دافغانستان  په شمال کې دسرو زرو کان ته  یوه ځغلنده کتنه



د افغانستان د شمال په غرونو کې د تودې جګړې سره سره به د څو میلیوني ډالرو د تړون  له مخې تر ځمکې لاندې د طلاوو زېرمې وکیندل شي. دا تړون  افغان واکمنو د تېرې دوشنبې په ورځ لاسلیک کړی. داتړون  په افغانستان کې د معدن کیندنې لومړنۍ پروژه  ده چې د ځینو لویدیځوالو پانګوالو له ملاتړ څخه برخمنه ده. افغاني او امریکايي واکمن هیله لري چې د دې تړون  په تعقیب به ډېر نور قراردادونه هم رامخ ته شي چې په تېرو جنګونو کې د دغه ځپل شوي ملت د اقتصاد په بیارغونه کې به رغوونکې ونډه ولري. د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د دفاعي چارو  مرستیال وزیر  پاول ای برېنکلي په یوه خبر پاڼه کې وویل چې دغه پروژه د افغانستان لپاره د اقتصادي خپلواکۍ په لور یو مهم ګام دی. د هغه په وینا دا په افغانستان کې د نړیوالې پانګونې د بدلون یوه مهمه نقطه ده. برېنکلي، چې د تجارت او ثبات لپاره د دفاعي چارو د ډیپارټمنټ  لارښونه  کوي، وویل چې د طلاوو د معدن تړون  د دې ګواهي ورکوي چې لویدیځوال پانګوال د افغانستان داقتصادي پرمختګ سره لېوالتیا لري . د افغانستان د کانو او معادنووزیر وحیدالله شهراني اسوشېټډ پرېس ته وویل چې د کابل شمال لویدیځ ته په ۱۳۵ کیلومتره پرتې سیمې د بغلان ولایت د دوشي په ولسوالۍ کې د طلاوو د کیندلو په دغه پروژه لسو تنو بهرنیو پانګوالو، چې ډېرې یې د متحده ایالاتو او برتانیې دي، د ۵۰ میلیونه ډالرو پانګونې ته زړه ښه کړی دی. په افغانستان کې د سروزرو یوازینی بل معدن د تخار په ولایت کی دی. ښاغلي شهراني وویل چې هیله لري چې د حکومت د مالیې او اقتصادي چارو کارکوونکو په ګډون د وزارتونو د شورا له لورې ددې تړون منل  به د کان کیندنې نړیوالو شرکتونو ته یو قوي پیغام ورکړي چې په افغانستان کې د پانګه اچونې، په ځانګړې توګه د معدن کیندنې په برخه کې، وړ چانسونه  شته . افغان حکومت د تېرې دوشنبې په ورځ په یو افغاني شرکت د خامو تېلو د خرڅولو تړون هم لاسلیک کړ تر څو د خصوصي سکتور پانګوالو ته وښيي چې افغانستان د تجارت لپاره یو خوندي ځای دی. د کانونو او صنایعو وزارت د پالیسي جوړونې مشر جلیل جمریاني وویل چې دغه تړون، چې د ولسمشر له لورې منل شوی دی، د غضنفر ګروپ ته وړتیا ورکوي چې د سر پل ولایت تېل بیرل د ۸۰ ډالرو په بیه واخلي. د دغه سیمې تولید، چې د ملېشه وو غېرقانوني ګټې اخیستنې له بندولو څخه د څو کلونو لپاره بند و، هره ورځ د ۸۰۰ بیرله تېلو د تولیدولو وړتیا لري او کلنی عاید یې هره میاشت یو میلیون ډالر اټکل کیږي. ښاغلي جمریاني وویل چې دغه ذخیره به له شپږو میاشتو وروسته هغه چا ته وسپارل شي چې په سر پل ولایت کې د تېلو د سترو کیندنو لپاره په بولۍ کې ګټونکی شي. ښاغلي شهراني وویل: دا د خامو تېلو د راویستلو پیل دی. نوموړي زیاته کړه چې د سر پل ولایت د تېلو معدن د انګاټ د سیمې په ګډون ۸۰۰ میلیونه بیرله تېل لري. همداراز د مزار شریف د تېلو په یوې سیمې کې نږدې یو اعشاریه اته بیلیونه بیرله تېل موجود دي، چې د جولای په میاشت کې به د داوطلبۍ لپاره وړاندې شي. ښاغلي شهراني وویل چې زیاتره ستر شرکتونه د مزار شریف په تېلو نظر لري.
