عقل او جذبه

ل: خلیل جبران
ژ: قسیم عثمان
 
ستاسې روح زياتره مهال د جنګ مېدان ته ورته وي چې عقل او منطق مو د جذبې او لېوالتيا په وړاندې پرې لښكرې درولي وي
اى كاش! چې ما ستاسې په روح كې سوله راوستلى شواى او ستاسې د عناصرو نفاق او دښمني مې په يووالي او يوې خوږې نغمې بدلولى شواى
خو زه به ترهغه مهاله پدې كار څنګه وتوانېږم، چې تاسې پخپله له يوه بل سره سوله ونه كړئ او د خپلو ټولو عناصرو مينان نه شئ؟
ستاسې عقل ستاسې د سمندري روح بادوان دی
كه ستاسې بادوان مات شي نو تاسې به د څپو پر سينو بې اختياره او لاچاره ګرځئ يا به د سيند په منځ كې بې خوځښته پاتې شئ
ځكه يوازې عقل د عمل او حركت مخنيوى كوي
له عقل پرته جذبه هغه شعله ده، چې د اور په بلولو خپل ځان هم سوځوي
نو خپل روح ته اجازه وركړئ چې ستاسې عقل هغه لوړوالي ته ورسوي چې ستاسې جذبه پكې كار كوي
هلته به دواړه په يوځاى كېدلو سره خپله سندره وغږوي
همداراز خپل روح پرېږدئ چې ستاسې عقل د جذبې لارښود كړي
تر څو ستاسې جذبه هره ورځ په خپل اور كې له سوزېدلووروسته بېرته له همدې اوره وزېږي او د هما په څېر په خپلو ايرو كې خپل ژوند وساتي
زه غواړم چې تاسې د خپلې پرېكړې قوت او لېوالتيا ستاسې كور ته د دوه راغلو خوږو ملګرو په څېر ونازوئ
زه باور لرم چې تاسې به له يوه مېلمه څخه د بل زيات قدر ونكړئ
ځكه هغه كوربه چې د يوه مېلمه ډېر خيال ساتي، د دواړو له مينې محروميږي
كله چې د غرونو د درو په منځ كې د سيوري لرونكو ونو يخ سيوري ته كښېنئ او د شينكيو له سكون او ارام څخه خپله برخه واخلئ نو دغه مهال له سكونه په ډك زړه كې ووايئ
مطلق عقل زمونږ په عقل كې اوسيږي
خو كله چې طوفان راشي او د هوا زورورې څپې د ځنګلونو سترې ونې وخوځوي او د تندر غږونه او د برېښنا پړكا د اسمان برم ښكاره كړي نو غه مهال له وېرې په ډك زړه كې ووايئ
مطلق عقل د جذبې د وينې په دوران كې په خوځښت دى
څنګه چې تاسې د دې مطلق عقل په بسيطه فضا كې ژوندي موجود ياست او د دې سترې بېديا د كومې ونې پاڼېیئ نو تاسې هم بايد په عقل كې واوسېږئ او په جذبه كې حركت وكړئ.