
په
پکتيکاكې چاودنې 17 ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله، امنيتي چارواكي وايي چې د دغه ولايت د وازي خوا
په ولسوالۍكې د ملکي وګړو پرموټرچاودنه شوې او له امله يې دوولس کسان وژل شوي اوپېنځه نورټپيان دي. چارواكي
وايي چې په وژل شويوكې ښځې اوماشومانوهم شته او
د سورلۍ پر موټريې هغه مهال چاودنه شوې چې له ګاونډي هېواد پاکستان نه د وزې خوا ولسوالۍ ته روان وو.
د پکتيکاد
والي وياندمخلص افغان وايي چې د يکشنې په ورځ نږدې لس بجې د د دغه ولايت د تروو او وازې خوا ولسواليو ترمېنځ د يوسف نري په نوم سيمه کې د ملکي خلکو پرموټرد سړک د غاړې ماين هغه مهال چاودنه كړې چې د سورلۍ موټر يې له ګاونډي هېواد پاکستان نه وازې خوا ولسوالۍ ته روان وو، د ده په خبره چې له امله يې دوولس کسان
وژل شوي او پېنځه نورټپيان دي، دى زياتوي چې په
وژل شويوكې
دوې ميرمنې، پېنځه ماشومان اوپنځه نور يې نارينه دي او ټول يې د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د پکتيکا والي محب الله صميم دغه پېښه غندلې او له قربانيانوسره يې
خواخوږي څرګنده كړې ده.كه څه هم والي يې مسووليت د دولت پر وسلوالو مخالفينو ور واچولو خوخپله وسله والو طالبانو تراوسه د دې پېښې
په اړه څه نه دي ويلي. ځايي چارواكي وايي
چې په سيمه کې يې په دې موخه پلټنې پېل کړي ترڅو د موټرنوعيت او د چاودنې لامل معلوم کړي.
دا لومړۍ ځل نه دی چې په جنوب ختيځ زون
کې د ملکي خلکو پرموټر د چاودنې له امله مرګ ژوبله رامنځ ته كيږي، بلكې په دې ورستيوكې په پکتيکا، پکتيا اوخوست ولايتونوکې د بېلابېلو له امله ګڼوملکي خلکو
ته مرګ ژوبله او مالي زيانونه اوښتي
دي.