غزل

شاعر: رفيع الله زيار


چې د حسن ټول بابونه يې زده نه وي
دى بې علمه کتابونه يې زده نه وي
 
ځينې خلک د ژوندون ملنګي کړي خو
بې   هنره   ربابونه  يې  زده  نه    وي
 
راځه مينې ته چې خپلې سجدې وکړو
شېخ دى دومره حسابونه يې زده نه وي
 
هغه ښکلى به هېڅ ښکلى ښکاره نه شي
چې د ښکلي ادابونه يې زده نه وي
 
ستا له هر ويښته نړۍ خبرې باسي
د دنيا نوره کارونه يې زده نه وي
 
شي هغه چې ګرم زيار ته په وعده کې
لاندې ګوري ځوابونه يې زده نه وي