
دملي پاڅونونو موخه دا نه ده چې یوازې مستبدزمامداران په نورو حاکمانو باندې بدل شي ،بلکې اساسي موخه ئې دا ده چې ملت پخپله په ځان حکومت وکړي ،( د ملت حکومت په ملت باندې )، او هغه فضا رامنځ ته کړي چې د مسآلمت آمیز سمون ذاتي شرایط پکې موجود وي ، او همدا د دیموکراسۍ تر ټولو اساسي اوبنسټیز مطلب هم دی ، چې ملت پخپله په ځان حکومت وکړي ، او خپلې سیاسي چارې ئې په خپل واک کې وي . د لویدیځ استعماري ځواک د تاریخ په اوږدو کې تر همدې شعار لاندې د اسلامی نړۍ ملتونه یرغمل کړي ، او د دوی سیاسی برخلیک ئې د دیموکراسۍ د ارزښتنو په خلاف د دوی په لاس جوړشویو سیاسی شخصیتونو اوکړیو ته سپارلی دی ، چې د استبداد او ظلم له لاسه ئې اسلامي ملتونه ځوریږي ، ثروتونه ئې لوټیږي ، عزت او وقار ئې تر پښو لاندې کیږي . د اقتدار په هوس دا لیونیان تل کوښښ کوي چې خپل ملتونه د لویدیځ دغلامۍ په زندان کې زندانیان کړي ، او اجازه ور نه کړي ، چې د دوی او د دوی د بادارانو د استبداد او ظلم په خلاف غږ پورته کړي ، خپل غصب شوي حقوق وغواړي ، خپل حقوق خو پرځای پریږده ، آن تر دې چې د دغو استبدادي نظامونو په وجود کې هغه حقوق نه شي تر لاسه کولای چې د لویدیځ دیموکرات حکومتونه ئې د دیموکراسۍ په بنیاد خپلو عامو وګړو ته ورکوي .
سربیره په دې چې د لویدیځ غاصب او غارتګر استعمار د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي نړۍ د مستضعفو ملتونو اراده او سیاسی برخلیک د دغو استبدادي حکومتونو په ذریعه سلب کړی ؤ ، او تر ډیره حده ئې خپل سیاسي او اقتصادي مصلحتونه د دغو حکومتونو له لیارې تر لاسه کول ، سربیره په دې ئې د دیموکراسۍ دپلي کولو پلمه او حیله هم د اسلامي نړۍ دملتونو د ځپلو لپاره استعمالوله . په تیرو څو لسیزو کې ئې د اسلامي نړۍ په ګڼ شمیر هیوادنو کې د دیموکراسۍ تر شعار لاندې خپل غاصبانه او غارتګر نظامی ، فکري او فرهنګي یرغل ته لیاره اواره کړه ، په ډیرو اسلامي هیوادونو ئې د دې لپاره نظامي یرغل وکړ ، تر څو د دوی په اند هغو محرومو ملتونو ته دیموکراسي او آزادي وروبښي ، کوم چې ورنه محروم دي ، او داستبدادي حکومتونو د جبر او ظلم څخه بېزاره شوې دي . د همدغه شعار په بنسټ ئې په هغو سیمو کې چې غوښتل ئې نظامي حضور ولري ، نظامي حضور پیدا کړ ، خپلې مستقلې نظامي اډې ئې جوړې کړې ، د دغو هیوادونو سیاسي برخلیک ئې د خپلو سیاسی او اقتصادي مصلحتونو په اساس هغو کړیو ته وسپاره چې د دوی د اجنډا مطابق به د حکومت چارې سمبالوي او په مخ بیایی .
