په منځني ختیځ کې انګرېز جاسوس

د همفر یاداښتونه
په منځني ختیځ کې انګرېز جاسوس
یادښت : په منځني ختیځ کې دانګریز جاسوس همفر یادښتونه  دي ،چې ښاغلی قسیم عثمان به ېې له دې وروسته  دروهي ویبپاڼې له  لارې  خپلو هېوادوالو ته  ژباړي  .
لومړۍ برخه
له پېړیو راهیسې د لویې بریتانیې د خپلې سترې امپراتورۍ د ساتنې په موخه د خپلو مستعمرو د ټینګولو لپاره کار کاوه. د لویې بریتانیې  حدود دومره پراخه دي، چې اوسېدونکي یې د لمر د ختو او پریوتو شاهدان دي. خو له دې سره سره بریتانیا د خپلو مستعمرو، لکه هندوستان، چین او منځني ختیځ، په پرتله کمزوری وه. بل لور ته د انګرېزانو استعمار پر دې ټولو ځمکو یو څېر نه و، او په ځینو هېوادونو کې په ښکاره د چارو واګي د ځايي خلکو په لاسونو کې وې  خو هلته په ټولیزه توګه  استعماري  سیاست پلي کیده . موږ به ډېر زر د دغو هېوادونو ظاهري خپلواکۍ ته هم د پای ټکی کېږدو. د دې لپاره دوه ټکي ډېر اړین دي.
۱. د انګلیسي امپراتورۍ په مستعمرو کې د دې هېواد د نفو‌ذ د ساتلو لپاره تدبیرونه نیول.
۲. د هغو ځمکو د نیولو لپاره تګلارې  جوړول  چې لا تر دې دمه په بشپړه توګه تر استعمار لاندې نه دي.
د بریتانیا د مستعمراتو وزارت د پورته یادو شوو کارونو د عملي کولو لپاره له دغو سیمو څخه د جاسوسۍ او معلوماتو ترلاسه کولو لپاره  جاسوسان وګمارل. له نېکه مرغه کله چې زه په دغه وزارت کې په دنده وګمارل شوم، وزیر پر ما باور وکړ او د ختیځ هند د شرکت د اداري مدیر په توګه یې غوره کړم. دا په ښکاره یو تجارتي شرکت و، خو په اصل کې د دې شرکت دنده دا وه چې د هندوستان د پراخه ځمکو د نیولو لپاره لارې چارې ومومي. په دې ماموریت کې ما ښې لاس ته راوړنې درلودې  .  
په هغه وخت کې بریتانیا د هندوستان په اړه د کوم خطر احساس نه کاوه ځکه چې په دې هېواد کې قومي، نژادي، ژبني، مذهبي او کلتوري توپیرونو د دې هېواد اوسېدونکو ته د ښورښ رامنځ ته کولو فرصت نه ورکاوه. بریتانیا له چین څخه هم کوم ګواښ  نه احساسوه ځکه چې په دې هېواد کې واکمن دینونه، بودایي او کنفوسیوسي، دواړه زاړه او مړه وو او د ګواښ  د رامنځ ته کولو وړ نه وو. له همدې امله د دغو دواړو هېوادونو اوسېدونکو د هېوادپالنې د سترې او پاکې روحیې هم چندان خوند نه و. که څه هم له دغو دواړو هېوادونو څخه مونږ ته کوم سرخوږی  نه لیدل کېده ، خو انګلستان  تل له شوني ګواښونو څخه د ځان ساتنې په اړه غور کاوه. له همدې امله موږ له دې احتمالي هغو  څخه د ځان ساتنې په موخه پر اوږد مهاله پلانونو کار کا وه ،چې  په دې هېوادونو کې بیوزلي ، بې پروايي، ناپوهۍ او آن ناروغیو ته وده ورکړو. موږ به د دغو دوه هېوادونو د اوسېدونکو له کلتور او مذهب سره ځان اشنا کاوه، پر ځان به مو پلي کاوه او په دې توګه به مو ارادې او پلان  د دوي له سترګو پټ ساتل .
