محرم راپور : امریکااو سعودي غواړي ،چې دلیبیا مظاهرچیان پر وسلو سمبال کړي

امريکايي چارواکي  ډېرې هڅې کوي ،چې الریاض دېته رامات کړي ،چې په لیبیا کې له مظاهره چیانو سره دپرمختللو وسلو  مرسته  وکړي  ،چې پردې وتوانیږي ،چې معمرالقذافي راوپرځوي  په مقابل کې به ېې واشنګټن دسعودي عربستان  پر هغو کړنو نیوکه نه کوي ،چې الریاض ېې دسمونپالو  او دواکمنۍ کورنۍ  ضد وګړو پر ضد تر سره کوي .
اوس په لیبیا کې لاریون  درېیمې اونۍ ته ننوتې دی  اوس واشنګټن  له  سعودي غوښتي ،چې په بنغازي کې  له مظاهره چیانو سره دوسلو مرستې  وکړي اوس  نړیواله جنايي محکمې  القذافي پر جنايي کړنو تورن کړې دی .
دسعودي عربستان پاچا عبدالله  له معمر القذافي سره چندانی ښې اړېکې نه لري  او دېته اړ دی ،چې  دسمونپالو او شیعه  مخالفینو پر ضد دامریکا مرسته تر لاسه  کړي  اوس  عرب او خلیجي  چارواکي له دې ډاریږي چې دشیعه او سمونپالو خوځښت  د دوی هېوادونو ته  مخه نه کړي ، خو باخبره غربي سرچینې وايي : سعودي عربستان  تر اوسه  دواشنګټن دې (محرمې )غوښتنې ته د (هو ) ځواب نه دې ورکړې .
دواشنګټن دا غوښتنه  له  سعودي عربستان  څخه دنظامي  مرستوپه  چوکاټ کیږي ځکه  دسړې جګړې پر مهال دتېرې پیړۍ په اتیایمه لسیزه کې سعودي عربستان  له افغان جنګیالیو سره دوسلو مرستې کړې وې  او سعودي عربستان  دامریکا په استازیتوب  په دې جګړه اغیزمن رول لوبولې و پردې سربېره له روسانو له ماتې سعودي عربستان  له افغان طالبانو سره دپېسو اووسلو مرستې هم کړې وې .
سعودي عربستان په سیمه کې امریکا ستراتیژیک ملګری دی  او دا ېې له وسه  پوره ده ،چې له لیبیايي مظاهره چیانوسره دوسلو مرستې وکړي  که چیرې دا مرستې وشي بیا امریکا اړ نه ده ،چې په لیبیا کې ځان ښکیل کړي ځکه امریکا به  سعودي عربستان  دوسلو در انیولو لګښت ورکړې  وي .
دشنونکو له انده لیبیايي مظاهره چیان ټانګ ضد توپونه  او هوان مرمیو ته اړتیا لري ،چې دالقذافي ټانګونه او الوتکې پرې  په نښه کړي پردې سربېره له ځمکې هوا ته توغندیو ته هم اړتیا لري ،چې دالقذافي جنګي الوتکې پرې راوغورځوي  امریکا تردې دمه  دسعودي عربستان ځواب ته منتظره ده .