خو د څولسیزو په تیریدو سره په هغو اسلامي هیوادونو کې چې دوی پکې نظامي حضور لري ، خلکو د دیموکراسۍ د نظام آثار محسوس نه کړل ، نه د هیواد سیاسی برخلیک ملت ته وسپارل شو ، او نه هم د دیموکراسۍ د اساساتو مطابق عامو وګړو ته هغه حقوق ورکړل شول چې په لویدیځ کې عامو وګړو ته ورکړ شوي دي ، بلکې د خلکو د ژوند حالت نور هم خراب شو ، بې امنیتي او بې روزګاري ورځ تر بلې زیاته شوه ، هغه شرایط چې د بې امنیتۍ او بې روزګارۍ په نتیجه کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي ، په هغو ټولنو مسلط شول چې دوی ئې د ژغورلو لپاره د دیموکراسۍ ذایف شعار پورته کړی ؤ .
له یوه لوری په اسلامي نړۍ باندې د استبدادي حکومتونو تسلط ،چې خلک ئې د جبر او ظلم له لاسه ستړي شوي وو او له بل لوری د دیموکراسۍ تر شعار لاندې د دوی نظامي یرغلونه چې د خپلو اقتصادي او سیاسي مصلحتونو لپاره ئې تر سره کړې وو ، د اسلامي نړۍ ځوریدلي او کړیدلي ملتونه راويښ کړل ، تر څو د لویدیځ د استعمار په وړاندې هغه کړنلاره خپله کړي ، چې په وړاندې ئې هیڅ څوک خنډ کیدای نه شي ( ملي پاڅون ) ، په دیموکراتیکه بڼه د نظام بدلول . د دغو دوه عاملونو تر څنګ د اسلامي اصلاحي تحریکونو مبارزه هم د پام وړ ټکی دی . په دې منظور چې د دغه تحریکنو نه ستړیدونکې مبارزې وکولای شول چې د ملتونو دسیاسی شعور او فهم د سویې په ارتقا کې ارزښتناکه رول ولري ، او د لویدیځ د غاصب استعمار دسیسې او توطئیی خلکو ته بربنډې کړي ، او د شنډولو لپاره ئې لارې چارې وګوري . په دې هکله د ترکیه د اسلامي تحریک مؤثره مبارزه او بلآخره واکمنۍ ته د رسیدو بیلګۍ د یادونې وړ ده ، او دا هم باید هیره نه کړو چې د لویدیځ استعمار او ورسره غاصب صهیونیزم وروسته له یوه زورور او جابر زیار څخه د لومړي ځل لپاره وتوانید ،چې په ترکیه کې د اسلامي خلافت تغر د اتاترک په لاس ټول کړي ، په دې معنی چې د اسلامي نړۍ په ضد د لویدیځ د بریا لومړي ګام د ترکیه څخه پیل شو . که موږ اوسنیو تحولاتو ته ځیر شو ، نو د لویدیځ لومړي شکست هم په ترکیه کې د اسلامی تحریک په لاس بشپړ شو ، او اوس ترکیه د اسلام د سیاسی نظام تر چت لاندې تر بل هر وخت څخه ډیره متمدنه ، پرمختللې او مدرنه ترکیه ده ، اوس د اسلام د سیاسی نظام د اساساتو په رڼا کې د ترکیه د عامو وګړو ژوند تر بل هر وخت څخه ښه او سوکاله دی ، اوس ترکیه تر بل هر وخت څخه پیاوړي اقتصاد لري ، اوس ترکیه د اسلام د ارزښتونو په رڼا کې په سیمه کې یو مطمئین هیواد دی ، د سیمې د هیوادونو او آن تر دې چې د لویدیځ د هیوادونو سره خپلې چارې په مسآلمت آمیزه فضا کې پر مخ بیایي ، د ټولو پرمختللیو هیوادونو اعتماد او اعتبار ئې تر لاسه کړی دی ، د هغه ترکیه د عامو وګړو اعتماد ئې په یوه لنډه موده کې تر لاسه کړ، چې دیوې اوږدې مودې څخه راپدخوا د لادینه (علماني) حکومت تر سیوره لاندې ئې ژوند کړی ؤ ، د ټولنیز او اخلاقي فساد شرایط پرې مسلط وو .
