
د افغانستان کرکټ بورډ
رسنیزه خبرپاڼه:
راپور: کمال سادات او فريد
هوتک
اډيټر:
الهام ياسيني
د افغانستان کرکټ ولایتي
غوراوۍ سیالۍ په درشل کې چې په جلال اباد ولایت کې د جمعې ورځې راهیسې د
مارکو شهرا او د بهسودو ولسوالیو په لوبغالو کې روانې دي، نن په دویمه
ورځ د هلمند او زابل ولایت د کرکټ لوبډولو ترمینځ لوبه وشوه. پچه د زابل
ولایت لوبډلې وګټله او د هلمند ولایت لوبډلې ته یې د لوبې کولو بلنه ورکړه، د
هلمند ولایت کرکټ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره په ۲۲ اورونو کې د
زابل ولایت لوبډلې ته ۷۷ منډې هدف وټاکه.
ورپسې چې د زابل ولایت
لوبډلې توپوهنه پیل کړه په ۱۲ ارونو کې د دریو لوبغاړو په سوځیدلو سره ټاکل شوي هدف ته
ورسیدل او له هلمند ولایت نه یې لوبه وګټله. پدې لوبه کې د زابل لوبډلې لوبغاړی
رشید ښه لوبه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی یا ( مین آف د میچ) هم ونومول شو.
د پرون لوبو په اړه نور اړین
معلومات:
سبا به د زابل ولایت او
کوچیانو لوبډلو ترمینځ په بهسودو لوبغالي کې لوبه ترسره کیږي.
همدارنګه سبا ورځ د لغمان
ولایت د بامیانو ولایت کرکټ لوبډلې سره لوبه کوي.
پرون د ننګرهار په ولایت کې
د افغان ولایتي غوراوۍ سیالۍ پېل شوې، د ځلورو ولایتونو د لوبډلو تر منځ لومړۍ دوه
لوبې پرون د بهسودو او مارکو شهرا لوبغالو کې ترسره شوي.
د ننګرهار د بهسودو په
لوبغالي کې د هلمند ولایت لوبډلې د غور ولایت لوبډلې سره لوبه وکړه، لومړی توپوهنه
د هلمند په بلنه د غور ولایت لوبډلې پېل کړه، د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو د هلمند
لوبډلې ته ۱۲۷ منډې هدف وټاکه.
د هلنمد ولایت لوبډلې ټاکل
شوی هدف مخالفې لوبډلې ته په ۲۰ اورونو کې د د ۵ لوبغاړو
په سوځیدلو پوره کړ او د غوراوۍ سیالۍ لومړۍ لوبه یې وګټله.
په لومړۍ لوبه کې د بهسودو
په لوبغالي کې د هلمند لوبغاړی رحمت الله خان د لوبې غوره لوبغاړی شو.
پرون ورځ دویمه لوبه د مارکو
شهرا لوبغالي کې د نورستان ولایت لوبډلې او پروان ولایت لوبډلو تر منځ وشوه.
نورستان پچه وګټله او په توپوهنه یې پېل وکړ په ۲۰ اورنو کې یې د ټولو
لوبغاړو په سوځیدلو یې د پروان لوبډلې ته ۷۱ منډې هدف وټاکه.
د پروان لوبډلې ټاکل شوی هدف
د نورستان لوبډلې ته په ۱۳ اور کې د درې لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړه او د افغان ولایتي
غوراوۍ سیالۍ دویمه لوبه وګټله.
د پروان او نورستان لوبډلو
په لوبه کې د پروان ولایت لوبډلې لوبغاړی خالد خان غوره لوبغاړی شو.