلخ پوهنتون کې ،یو
څه وخت د بلخ د ښوونې او روزنې رییس و او اوس د پوهندوی په رتبه د بلخ پوهنتون په
انجنیري پوهنځي کې استاد دی.
د
بلخ پوهنتون د رییس دښمني له استاد رحماني سره له هغه ځایه پیل شوه،چې ددې پوهنتون
استادانو له استاد رحماني د رییس کیدلو غوښتنه وکړه او هغه ته یې وویل،چې موږ به د
ریاست لپاره ستا عریضه تحصیلات عالي ته یوسو.همدا خبره وه،چې د پوهنتون رییس د
استاد پر ضد توطیې او دسیسې پيل کړې.تاسو به په لاندې پاڼو کې وګورئ ،چې د استاد
پر وړاندې څومره دسیسې شویدي.که تاسو ته ثابته شوه،چې د پوهنتون رییس دسیسه ګر او
توطیه جوړوونکی دی،نو باید له دندې یې ګوښه کړئ،ځکه توطیه جوړوونکی ریس اداره فساد
ته بیایي.څرنګه چې د استاد رحماني پر وړاندې د توطیو او دسیسو جریان ټول په پارسي
ژبه دی،نو ګران لوستونکي کولی شي،چې د اصل متن ته په مراجعې سره د پوهنتون د ریس
له توطیو خبر شي.
د پوهنتون رييس د خپل توطيه جوړوونکي ټيم په مرسته
توطيې ته قانوني بڼه ورکوي
د پوهنتون رييس د څو تنو استادانو په
ټاکلو
له ښاغلي استاد رحماني نه پوښتنې
ګروېږنې کوي
د ښاغلي حبيب الله حبيب په وينا دغه
دوه محصلين د استاد پوهندوى رحمان لخوا په زور افغان ملت ګوند ته جذب شوي دي
د روهي ويب پاڼې يادونه: د دغو محصلينو کارتونه او نومونه د دوی د مصونيت په خاطر خپاره نشول.
ګرد محصلين په ټوليز ډول د استاد
رحماني په طرفدارۍ راټولېږي او وايي استاد رحماني موږ افغان ملت ګوند ته نه يو جذب
کړي
د بلخ پوهنتون د رييس پر وړاندې د استاد
رحماني دفاعيه
د
رییسانو د ۲۸/۶/۱۳۸۶ غونډې د دعوو او فیصلو په اړه د الحاج پوهندوی سیدیوسف رحماني
دفاع:
په
۱۳۸۶ کې مې د انجنري پوهنځي د دویمو ټولګیو لپاره د عالي ریاضاتو د لکچرنوټونو د
تدریس دنده لرله .د شاګردانو دریم سمستر و او شمیر یې ۸۵ تنو ته رسیده.ددې تر څنګ
مې د ساختماني ګروپونو عملي درسونه او د
جیولوجي او معدن مضمونو نه هم دې ټولګي ته تدریسول.د روزنې او د خپل اسیستاتنت په
توګه دندې ته د تیارولو په موخه مې پوهیالی عبدالرزاق،چې د بلخ پوهنتون له
پیداګوژۍ نه څو کاله وړاندې فارغ و،هم له ځان سره یو ځای کړ،چې دې ټولګي ته د
کمیاوي تکنالوژۍ درس ورکړي.درې تنه شاګردان چې تر ۲۵ فیصده زیاته غیرحاضري یې لرله
محروم اعلان شول.په غالب ګمان له دې شاګردانو څخه یوه د محفوظ الله په نوم ریاست
ته شکایت وکړ،چې ګویا هغه ما په قصدي توګه غیرحاضر کړیدی.همدارنګه ددې ټولګي یو بل
محصل پر ما تور وتاړه،چې زه هغه په زور یوه سیاسي ګوند ته داخلوم.څرنګه چې د بلخ
پوهنتون مسولین له څو کلونو راهیسې ما سره بده رویه کوي او ۱۳۸۴ کې یې پرته له کوم
دلیله زما نوم له تعیناتو ایستی و،زه یې له زیاتو سرګردانیو سره مخ کړم،د هغه کال
د اتو میاشتو معاش یې اوس هم ندی راکړی او له راکولو نه یې قصدا ډډه کوي.حال دا چې
زه په درسي ساعتونو کې حاضر یم او حاضري امضا کوم،خو دوی په دورغینو ګزارشونو
صالحه مقاماتو ته زما نوم توروي.پر دې اساس ریاست له ماسره پرته له مشورې او
خبرتیا د محصیلینو د شکایت پراساس له پنځو پوهنځیو چې ټول د رییس په ډله کې و،یو
کمیسون وټاکه.خو دغه کمیسون قانوني بڼه نلرله،ځکه چې اول خو دوی بیطرفه نه وو،دویم
دا چې رتبې یې ټيټې وې او د یوه پوهندوی د تدریس د ارزیابۍ صلاحیت یې نه درلود.دوی
پرته له دې چې له ما او د ټولګي له نورو اتیا تنو شاګردانو نه تحقیق وکړي،خپله
دوسیه یې په خپله خوښه تکمیل کړه او ریاست ته یې وسپارله.همغه و،چې د پوهنتون رییس
په ۲۸/۶/۱۳۸۹ نیټه د پوهنځیو د رییسانو یو مجلس جوړ کړ،چې له تعصب او یو طرفۍ نه
ډکې فیصلې یې پکې وکړې.دغه فیصله یې د ۱۲۶۹/۵۲۹ مکتوب پواسته د پوهنځیو ریاستونو
ته واستوله،ددې فیصلې ځینې مهم ټکي دادي:
الف:(....د
انجینرۍ د پوهنځي محصل محفوظ الله د استاد رحماني لخوا قصدا ناکام شویدی،ځکه نو له
نوموړي څخه باید د ښوونځي له خوا ازموینه واخیستل شي او نومرې يې په اول چانس کې
ورسول شي...)