که په ترکیه کې د یوې منظمې اوږدې مبارزې په نتیجه کې د استعمار لاسپوڅی حکومت راوپرزید ، خو په هغو هیوادونو کې چې د استعمار پر ضد د سیاسی حرکتونو مبارزه تر اوسه نه وه توانیدلې چې وکولای شي د ترکیې د حرکت په څیر د استعمار لاسپوڅي حکومتونه ونړوي ، نو ملتونو خپل غږ د استعمار او استبداد په وړاندې پخپله پورته کړ ( ملي پاڅونونه) په تونس کې هغه حکومت د ملي پاڅون په وړاندې څو ورځې هم مقاومت و نه شو کولای ، چې د استبداد او ظلم له لاسه ئې څوک په ښکاره ډول جومات ته د عبادت لپاره نه شوی تللی ، په داسي حال کې چې دایو اسلامي هیواد هم دی !. په مصر کې هغه حکومت چې د استعمار شومې دسیسې ئې په سیمه کې پلې کولې ، د مسلمانانو په ضد ئې بې رحمانه سلوک درلودل ، خپل زندانونه ئې د مسلمانانو څځه ډک کړي وو ، د ملت د ملي پاڅون په وړاندې د لویدیځ د بې دریغه حمایت سره سره داسې بې وسه او لاچاره شو چې د ځان د ژغورلو لپاره ئې هیڅ څه نه شوی کولای ، د خپلو اعمالو په سزا ورسید ، آن تر دې چې اوس ئې ولسمشر ( مبارک ) په خپل هیواد کې څوک نه مني چې ژوند وکړي . دا خبره جوته ده ، چې د ملي پاڅون په وړاندې د لویدیځ غارتګر استعمار هم جبهه نه شي نیولای ، زړه نه شي ښه کولای چې په ښکاره ډول د خپلو لاسپوڅو حکومتونو څخه حمایت وکړي .
ډیر سیاسي کتونکي او مبصرین په دې اند دي ، چې د ملي پاڅونونو دا بهیر به ټولو هغو هیوادونو ته سرایت وکړي ، چې حکومتونو ئې په خپلو ولسونو باندې د لویدیځ دسیاسی او اقتصادی ګټو لپاره ظلم او استبداد کوي ، د خپلې واکمنۍ د بقا لپاره خپل عام وګړي کړوي او وژني ،څرنګه چې پرون د لیبیا ولسمشر قذافي خپل ولس ته وویل : " یا به زما حکم ته تیاریږی او یا به وژل کیږي ، بله لاره نه شته " . د اقتدار هوس دومره لیونی کړی دی چې هغه ملت وژني کوم چې څلویښت کاله ئې د ده جبر او ظلم په پټه خوله ګاللی او زغملی دی ، پرځای د دې چې د خپل کړیدلی ملت څخه بښنه وغواړي ، د وژني ګواښ او اخطار ورکوي . خپل شین کتاب ئې د خپل ملت په وینو سور کړ !. نو وړاندې لدې چې د ملت غضب او قهر ئې پسې واخلي د خپلو نظامونو د اصلاح لپاره دې جدې او مؤثر اقدامات وکړي ، ځکه چې د بې وسه او کړیدلیو ملتونو په قهر او غضب کې د الله تعالی د قهر او غضب نښیې نغښتې دي ، او دالله تعالی نیوکه ډیره سخته او محکمه وي ، د الله تعالی څخه د ویره وکړي ، هغه بدلون چې ملتونه ئې تر غواړي هغه بدلونونه او تغیرات دې رامنځ ته کړي ، د خپلو ملتونو اعتماد او باور دې تر لاسه کړي ، د استعمار د دوستۍ څخه دې لاس واخلي ، پر خپلو ملتونو دې اعتماد وکړي .
عبدالرحمن فرقانی