غزل


ماته دآســـــــــــمان د الفــــتونو مینه راکړه ته
ښکلـــې پاکیـــــــــــزه د ثوابونو مینه راکړه ته

هیره دې ملنګه د کچکــــــول د سـخاوته کړم
خیر دی ما ګدا ته د اجـــــــــرونو مینه راکړه ته

نه چې یې سبا وي نه بیګا نه یې ماضی تیره
پاکــــــه د ایمــــــــــان د باورونو مینه راکړه ته

بزم ته دې ما نن بلینــــــډې د اوښکو بلې دي
ماته دشاعــــــر د غــــــــــزلونو مینه راکړه ته

زه ساده نجلـــۍ وم ستا نغمو څپه څپه کړمه
ماته د ياغــــي سمنــــــــدرونو مينه راکړه ته
ر پشتونجار