مارشال فهيم د پامير هوايی شرکت پر فعاليت بنديز لرې کړ



د هوايي چلند وزارت وايي چې دولسمشر لومړي مرستيال مارشال فهيم امر کړی ، چې د پامير هوايي شرکت ته د دوو مياشتو لپاره د فعاليت اجازه ورکړي ، څو دخپلو اسنادو سموالی ثابت کړي. د هوايي چلند وزارت وړمه ورځ د پامير هوايي شرکت اسنا د جعلي بللی و او د نوموړي شرکت جواز يې لغو کړی و. همداراز پر پامير هوايي شرکت داتور هم لګول شوی چې د غورځېدلې الوتکې قربانيانو ته د تاوان په ورکړه کې ناغېړي کوي او د الوتکې په تور بکس کې يې هم لاسونه کړې ده.