
رنځ له شاھانو تر رعیته درومي ( طیبی متل )
دی رنځ ته بادشاھی نسبت ځکه ورکول کيږي چې له خواړو سرہ تړلې دی، چېرته چې دسترخوان په غوښه ډک او مشروبات زیات استعمالیژی .
د تاریخ په اوږدو کې ویل کیدل چې گوټ GOUT د نارینه رنځ دی، لیکن اوس ثابته شوہ چې ښځمونی ھم په دی رنځ په لوړعمرکې پری مبتلا شی , ھغه وخت چې د دوۍ د حیض دورہ پای ته ورسیږی او زنانه ھورمون Oestrogene په بدن کې کمی اختیار کړی .
نقرص GOUT په وینه کې د یوریک تیزاب Uric Acid د زیاتوالی لامل دی چې Hyperuricemia یادیږی .
یوریک اسید په وینه کې د مالگئ خاصیت لری چې زھرلی مواد له منځه وړی .
کله چې بدلون ومومی یوكیمیاوی محلول یورات Urate چې بلورین شکل لری، یوہ نمونه تیزی / ستنی نما اوځوریدونکی زری دی
تشکیل او په بندونو یا پستو اندامونو کې ځای پر ځای شی ، لوړ حد يې د سخت درد سبب وگرزی .
په بدن کې د خوراکی اشیاء د بدلون په حالت ( Metabolism ) کې Uric Acid د اصلی مادی Purine څخه منځ ته راځی چې د آمینو اسید له جملی څخه دی ، او د Xanthine Oxidase چې Enzyme ( زیمایه ) دہ په واسطه وینی ته شامل شی .
په سره غوشه Organ meat , مرخیړی Mushroom ، منگوروله Asparagus , بینډی Okra (بامیا) , یوه نمونه وړکي ماھی Anchovy ، الکول ( شراب ) ، ھغه مشروباتو چې زیات شکرہ Fructose لری او شات (عسل ) کې ډیر دی .
دارو ( درمل ) چې د نقرص GOUT لامل گرزی عبارت له ھغو دارو څخه دی کوم چې د وینی د لوړ فشار د مخنیوی لپارہ استعمالیژی مثلآ Thiazide Diuretics , بعضی درمل چې د سرطان ضد دی یا د دفاعی قوی د کمزوریدو( Immunosuppressant ) لپارہ استعماليژی خاصا د پیوند په وخت کې Cyclosporine او په کمه پیمانه Aspirin ( زیات مقدار يې گټور دی چې Uric Acid د پوشتورگو له لاری په بولو کې وباسی ) .
ھغه کسان چې لوړفشار دوینی لری , په وینه کې غوړ Cholesterol لوړ لری ، شریانونه يې تنگ شوی وی ، د شکری رنځور Diabetes وی ، د زړه په ناروغی مبتلا کسانCHF ، او ھغه کسان چې د Insulin شکری دارو سرہ ضدیت ( مقاومت ) لری ھم د GOUT په ناروغی اخته کيژی .
په خاندان کې (ورثی) رابطه ھم کیدای شی د یو مخصوص جین د موجودیت په وجه .
کله کله به دا ھم ولیدل شی چې په وینه کې Uric Acid لوړ وی، اما ھغه کس د GOUT رنځ نلری .
علائم یا نشانی يې :-
۱) تیز او شدید درد .
۲) سوروالې او پاړسوب عمومآ د پشی په بټه گوته او بندو کې .
۳) خو تر ھر څه زیات تشخیص يې دادي چې د Urate Crystals (بلورین یورات) موجودیت په پړسیدلی اندام او بند کې .
۴) په زړتوب کې تریوہ زیات بندونه پری مبتلا وی او د GOUTY ARTHRITIS په نوم یادیژی . او
۵) یوہ بله علامه يې دا ھم دہ چې د ځینو ناروغ کسانو د سر ویشتان څک ( اغزن ) ودریژی .
که يې مخنیوې و نشی نو ذخیره د Urate Crystals ( بلورین یورات ) د پړسیدلیو دانو په شان تر پوستوکی د لاندی شکاره شی چې د ټوفھی Tophi په نامه یادیژی او د شدت په وخت کې دردناکی شی . Painful during flare up ,
یورات Urate د پوشتورگیو (Kidneys) د ډبری د جوړیدو سبب ھم وگرزی .
د انسان په وینه کې د Uric Acid مقدار ،
نارینه :- 2.4mg/Dl تر 7.2mg/Dl
شځی :- 2.4mg/Dl تر 6.1mg/Dl
علاج :
______
۱) شروع يې له پرھیز څخه دي ، ھغه خواړه چې می پورته ذکر کړې باید بند او یا کم شی کوم چې د Purine زیاتوالی په وجود او وینه کې راولی.
۲) د فارمی چرگانو او ھگیو څخه پرھیز شه دی ,
۳ ) ماھی Seafood باید و نه خوړل شی .
۴) سابه ( سبزجات ) ډیر گټور دی ، تنھا بینډی (بامیا) ممنوع دی .
۵) کم غوړه شدی ، د خانگی چرگی ھگۍ ، پوڅه سودمند دی .
۵) چای ، قھوہ ، تازہ میوہ لکه گیلاس ، آلو ، آلوچه گټور دی او د Uric Acid مقدار په وینه کې را کشته کوی .
۶) د زیاتو اوبو څشل نه تنھا د Urate کمبود راوړی بلکه د پوشتورگیو منځل غورہ کوی تر څو د ډبری جوړشت واقع نشی .
۷) الکول ( شراب ) ډیر مضیر تمامیژی .
دارو ( درمل ) :-
1) Allopurinol ( Urate Synthetase inhibitor ):-
Tab Ciploric 100mg twice daily
Or يا
Tab Zyloric 100 mg twice daily
د ورځی دوه ځله وروسته تر ډوډۍ .
كوم نور درمل چې عبارت له Colchicine / Probenacid او Corticosteroid څخه دی باید د روغتون په سطحه تر جدی مراقبت لاندی نسخه او تطبق شی .