
درنو
دوستانو سلامونه او ښې هيلې مې ومنئ!
د ۲۰۱۰ ميلادي کال په اوږدوکې د روسيې د خلکو
د دوستۍ پوهنتون ( د نړيوالو اړیکو
د تيورۍ او تاريخ دپارتمنت) د
افغانستان په باب دوه علمي، معلوماتي کنفرانسونه داير کړل .
په دواړو کنفرانسونو کې مطرح شوې
موضوعات د ۲۰۱۰ کال په
ډسمبر کې د ياد شوي پوهنتون له خوا د کتاب په بڼه
په يوه مجموعه کې چاپ شوې دي
. په دغه مجموعه کې د روسيې د شرق
پيژندنې انستيتيوت د اسپيرانت يا دکتورانت
محمد شايف رحمت شا دوه مقالې خپرې شوې دي
:
۱- افغانستان : د کليمې
ريښه پيژندنه او د هېواد انځور،
۲- په افغانستان کې د تاجکو او پښتنو له
تاريخ څخه،
دغه ليکوال په خپلو مقالو کې په مصمم ډول او پوره بد نيتۍ
د افغانستان د تاريخ او روانو
سياسي - ټولنيزو حالاتو ډير منحرف او بد رنګه انځور وړاندې کړی دی، چې
زموږ د ټولنې د حال او ماضي له واقعيتونو سره هيڅ اړخ نه
لګوي .
د يادولو وړ ده، چې په دغو دواړو کنفرانسونو کې ما (شيرحسن) خپله ګډون
درلود، خو ددغو مقالو ليکوال نه په کنفرانسونوکې برخه اخيستې وه او نه يې
د مقالو په باب بحث او خبرې شوې دي
. تر ټولو ناوړه خبره داده، چې داسې يوه
علمي يا معلوماتي ليکنه ، چې د کنفرانس د ګډونوالو نظر او بحث ته نه دی وړاندې
شوی، خو مستقيماً د کنفرانس د مقالو ارشيف ته وسپارل شوی دی، چې بيا په خپل
نوبت د روسيې د علمي منابعو د يوې برخې په
توګه د او سنیو لوستونکو او راتلونکو نسلونو د نظر د انحراف او ګمراهۍ باعث شي. که د علمي منابعو تر نامه لاندې د محمد شايف په شان په قومي تعصب کې د ښګېلو ،
مريضو تاريخپوهانو(!) ليکنې کتابونو، کتابخانو او
ارشيفونو ته لاره پيدا کړي، په کامل باور به د افغانستان په باب د روسيې د علمي
بنيادونو او دولتي واکمنۍ د سياست محتوا د هغه راز شرمورو کمزورتياوڅخه ډکه وي لکه د طالبانو د ماتې د
اولو کلونو په يو وخت چې د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د يو خبريال د پوښتنې
(...د افغانستان په شمال کې د بې وسلې پښتنو ځورونې ادامه لري، ايا تاسې به په
شمالي ټلواله فشار وا نه چوئ چې د بې وسلې
پښتنو له کړولو څخه لاس واخلي؟) په ځواب کې په تعجب سره وويل :
نو د افغانستان په شمال کې پښتانه له کومه شول؟
د نمونې لپاره مې ددغه ليکوال يوه
مقاله په پښتو وژباړله او دادی تاسې ته يې
په دې هيله وړاندې کوم، چې هر یو په خپله
طريقه په علمي مدارکو او دلايلو ددغه ناروغ تاريخپوه (!) ناروا ګويي چاڼ او ځواب
کړئ. زما دومره په وس ده چې ستاسي ټولې ليکنې وژباړم ، په پښتو او روسي ژبو يې په يوه مجموعه کې چاپ
کړم او د روسيې د علمي مراکزو او افغانستان پېژندونکو ادرس ته يې ورسوم . د دوهمې
مقالې پښتو ژباړه به په نږدې راتلونکي کې تاسو در واستوم . د ضرورت په صورت کې به
د دواړو مقالو د روسي متن کاپي هم ورسره
مل کړم.
په دې ډول په روسيه کې د افغانستان
د لوی سفارت له مسؤلينو څخه هيله کوم، چې له خپلو موجودو امکاناتو څخه په استفاده،
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت، شرق پېژندنې انستيتوت، او د خلکو د دوستۍ پوهنتون
سره د فعالو اړيکو له لارې په روسيه کې د
افغانستان د تاريخ او ټولنيزو واقعیتونو د دغه شان منحرف انعکاس مخنيوی وکړئ .