د
پورتنۍ دعوې پر وړاندې باید ووایو چې:دا یو محض تور دی او زما پر وړاندې د بلخ
پوهنتون د مسولینو تعصب او کرکه څرګندوي.ځکه پورتنی محصل د کمیاوي ټکنالوژۍ د
څآنګې محصل دی،لکه مخکې مې چې وویل،د پسرلي په سمیستر کې د عالي ریاضاتو عملي
درسونه چې په اونۍ کې دوه ساعته وو،د پوهیالي عبدالرزاق او د هغوی درسي لکچرونه چې
هغه هم دوه ساعته وو،ما پر مخ بیول.عبدالرازق په خپلو ساعتونو او ما پخپلو کې
حاضري اخیسته،نوموړی محصل هم زما او هم د عبدالرازق په ساعتونو کې غیر حاضردی.مګر
فیصله یوازې زما نوم یادوي. ولې؟دویمه دا چې د محفوظ الله په شمول درې تنه نور
محروم محصیلین د ازموینې پر ورځ د پوهنځي رییس له ازموینې وایستل نه ما.دریم دا چې
دا محصل رښتیا محروم دی،دوی یې یوازې په نامالوم دلیل په غیر قانوني ډول ازموینې
ته داخلوي.له بلې خوا دا فیصله د کریدت د لایحې نهمه ماده ماتوي.دا رییسان د مادې
د نقض حق لري؟ددې فیصلې په اوږدو کې راغلي دي:
(...هغه
محصیلین چې د استاد رحماني په مضمون کې ناکام شویدي،ادعا کوي،چې له دوی نه دې د
پوهنځي له خوا یو هییت ازموینه واخلي)
ایا
دا مسولین د ازموینو د لایحې له ۲۳مې مادې خبر دي؟ایا د پوهنتون ریاست د لایحې د
نقض صلاحیت لري؟ایا ددې دعویدارو محصیلینو تحریري پرچې ،چې د پوهنځي په تدریسي کې
ساتل شویدي او شهادت ورکوي،چې کوم محصل د څو نومرو مستحق دی،ددې لایحې له پورتنۍ
مادې سره کتل شویده؟بیا نو د کوم قانون پر اساس اخستل شوی امتحان لغوه کیږي او نوی
اخستل کیږي؟له بلې خوا د نوموړي سمیستر امتحان ما او عبدالرازق په ګډه اخیستی،چې
درې سواله زما او څلور د هغه وو،ولې یوازې زما نوم اخستل کیږي؟له بلې خوا د بلخ
پوهنتون ریاست پخپله دې فیصله صراحتا مشروطو محصیلینو ته هدایت ورکوي،چې زما پر
وړاندې شکایت وکړي او په دې توګه له دې خړو اوبو ماهیان نیسي لکه ویې چې نیول.د
فیصلې دا بند هم تایدوي،چې دښمني او کرکه یوازې زما پر وړاندې ده.