موږ د دې ټولو تر منځ له اسلامي هېوادونو څخه زیات په وېره کې وو. موږ که څه هم لا له وړاندې  په خپله ګټه له عثماني امپراتورۍ سره ځینې تړونونه لاسلیک کړي وو، د مستعمراتو د وزارت ځینې  وړ کارپوهان په دې اند وو چې دغه ناروغه امپراتوري به له یوې پېړۍ څخه په لږه موده کې په بشپړه توګه له پښو ولویږي. د دې تر څنګ موږ د ایران له دولت سره ځینې پټ تړونونه کړي وو او د ایران او د عثمانیانو تر نفوذ لاندې په اسلامي هېوادونو کې زمونږ جاسوس سیاستوال په کارونو بوخت وو. د اداري فساد، رشوت او ناکره  مذهبي زده کړو دغه خلک له ښکلو ښځو سره د بوختیا په لور بوتلل او له هغې وروسته یې د دندو پر وړاندې بې پروايي  دود کړه  او همدې کار د دې دواړو هېوادونو د ملا تیرونه ورمات کړل. د دې ټولو سرسېره موږ ډاډه نه وو چې زموږ فعالیتونه به زموږ له تمو سره سمې پایلې رامنځ ته کړي. لاملونه  ېې په لاندې توګه دي :
۱. د اسلام معنوي نفوذ، چې مسلمانان په اسلام سر ورکولو ته تیار دي. لږ تر لږه ویلی شو چې هر عادي مسلمان له ایماني لیدلوري له یو مسیحي راهب سره برابر دی. په دې ټولو کې له ګواښه ډک  هغه یې د ایران شیعه مذهبي مسلمانان دي ځکه هغوي هر هغه څوک کافر بولي چې شیعه مذهبی نه وي. د شیعه ګانو په اند مسیحیان ناپاکي ده نو ځکه په طبیعي توګه هر انسان له ناپاکۍ څخه لرې کېدل او د هغې ختمول غواړي. یو ځل مې له یو شیعه مذهبي څخه وپوښتل: تاسې ولې مسیحیانو ته په دومره ناوړه نظر ګورئ؟ هغه ما ته داسې ځواب راکړ: د اسلام پېغامبر له ډېر حکمت څخه کار اخیسته. هغه مسیحیان تل تر روحي فشار لاندې ساتلي وو تر څو د الله دین، اسلام، ته راواوړي او ریښتینې لار ومومي. په حقیقت کې دا د یوه هېواد پالیسي ده چې هر هغه څوک تر روحي فشار لاندې راولي چې د خطر احساس ورڅخه کیږي تر څو غاړه کېږدي. هغه ناولتوب چې زه یې یادوم، مادي هغه نه دی. دا روحي فشار د مسیحیانو لپاره ځانګړی نه، بلکې د سني مسلمانانو او نورو کافرانو لپاره هم د عملي کېدو وړ بولي. د شیعه ګانو په اند آن زموږ نیکونه  هم ناپاک وو.
ما، هغه ته وویل: ښه! سنيان او مسیحیان هم په خدای، د هغه په پېغمبرانو او د قیامت پر ورځ ایمان لري، نو تاسو ولې هغوي ناپاک ګڼئ؟ هغه زاغبرګه کړه ،  چې د هغوي د ناپاک توب د ثابتولو لپاره دوه لاملونه شته  : هغوي زموږ پر پېغمبر حضرت محمد ص د دروغو تور لګوي، الله دې موږ له دې عمل څخه وژغوري . موږ د هغوي د دې ناوړه تور په ځواب کې د خپل پېغمبر په هغه وینا عمل کوو چې وایي: که یو څوک تا ته زیان در رسوي، ته یې هم په بدل کې ورته زیان رسولی شې او ورته ویلی شې چې: ته ناپاک یې. دوهم لامل یې دا دی چې مسیحیان د پېغمبرانو په حق کې خوابدوونکې خبرې کوي. د مثال په توګه هغوي وايي چې عیسی علیه السلام به په دوي خپل غضب ووروي ځکه هغه په دار ځړول شوی و.
