
هسې خوهم شعر،شاعري په خپل تاريخي اوټولنيزداستان کې تل دټولنيزوواقيعتونودانعکاس پلوشې په خپله واقعي څېره کې ښودلې دي، چې دهروخت اوزمان ترنګلتياوې اوکړکيچونه ، غم اوغميزې پېښې په تېره دښاديوښاپېري اودسياليوډګرونه اوترټولونږدې سهاراوبېګاه دخپل اوږده عمرپه درشل کې انځورکړيدي.
زماخامې اوناپيودلې خبرې دشعراوشاعرپه اړوندنشي کولى هغه څه چې دشعرپه موقوفه څېره کې پټ پراته دي ، رابرسېره کړي خويواځې دښايست اوښکلامداريې زمادضعيفه سترګوپه کسيوکې دپام وړنندارې جوړوي.
هوکې! همت الله (امين زى) هغه زړه سوانداوښوېدلي شاعردى چې دخپل زړګې پاخه دردونونه يې سرودونه جوړکړى ، دوطن اوهېواددردونه ناخوالې اوغميزې ، ترخه وختونه اوپه تېره دمعشوق اوښکلاپه ګردابونوکې راګيرښکاري.زه دځان له اړخه ددغه شان يوبااحساسه ځلمى ته چې دزړه په وينودشعرپه ژبه دپښتوشعرورشوګانې خړوبه کړي دزياتوبرياليتوبونوغوښتونکى يم. خداى (ج) دې وکړي چې دده آرمانونه پوره اودشعرلمن يې لانوره هم خوره وره شى.