
پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو د فتر يوناما مخې ته په زرګونو خلکو، د
افغانستان په ختيځ کې د ملکي خلکو د وژنې له امله ، ﻻريون وکړ.
په دغه ﻻريون کې (( مرګ پر امريکا !))، ((
بهرنيان دې له افغانستانه بهر شي !)) او نورو شعارونو په ورکولو سره، د افغانستان
په ختيځ کې د ملکي خلکو د وژنې د عاملينو د محاکمې غوښتنه کيده.
په
وروستيو وختونو کې يوازې په کونړ وﻻيت کې د بهرنيانو په عملياتو کې 73 تنه ملکي خلک وژل شوي، چې زياتره ماشومان او ښځې
دي.