په داسې حال کې چې زه وارخطا شوم، نوموړي ته مې وویل چې مسیحیان داسې خبرې نه کوي، خو هغه مې په ځواب کې وویل: نه، هغوي يې کوي خو ته نه پوهېږې. دا هغه څه دي چې په انجیل کې هم لیکل شوي دي. زه غلی شوم ځکه چې د هغه لومړۍ خبره رښتیا وه. ما نه غوښتل چې په دې اړه بحث ته دوام ورکړم ځکه چې په دې سره به هغوي پر ما په اسلامي جامه کې د جاسوس شک کړی وی، چې په حقیقت کې زه وم. همدغه لامل و، چې ما له دا راز بحثونو څخه ځان لرې ساته.
۲. اسلام په یوه زمانه کې واکمن دین و او مسلمانانو ته په درنه سترګه کتل کېدل. دا به اوس ډېره سخته وي چې دوي ته وویل شي چې دغه درانه خلک اوس مریان ګرځېدلي دي. همداراز د اسلامي سوبو له حقیقت څخه انکار نه شي کېدلای خو مسلمانانو ته باید وویل شي چې هغه عزت او برم چې یو وخت تاسې ترلاسه کړی و، د ځینو ګټورو او برابر شرایطو پایله وه. هغه ورځې اوس یوازې د تېر یادونه دي او بیا یې خوبونه مه ګورئ.
۳. موږ په دې وېره کې وو چې عثمانیان یا ایرانیان ښايي زمونږ له دسیسو څخه خبر شي او عملي کېدلو ته یې پرې نه ږدي. له دې سره سره چې دغه دوه هېوادونه له وړاندې څخه کمزوري او بې سیکه شوي وو، موږ بیا هم په خپلو بریاوو باوري نه وو ځکه چې لا تر دې دمه د دغو هېوادونو مرکزیت له منځه نه و تللی، واک، وسلې ورسره وې او حدود یې معلوم وو.
۴. موږ په ځانګړې توګه له اسلامي علماوو څخه په سخته وېره کې وو ځکه چې د استانبول، الازهر، عراقي او نور عالمان زموږ د لارې ستر خنډونه وو. دا هغه راز خلک وو چې په ډېره کمه کچه هم د خپلو اصولو پر سر جوړجاړي ته نه تېارېدل ځکه چې دې خلکو له دې نړۍ څخه مخ ګرځولی و او په هغه جنت یې سترګې ښخې کړې وې چې په قران کریم کې یې ژمنه  شوی وه. عوامو هم د همدغو کسانو پیروي کوله او آن پاچا هم ورڅخه په وېره کې و. سني مذهبه مسلمانان د شیعه مذهبو په څېر د دې عالمانو د پیروۍ ډېر پابند نه وو. د دې ستر لامل دا و چې شیعه مذهبو د کتابونو مطالعه ډېره نه کوله، یوازې د عالمانو پېروي یې کوله او د پاچا پوره منونکي  هم نه وو. د دې برعکس، سني مذهبو مسلمانانو د کتابونو مطالعه کوله او د علماوو او پاچا مطیع او منونکي هم وو.
د همدې موخې لپاره موږ څو پرلپسې غونډې جوړې کړې. هر ځل له ډېرې هڅې سره سره موږ له نهیلۍ پرته نور څه نه لرل او موږ لیدل چې دغه لاره مو  پر مخ تړلی ده. زموږ د جاسوسانو له لورې رالېږل شوي راپورونه هم د خوښۍ وړ نه وو او غونډو هېڅ پایله نه لرله. پر دې ټولو خبرو سربېره موږ خپله هیله او حوصله له لاسه ورنه کړه ځکه موږ هغه خلک یو چې له اوږدې ساه اخیستلو سره د لوړې حوصلې د ساتلو عادت لرو.
