زما دا ړنګ توږلی
مات تصور
لکه د سولې تکه سپینه آرماني کوتره
چې د وحشت ګولۍ په زړه پر وزرونو
وخوري
په سپین شهید بدن
یې وغوړیږي
د وینوسره سلسله
داسې دا ستا ښکلي ولاړ تصویر ته
زما په کورکې
زما په ذهن کې راوزړېدې
څومره چې ستا تصویر ته
ځیر شو
او ویې کتل
ته یې ونه پېژندې
اوس مې د فکر او د ذهن
هارد ډېسک
ټول پارتېشن شو نوريې نه یم په یاد
۱۳۸۹-۴-۱۲ مزار
شریف
وروستي