په ليبيا کې مظاهره چيانو دانګلستان دځانګړو ځواکونو سرتيري یرغمل کړي دي

سنډی ټایمز ورځپاڼې په خپلې ننۍ ګڼه کې کښلې دي ،چې پرون ناوخته مظاهره چیانو دانګلستان دځآنګړو ځواکونو څو تنه سرتیري نیولي دي دا سرتیري له هغه ډیپلومات سره مله وو ،چې کوم ډیپلوماتېکې موخې په نیت دلیبیا په ختیځ کې روان وو .ورځپاڼه کاږي : 8 تنه دي او په هغه سیمه کې نیول شوې دي ،چې دمظاهره چیانو ترکنترول لاندې ده ، په انګلستان کې دبهرنیو چارو وزارت ویاند فرانس پریس اژانس ته ویلي دي : موږ نشو کولای ،چې دا معلومات ومنو ا و یا ېې رد کړو له دفاع وزارت سره اړیکې ستونزمنې وې ځکه دوی دځانګړو ځواکونو دعملیاتو په اړه له خبرو کولو ډډه کوي .ورځپاڼه زیاتوي : ددې ډيپلومات سره دځانګړو ځواکونو ملتیا دلیبیايي اپوزیسیون غوسه راوپاروله او سمدلاسه ېې ددې ځواکونو دنیولو غوښتنه وکړه دوی اوس له مظاهره چیانو سره په یو نظامي مرکز کې زندانیان دي .ورځپاڼه په پای کې کاږي : دمعمر القذافي مخالفین له دې ډاریږي هسې نه ،چې القذافي به د لویدیځ نظامي لاسوهنه دځان په ګټه وکاروي او دخپل نظام دپاېښت لپاره به له ولس مرسته وغواړي اوس دا انګلیسي ځانګړي ځواکونه په لیبیا کې بنغازي ښار ته لیږدول شوې دي دا مهم ښار دی او دمظاهره چیانو په پوره کنترول کې دی .
د پاملرنې وړ ده ، چې څو ورځې د مخه درې هالينډي سرتيري هم د قذافي د ځواکونو لخوا نيول شوي وود خبر د ليدو لپاره دغه سرليک کليک کړئ: 
په ليبيا کې درې هالينډي سرتيري نيول شوي دي