ځمکپوهان له پېړیو راهیسې په افغانستان کې د اوسپنې، مسو، سرو زرو او نورو ارزښتناکو منرالونو له شتون څخه خبر وو. د تېر کال د جون په میاشت کې د متحده ایالاتو دفاع وزارت د دغو معدنونو بیه ۱ ټرېلیون ډالر وښودله خو ښاغلي شهراني دا یو محافظه کار اټکل وباله. نوموړي وویل چې د شرکتونو د راپورونو او د ځمکپوهانو د اټکلونو له مخې د دغو معدنونو بیه له ۳ تریلیون ډالرو څخه هم لوړه ده. افغانستان په وچه کې د ایسار هېواد په توګه تولیدات نه لري، که څه هم د پانګوالۍ او د امنیت د نشتوالي په څېر وېروونکي خنډونه دي، معدنونه یې قوي عاید جوړولی شي. د ۲۰۰۷ م کال په وروستیو کې د چین له یو شرکت سره د ۳ بیلیون ډالرو په ارزښت د لوګر د عینک د مسو د معدن تړون لاسلیک شو. فکر کېده چې دغه معدن د نړۍ په کچه ستر معدن دی چې همداسې روغ پاتی دی. ښاغلي شهراني وویل چې د مسو د کیندنې په صورت کې به په راتلونکو ۵ کلونو کې له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ کسانو ته د دندو زمینه برابره شي او همداراز د دولت خزانې ته سلګونه میلیونه ډالر په لاس ورشي. د افغانستان د سرو زرو معدنونه هم وړ کچه لري. ښاغلي شهراني وویل چې د شوروي د وختونو یو اټکل د افغانستان د سرو زرو د ذخیرو بیه تر ۲۵ بیلیونه ډالرو پورې ښودلې وه. نوموړي وویل چې هغه اټکلونه سم نه وو او اوس د سرو زرو نوي کانونه هم کشف شوي دي. د افغانستان سره زر د هېواد په بېلابېلو برخو کې موندل کیږي خو تر ټولو نامتو هغه یې د بدخشان، تخار، بامیانو، غزني او زابل په ولایتونو کې دي. شهراني وویل چې د سرو زرو لپاره نړیواله غوښتنه موجوده ده او اوس د سرو زرو د بیې جګوالی په تاریخ کې ساری نه لري. نوموړي زیاته کړه چې د سرو زرو د کیندنې لپاره پانګه اچونه په زړه پورې ده. جی پي مورګن، چې د مالي خدمتونو نړیوال شرکت دی، دغه پروژه پر مخ بوځي او پانګوال جلبوي. هغوي په یو افغاني شرکت کې، چې افغان ګولډ یا افغان سره زر نومیږي، پانګونه کړې ده. د نوموړي شرکت مشر سادات منصور نادري دی، چې د افغانستان یو وتلی شرکت SMN Group یا سادات منصور نادري ګروپ چلوي. دغه شرکت نږدې ۳۰۰۰ تنه کارکوونکي لري، ځینې سترې مغازې چلوي، سړکونه، هوايي میدانونه او پلونه جوړوي، او همداراز د مخابراتي کرېډټ کارتونو او تېلو قراردادونه لري. ښاغلي نادري وویل چې که څه هم طالبان په مزه مزه په بغلان او ګاونډیو ولایتونو کې خپل نفوذ زیاتوي خو نوموړی معدن د اوسنیو جنګونو له سیمې څخه لرې پروت دی. هغه وویل چې په لومړي سر کې به په دغه معدن کې یوازې څو سوه کارکوونکي په کار وګمارل شي خو بیا به د سرو زرو د راایستلو پر بنسټ دغه کچه زیاته شي. نادري زیاته کړه چې زیات نه زیات د یو کال دننه به مونږ د دغه معدن تولید پیل کړو. د برتانیې اوسېدونکي، ښاغلي رچرډ ویلیمز، چې د دغه معدن کیندنې مشر دی، وویل چې د تړون له مخې به ۹۵ سلنه کارکوونکي محلي اوسېدونکي وي. هغه وویل چې د وخت په تېرېدلو سره شرکت اړ دی چې د تخنیکي دندو لپاره هم محلي اوسېدونکي د بهرنیانو د ځای ناستو په توګه وروزي.