
له لندن څخه
خپریدونکې ورځپاڼې دملا محمد عمر له یونږدې ملګري سره مرکه کړې ده ملا عبدالحفیظ
وايي : دملا محمد عمر په مشرۍ به
طالبان یو ځل بیا دافغانستان واګۍ
تر لاسه کړي ، ملا حفیظ دا هم زیاتوي دا کار شونی دی خو وخت به نیسي .
نوموړی وايي : امریکايي ځواکونه لګیا دي له
افغانستانه خپلې پرمختللې درنې وسلې
وباسي اودا کار ېې له ټاکل شوې نېټې
وړاندې پیل کړ په کار داوه ،چې دروان کال
په جولاي کې دوی دا کار پیل کړي .
پردې سربېره
امریکايي ځواکونه په کونړ کې له پیچ درې
هم وتلې دي دا طالب جنګیالیو ته دا زمینه برابره کړي ،چې له ملي اردو او بهرني ځواکونو نورې سیمې ونیسي .
ملا عبدالحفیظ
په افغانستان کې دکورنیو جګړو دبیا رامنځته کېدو خبره نه مني خو دا خبره ېې
رابرسېره کړې ده ،چې بن لادن دا هڅې کړې دي او دحزب اسلامي او طالبانو ترمنځ
ېې دجوړجاړي هڅې کړې دي اودا سپارښتنه ېې
طالب مشرانو او حکمتیار ته کړې ده که چیرې بهرني پوځیان ووځي د دوی جنګیالي باید
په خپلو کې ونه جنګیږي .
ملا زیاتوي القاعده راتلونکي دوبي ته خپل چمتووالې نیولې
دي او خپل یو شمېر جنګیالي ېې له بهره را غوښتي ،چې په افغانستان کې وجنګیږي .
ملا عبدالحفیظ
په پای کې وايي : طالبان به دا ځل خپلو تګلارو ته پوره بدلون ورکوي او ښځو ته به دا اجازه ورکوي ،چې داسلامي شریعت
په چوکاټ کې زده کړه او کار وکړي .