
روهي (نۍ/۳مه د وږي)، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شمالي کوريا ته د خپل بهرنيو چارو وزير مايک پمپو هغه سفر لغوه کړ، چې راتلونکې اوونۍ کې ترتيب شوی و.
ټرمپ پرون جمعه پر خپل ټويټرپاڼه وليکل: «د بهرنيو چارو وزير مايک پمپو څخه مې وغوښتل، چې په دې وخت کې شمالي کوريا لاړ ته نه شي، په دې دليل چې زه احساسوم چې موږ لاهم د شمالي کوريا د اټومي بې وسلې کولو مسئله کې په کافي اندازه پرمختګ نه کړی.»
تېره پنجشنبه د امريکا بهرنيو چارو وزير پمپو د شمالي کوريا لپاره د امريکا ځانګړي استازي سټېفن بيګن د انتصابي خبر نشرېدو سره هممهاله اعلان وکړ، چې راتلونکې اوونۍ به د سټېفن په ملتيا شمالي کوريا ته سفر وکړي.