بيلدوزر په څه بدل شو

ليکنه : خواخوږى
ښاغلى کرزى صيب !
ستاسې له راتګ وروسته ګل اغاشيرزى دکندهار دوالي په توګه ګمارل شوى وو چې دبيارغاونې خبرونه يې درسنيو له لارې په ټول هيواد او نورو سيموکې خپاره شوه .
دملت دبابا له لورې دده دښه کارونو له امله نوموړې ته دبيلدوزر لقب ورکړل شوى وو چې په اکثريت غونډوکې به خپله ګل اغاشيرزي هم له دغه لقب څخه يادونه کوله .
کرزى صيب ښاغلى شيرزى ستاسې اوياهم دکوم بل لورې دننګرهار والي په توګه وګمارل شوو .
ننګرهاريان هم دنوموړي راتګ ته زيات ليواله اوخوښ ښکاره کيدل او له شيرزي يې تمه درلوده چې ګوندې نوموړى به دننګرهار ولايت دکندهار په څير جوړ اوښکلا به ورکړي .
همدا رنګه ښاغلي شيرزي ته دننګرهار فرهنګپال هم ترډيره حده خوښ و،چې ګوندې هغه خپله يوښه فرهنګي شخص دى او دغه ډله به هم ښه وساتي خو بدبختانه دده دراتګ سره سم دنارنج ګل په لومړى ميله کې يوشاعرله سټيج راښکته کول دده وړتيا اوحوصله ټولې نړۍ ته وښوده او دننګرهار دفرهنګپالو په زړه کې يې دمينې پرځاى دنفرت الفاظ راوپارول .
خو په هرصورت په لومړيوکې ښاغلي شيرزي دجلال ابادښار په واټونوکې دګلدانونو برابرول،دانجونو اوځوانو هلکانو لپاره دتفريحې پارکونه او يوڅو سړکونه چې اوس بيرته خراب شوي ورغاول ..
دښاغلي شيرزي په دغه کارونوسره دننګرهارخلک نوموړې ته زيات خوشحاله وه خو دا خوښې ډيره لنډه اوتنګه وه .
له تيرو درې کلونو راهيسې په ننګرهارکې يواځې ننګرهاريان په يوڅو خبرو تيرباسي اوپه ننګرهارکې هيڅ کوم داسې کار ترسره نشو چې اينده ولري او ياهم دننګرهارولايت لپاره يوه ښکلا پاتي شي .
هغه ننګرهارچې په ټولوسيموکې به يې خلک ګرځيدل اوس پاتي نه دى .
دخوګياڼو ولسوالۍ په شيرزادو سيمه کې دملامحمدعمر اسلامي امارت فعاله دى له موټرو ټکس اخيستل کيږي امربالمعروف فعاله دى،دامريکا هرکاروان چې هلته تللى نيمي تري وژلي،دخوګياڼو په هره سيمه کې خلکو په پراخه پيمانه کوکنار کرلي که څه هم دننګرهار والي درسنيو په وړاندي وايي چې په دي ولايت کې دکوکنارو کښت نشته .
دشينوارو ولسوالۍ هم دطالبانو له پراخه شتون څخه بې برخې نه ده او خلک يې دکوکنارو کرلو ته هم اماده دي .
په لنډه توګه بايد ووايم چې په دې وروستيوکې دننګرهار والي يواځى درسنيو په وړاندې له خپلو تکراري خبرو سره راڅرګنديږي .
ښاغلى کرزى صيب !
                دهري اداري لپاره يوښه مدير پکارده مګرښاغلى شيرزى ښه مدير نه دى ځکه دده دواليتوب په دوره کې دامريکايي ځواکونولخوا په شينوارو ولسوالۍ کې پر ودونو بمباري،په خوږياڼو ولسوالۍ کې دملکي وګړو وژنه ...  او په دي وروستيوکې ولايت ته څيرمه پر ننګرهار هوټل حمله او په کابل بانک څآنګي له امله چې په ترڅ کې دامريکايي ځواکونو په ډزو کې بې شميره ولسي وګړي ووژل شول دا او دي ته ورته يوشمير نور شواهد دي چې دده په بې کيفيتوب دلالت کوي .
 
هو کرزى صيب مهمه خبره داده چې په دي وروستيوکې دخلکو استازي نور دننګرهار والي او امنيي قومندان نه غواړي اوله هغويې غوښتنه کړه چې ژر ترژره له ننګرهار سره مخه ښه وکړي کنه دټونس اومصر څخه په الهام اخيستني سره به په افغانستان کې لاريون له ننګرهاره پيل کړي
په دي پوهيږم چې دغه موضوع دننګرهار والي له تليفون پرته تاسره په کابل کې هم شريکه کړه خو دڅه ستونزو له امله موافقي ته ونه رسيدى .
که دغه حالات وي،ښکاري داسې چې ننګرهار ولايت په نږدې راتلوونکې کې دسولي ،علم اوفرهنګپالو دکور پرځاى دجګړې پرلوي مرکز بدل شي .
نوښاغلى کرزى صيب !
دمګړۍ ستا له سلاکار وزير او دننګرهار والي څخه دي هم لاره ورکه ده او دهغه لقب پرځاى چې بيلدوزر ورته ويل کيدل اوس له هغه پخوانى ((    )) موټرپاتى دى  
ښه به دا وي که دي په توان پوره وي چې نوموړى دڅه مودي لپاره تفريحي وکړي او يايې ديوبل ولايت لپاره وليږي ترڅو دننګرهار ولايت لپاره ديوې نوي مفکوري سره نوى والي راشي .
نه يواځې دسولي لپاره به دي کار کړى وي بلکي دپښتنو ددغه سترټاټوبې له وګړوسره به دي هم مرسته کړي وي او په ورته وخت کې به دي دراتلوونکي خونړي انقلاب مخه نيولي وي .
 
خوا خوږى