هغه مېنه د خوبونو


ما هغه کلي ته بوزی زما هغه کلی یادیږی
چي په سترګو کی می ګرځي چی په زړه کی می اوسیږی
هغه ځای د ماشومتوب می هغه ښار د کندهار می
هغه غیږه د بابا می د زلمیو شپو مزار مي
ها باغونه د انګورو هغه وني د انار مي
هغه پاڼي د اینځرو هغه سیوري د چینار مي
هغه ږوږ د بریتورو ها میلې د شالمار مي
ها شملې د زورورو شګوفې د نوبهار مي
ما هغه کلي ته بوزی چی مي ژوند پکښی زلمی کړم
چی ځواني کړم پکښی خپله سپین ويښته پکښی پردی کړم
یو ځل بیا پکښی ماشوم سم په سپیرو خاورو لړلی
کله دلته ژړیدلی کله هلته خندیدلی
ما هغه ولات ته بوزی راسره چي وي همزولي
چی اشنا کوڅې ته ولاړ سو چي په نیم نامه مي بولي
پکښی هیر می کړم کلونه د پردیو ولاتونو
پکښی روغ می کړم رنځونه د کلونو د دردونو

سیوري وچښم د ولو ونی بوی کړم د سنځلو
ګوتي سوری کړم په اغزیو دستې جوړي کړم د ګلو
ما هغه ولات ته بوزی پکښی خاوري چی بادیږي
د دښتونو پر لمنو بړبوکی چی یی څرخیږی
چی سینه کی د اسمان یی زما آشنا ستوري ځلیږي
چی یوه یوه کیسه می د مورکی راته یادیږي
چی په شپه کی انګولاوي را رسیږی د لیوانو
او نیکه اوږده نکلونه راته لولي د دیوانو
چی لاهو مي کړي خیالونه د چینارو د نیشترو
هم بلبلي پکښی اورم هم غومبري د کوترو
زما هغه ویالې یادیږی هغه شیګی هغه کاڼي
زنګول چی به یی سیوري هغه وني هغه پاڼي
لاس پر سپینو ویښتو کاږم مرور سم له هینداري
په خپل ځان کی مسافر سم رانه ورکي ټولي لاري
دا پر کوم لاري روان یم دا له کومه یم راغلی
دا له خپل قسمته خورمه که پردي نصیب وهلی
چی پر هر لوري ورځمه پل ایږدمه پر اغزیو
راته مخ دی د غمونو راته شا ده د ښادیو
د خپل خیال په هدیره کی تاج محل آبادومه
د مرمر پر کتیبه می خپل مړژواندی نوم لیکمه

نه به بیا هغه وطن وي نه به زما سي هغه کلي
نه به زما قصیدې واوري نه به واخلي زما غزلي
نه زاړه یاران راپاته نه ژوندي هغه ښاغلي
چی په نوم یی نازیدمه د مرګي پر لور وتلي
چی مي مینه په ژوندی وه په نازیږی لحدونه
چی مي وینه په زلمی وه اوس پر جوړ دي زیارتونه
۲-۲۳-۲۰۱۱
ویرجینیا