
د
واورې او باران وريدوله امله د خوست اوپكتيا ترمنځ پرغځيدلې لويه لاره خلك له
ستونزو سره مخ شوي دي، دغه لار چې په غرونو كې تېره شوې، ډېروخت په سټوكنډوكې د
ترافيكوپرمخ بنديږي او په ساعتونو ساعتونو پكې خلك بندپاتې وي. كه څه
هم چارواكي وايي چې دوى يې د خلاصولوهڅې كوي خوپه لاره تلونكي مسافر دا هڅې كافي
نه بولي.
كه
څه هم د تېرولسوكلونوپه اوږدو كې د هيواد پلازمنې كابل ته له ليرو پرتو ولايتونوورغځيدلې
لارې پخې او په عصري ډول جوړې شوې دي خو لاهم له خوست ولايت نه كابل ته د غځيدلې
لارې ډېرى برخه خامه او له ستونزو ډكه ده، درې كاله وړاندې د دې لارې په پخولوپيل
شوى او چارواكو هغه مهال ويل چې په اتلسومياشتوكې به په عصري ډول جوړه شي، خو لاهم
د تېرو پنځوسوكالنوپه شان له خټو او دوړو ډكه ده. دغه لار چې هره ورځ پرې دواړو خواوو ته په
سلګونوباروړونكي او د سورلۍ موتر تګ او راتګ كوي، د واورې او باران له امله په
سټوكنډوكې دومره خرابه شوې چې زياتره وخت پكې موټرپه ورځو ورځوبندپاتې كيږي، په
دغه لار د موټرو چلونكي اومسافرين وايي چې كله هم لږه واوره ووريږي نو لاره په خټو
بدله شي او موټريې ياهيڅ تګ او راتګ نه شي كولاى او ياهم ساعتونه او ان چې ورځې
پرې تيريږي.
د
سيمې چارواكي وايي چې دوى يې د خلاص ساتلوهڅې كوي خو لارې ته په كتوداسې څه نه
ليدل كيږي چې چادې پكې څه كار كړى وي. د ياده ولوده چې د خوست ګردېز پرلويه لارنه
يواځې د دې او ګاونډيو ولايتونوخلك تګ او راتګ كوي بلكې هره ورځ پرې په سلګونو هغه
لارۍموټر چې د غلام خان له لارې د هيواد مركزكابل او نورو ولايتونوته خوراكي
اونورتوكي ليږدوي تګ او راتګ كوي.