ب:(...د
سوتفاهم او نورو ستونزو د مخنیوي په موخه باید استاد رحماني ددې ټولګي له درسه
ایسته شي)
د
همدې بند پر اساس د پوهنتون رییس په دې ټولګي کې زما پر ځای پوهیالی عبدالرازق
استاد کړ.حال دا چې یو غوڅ اکثریت ،تر اویا فیصده زیات ،محصیلنو عریضه ولیکله چې
زما د تدریس او برخود نه راضي دي او دا عریضه د پوهنتون رییس ته ورسیده.مګر بیا هم
دوی په ډیره بې عزتۍ او خپله خوښه له مانه لکچرونه واخستل او هغه چاته یې وسپارل
چې د تدریس صلاحیت یې نلري.له بلي خو د تعجب خبره داده ،چې لکه څرنګه چې ددې فیصلې
په اول بند کې راغلي وو،له ما سره په ټولو خبرو کې پوهیالی عبدالرازق شریک و،خو زه
مجرم وشمیرل شوم او هغه تقدیر شو.د موضوع راپور تحصیلات عالي او ولایت ته ورکړل
شو.سړی دا یو بام او دوې هواوې پرته له دې بل څنګه تعبیر کړي،چې زما پر وړاندې له
تعصب او کرکې کارو اخستل شو.
ج:(...څرنګه
چې استاد رحماني په له شاکي محصیلنو سره په ازموینو کې بده وضع ددې په خاطر
کړیده،چې هغو د افغان ملت ګوند نه و قبول کړی...)
دا
یو بې حقیقته تور دی،ځکه زه به داسې بد کار وکړم،پدې چې افغان ملت ته شمولیت جبري
نه بلکې داوطلبانه دی.بله دا چې زه یو ریښتونی استاد یم زما لپاره یوازې د محصل
علم مهم دی نه ګوندیتوب.د بیلګې په توګه هغه
محصلین چې مشروط شوي،ځينې یې پکې افغان ملتیان دي او له بلي خوا تر اویا
فیصده زیاتو شاګردانو ریاست ته عریضه ورکړیده،په هغې کې یې زه توصیف کړی یم ،زما
اخلاق،برخورد ،دتدریس میتود او هڅې یې ستایلې دي.د ریاست فیصله یې زما پر وړاندې
بې ځآیه تورونه او توطیې ګڼلې دي.د عریضې په پای کې شاګردانو خپل نومونه لیکلي او
امضاګانې یې کړیدي.د دې عریضې په حاشیه کې د پوهنتون رییس احکام ورکړیدي،
ملاحظه شد:تعلیم و تربیه: به
کمیسون موظف بررسی راجع شود.
۲ میزان ۱۳۸۶
ایا
ددې شاګردانو شهادت،ددې رییسانو ادعا نه بې اساسه کوي؟له بلې خوا څرنګه چې د
ناراضه شاګردانو پرچې بیا کتل شوي ندي او د کوم شاګرد د حق تلفي نده ثبوت شوې نو
دوی په کوم دلیل داسې بې اساسه فیصله کوي؟
په
دې توګه ذکر شوې ټولې فیصلې چې په غلطو مالوماتو ولاړې دي،د منلو وړ ندي.دا د
پوهنتون د ریس په شمول د ځینو مسولینو د سیسې دي،چې زما په شمول یې ټولو زحمتکشو
استادانو ته جوړوي.
په درنښت
الحاج پوهندوی سید یوسف
رحماني
ګرانو
لوستونکو تاسو به د پوهندوی استاد رحماني د دفاعیې له لوستلو،د شاګردانو له
امضاګانو،تصویرونو ،استعلام او استعلام بازۍ نه پوی شوي یاست،چې د بلخ پوهنتون
رییس همیشه داسې خرابو ملي موضوعاتو لمن وهي او دا اختلافات غټوي.
استاد
رحماني اوس د بلخ ولایت په محترمه محکمه کې د رییس د دسیسو په بنیاد خپل حساب
تصفیه کوي.د پوهنتون رییس چې اوس ځان مات ویني غواړي روغه وکړي.استاد رحماني سره
له دې چې توهین او سپکاوی ورته وشو،تر اوسه د رییس له خوا د قانون پر خلاف د
معاشاتو په تشکیل کې ندی نیول شوی او د لسو میاشتو معاش یې ندی ورکړل شوی.په دې
درې کلونو کې به هغه دیرش ځلې کابل ته راغلی وي،د پوهنتون رییس چې د بلخ د محکمې
پر وړاندې ځان دسیسه ګر مومي ،نو اوس یې د غذر لاره نیولې ده.
به عمری ز هجرت جگرخون کـــنم
به یک لحظه از دل برون چون
کنم
استاد
نور کره اسناد هم لري،چې وروسته به یې وړاندې کړو.
د استاد داوود پر وړاندې توطيه
اوس
هغه دوسیه او توطیه څیړو چې د تاریخ دیپارتمنت د ریس استاد داوود پر وړاندې
شویده،څیړو.دلته چې استادان له یو بل نه سوالونه کوي،نو ته به وایې،چې پوهنتون
ندی،بلکې څارانوالي ده.
محصلين خبر شول، چې د استاد پر ضد يې
توطيه شوې ده؛
نو د استاد په دفاع کې يې دغه عريضه وليکله