په ترکيه کې د نجم الدين اربکان ځای ناستی وټاکل شو

پرون په ترکيه کې د سعادت ګوند مرکزي کمېتې غونډه وکړه او د خپل مرحوم مشر نجم الدين اربکان پر ځای يې د ګونديو بل با تجربه مشر پروفيسر (مصطفی کاملاک ) د ګوند د نوي مشر په توګه وټاکه. په نورماله توګه بايد د ګوند  مشر د کنګرې له خوا وټاکل شي ، خو څرنګه چې په ترکيه کې عمومي ټاکنې رانږدې دي ، نو ګوند د کنګرې جوړول تر عمومي ټاکنو پورې وځنډول. تر دې دمخه داسې اټکل کېده ، چې د اربکان زوی (فاتح اربکان) به د ګوند نوی مشر وټاکل شي ، خو د ګوند مرستيال (اوغوز خان اصيل ترک) ويلي چې فاتح کافي تجربه نه لري ، نو ځکه يې د اوس لپاره کاملاک د ګوند د مشر په توګه ټاکلی.