دخيبر پښتونخوا په سوات او دير سيمو کې دپاکستاني ځواکونو په عملياتو کې پنځه وسله وال وژل شوي دي

ددغه هيواد پوځي چارواکي وايي په سوات او دير سيمو کې يې ديولړ پوځي عملياتو په ترڅ کې پنځه وسله وال وژلي دي ، اوله له وسله والو څخه يې دوسلې سربيره دځانمرګي بريد لپاره جوړ شوى واسکټ هم ترلاسه کړى دى 
بلخوا په هنګو سيمه کې هم امنيتي چارواکي  دپلټونکو عملياتو پرمهال داته تنه وسله والو دنيولو خبرورکوي چې ددوي په وينا ورسره يې يوشمير چاوديدونکي توکي هم نيولي دي