د امريکا د دفاع وزير په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلى

 د امريکا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير رابرټ ګيټس په يوه ناڅاپي سفر کابل ته رارسېدلى دى.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر روهي ویبپاڼې ته په رالیږلې خبر پاڼه کې کښلې دي ، چې رابرټ ګيټس په دوه ورځني سفر کابل ته راغلى دى.
خبرپاڼه وايي ، چې نوموړى به له ولسمشر حامد کرزي او له جنرال ډېوېډ پيټرايس سره هم ګوري.
اټکل دی ،چې ددفاع وزیر به  دافغانستان ختیځ ته هم سفر وکړي . د امريکا د دفاع وزير په داسې حال کې افغانستان ته راغلى، چې په دې وروستيو کې د دغه هېواد د ځواکونو لخوا لسګونه عام افغانان په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.
ولسمشر حامد کرزي د امريکا لخوا دغه کړنې نه يواځې په کلکه غندلې، بلکې دا يې له زغم څخه بهر هم ګڼلي دي.
په تېره يوه اونۍ کې دا دويم لوړ پوړى امريکايي چارواکى دى، چې افغانستان ته راځي، تېره اونۍ د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى ګراسمون هم کابل ته راغلى و.