زموږ په یوه غونډه کې وزیر، ځينې لوړپوړو راهبانو او څو تنه متخصصینو هم ګډون کړی و. موږ ټول ټال شل کسان وو. دغې غونډې درې ساعته دوام وکړ خو بیا یې هم کومه ځانګړې پایله نه لرله، خو یو راهب وویل: مه وارخطا کېږئ! ځکه چې مسېح ع او د هغه پېروانو له درې سوه کاله ځورېدنې وروسته واکمني ترلاسه کړی ده. موږ هیله لرو چې هغه به له نامعلوم ځای څخه پرموږ پام کوي  او موږ ته به دغه نېکمرغي راپه برخه کړي چې کافران (مراد یې مسلمانان وو) د دوي له مرکزونو څخه وشړو، پروا نه کوي چې دا کار درې سوه کاله وروسته ترسره کوو. موږ باید له اوږد مهاله صبر او قوي ایمان سره ځانونه په وسلو پوره سمبال کړو. د واکمنۍ د ترلاسه کولو لپاره موږ باید د هر ډول رسنیو واګي په خپل لاس کې ونیسو او هر ډول شونې لارې چارې  وکاروو. موږ باید د اسلامي ټولنو په منځ کې د مسیحیت تخمونه وکرو او وده ورکړو. موږ باید دې ته ونه ګورو چې مونږ پېړۍ پېړۍ د دوي تر واکمنۍ لاندې پاتې شوي یو، اوس هم وخت دی چې خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره ګامونه واخلو. دا د دې لپاره چې زموږ راتلونکي نسلونه به د دې ونې مېوه وخوري. پلاران تل د زامنو لپاره کار کوي.
په یوه بله غونډه کې د روسیې، فرانسې او بریتانیا مذهبي مشرانو او دېپلوماتانو ګډون وکړ. زه ځکه نېکمرغه وم چې ما ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه راکړل شوه، لامل یې دا و چې ما له وزیر سره ښې اړیکې لرلې. په غونډه کې په دې بحث وشو چې مسلمانان باید په ډلو وویشل شي، خپل دین پرېښودلو ته اړ او وهڅول شي او د هسپانیې د اوسېدونکو په څېر د مسیحي دین منلو ته واړول شي. له دې هر څه سره سره بیا هم پایلې د تمې برعکس  راختې. ما په هغه غونډه کې ټول څېړل شوي مطالب په خپل کتاب "Ilaa Melekoot-il-Meseeh."کې یاد کړي دي.
یو دم هغه ونه له بېخه ویستل چې ریښې یې ډېرې کلکې په ځمکه کې ننوتې وي ستونزمن کار دی، خو موږ باید ستونزې اسانه کړو، د حل لارې ورته ولټوو او ورباندې غالب شو. مسیحیت باید خپور شي. زموږ خدای عیسی ع موږ سره د همدې ژمنه کړی ده. محمد ص په ختیځ او لوېدیځ کې له ناوړه حالاتو څخه ګټه پورته کړه خو اوس حالات په بل ډول دي او اسلام د له منځه تللو په درشل کی دی. مونږ په خوښۍ سره د دې ګواهان یو چې حالاتو په بشپړ ډول بدلون موندلی دی. زموږ د مستعمراتو د وزارت او د نورو مسیحي هېوادونو د هڅو او سترو کارونو پایله دا شوه چې مسلمانان نن لوېدلي پراته دي. بل لورې ته مسیحیان د عروج په لور روان دي. اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې د پېړیو پېړیو په اوږدو کې له لاسه ورکړې ځمکې او حیثیت بېرته ترلاسه کړو. د سترې بریتانیا ځواکمن هېواد د دغه سپېڅلي کار (د اسلام د له منځه وړلو) په تر سره کولو کې د مخکښ رول لوبوي.