
د اسوشیټډ پرېس له مخې د وېنزوېلا ولسمشر هوګو چاوېز د دوشنبې
په ورځ ویلي دي چې لیبیايي لارښود معمرالقذافي نه غندي. شاوېز خبرداری ورکړ چې متحده
ایالات د افریقا د دغه شمالي هېواد نیولو ته تیاری کوي.
چاوېز په یوه
تلوېزیوني وینا کې وویل چې د لیبیا په اړه د دروغو کمپاین په کار اچول شوی دی او
هغه به هیڅکله د خپل ملګري د غندنې بې غېرتي ونه کړي. شاوېز او معمرالقذافي د
واشنګټن پر خلاف د یو ډول دریځ درلودلو له امله له یو بل سره ډېر نږدې دي.
هېره دې نه وي چې شاوېز تېر کال
معمر القذافي ته توره ډالۍ کړې وه.
بل لورې ته د وېنزوېلا اپوزیسیون د دې هېواد پرولسمشر د
معمرالقذافي څخه د ننګې کولو له امله کلکې نیوکې کوي.