په درنښت
شيرحسن حسن
مسکو- روسيه
د ۲۰۱۱ د
فبروري۲۰
sherhasan@gmail.com
ليکونکی: محمدشايف رحمت شاه د روسيې د ختيځ
پېژندنې انستيتوت دکتورانت
ژباړونکی : شېرحسن
حسن
په افغانستان کې د تاجکو او پښتنو له
تاريخ څخه
ټولو ته
څرګنده ده، چې افغانستان يو ګڼ قوميز هېواد دی او له همدې ځايه د ګڼ شمير مغلقو او
حتی نه حلېدونکو قومي- توکميزو، قومي - سياسي او ټولنيزو - کلتوري ستونزو سره مخ
دی.
په تاريخي
لحاظ داسې رامنځته شوې ده، چې د ځمکې د مخ دغه برخه، چې په راوروسته زمانه کې بيا
د»افغانستان« جغرافیوي نوم ورکړل شو، د تاريخ په اوږدو کې د کليمې په اصلي
(لغوي) او انتفالي (اصطلاحي) معنی د ځمکې د کُرې يوه تر ټولو غملړلې سيمه وګرځېده.
د کليمې په اصطلاحي معنی ځکه، چې د »افغانستان« نوم د تاجکي اصطلاح » افغان« څخه اخيستل شوی دی، چې د فریاد، ژړا او انګولا معنی ورکوي، او دا
ځکه چې له ډيرې پخوا زمانې راهيسې د کندهار جنوب ته د سليمان د غرونو په لمنو کې
ډيرو مدهشو کوچي قومونو ژوند کاوه، چې له دغه سيمې څخه د تيريدونکو کاروانونو
چورول، او د مسافرينو ځورول، وژل او يرغمل نيول يې کار و. له همدې کبله يې د دوی
ځمکې او د دوی هېواد »افغانستان« وباله او همدا تاريخي افغانستان ددغو افغانانو - پښتنو پلرنی ټاټوبی
دی . یوازې په ۱۸۰۹ کال کې د شاه شجاع او برتانوي سفير الفنستون تر منځ په تړون کې
د کندهار په حدودو کې د افغانستان په نامه د يو هېواد سياسي نوم راڅرګند شو.
د کليمې په
واقعي (لغوي) معنی ځکه، چې په ۱۷۴۷ کال کې د احمد شاه دراني د افغاني دولت د
رامنځته کيدو له هماغه پيل څخه د سل ګونو کلونو په اوږدو کې افغانان – پښتانه نه
يوازې د هر ډول بهرنۍ مداخلې په مقابل کې جنګيږي. بلکې ټول عمر د «ژوند د ساحې » د پراختيا او پر نورو اقوامو باندې د خپل فوقیت او حاکميت د ساتلو لپاره
په جنګ اخته دي. همدغو جنګونو او په ځانګړي ډول د بهرنيو اجنبيانو په مقابل کې
شخړو هم د افغان – پښتنو قومونو اتحاد تامين کړی دی او هم يې د نورو هغو غير پښتنو
اقوامو سره د پښتنو موقتي وحدت رامنځته کړی دی، چې د کورنيو جنګونو په ترڅ کې يې تابع
کړي دي. کله چې بيا د بهرني تيري خطر له منځه تللی دی د کورني وحدت او يووالي
اثرات هم ورسره سم له منځه تللي دي.
د تاریخ په
اوږدو کې د داخلي مخالفت عمده رقيبې قواوې د هېواد اصلي اوسېدونکي- تاجکان او راغلي کوچي اقوام - پښتانه دي. د دغه
تضادونو بنسټ په پخوا زمانو کې
ايښودل شوی دی ، هغه وخت چې د سليمان د
غرو په لمن کې د اوسېدونکو کوچي پښتنو ټولنيز ، اقتصادي او کولتوري ټيپ د
هغو تاجکانواقتصادي ــ کولتوري ټيپ سره مخامخ شو
چې د کندهار په هوارو مځکو کې
په کرنه او زراعت بوخت وو .
په اقتصادي -کولتوري
لحاظ دغه
متضاد ټولنيز واحدونه له ډېرو کمو استثنائي وختونو پرته
تل په جنګونو او مخالفتونو
اخته وو . د جنګونو د اور بلولو
او شر اچولو منبع تل
کوچي پښتانه قبايل وو، ځکه دوی د
خپل ټولنيز اقتصادي حالت له شامته
په موسمي تغيراتو کې د نو و
څړځايونو په لټون پسې تل په حرکت ،
کوچ او کډوالۍ کې ژوند کاوه .
د کوچاني ژوند په سختو شرايطو کې تربيه شوي افغانان ــ پښتانه چې د دايمي يرغلونو سره عادت شوي وو ، همېشه يې د غټو جنګونو ( مثلاً
د افغان - انګليس جنګونه) تر منځ
د نورو ځايي قومونو عمدتاً تاجکانو د تسخير
کو چني استعماري جنګونه پر مخ وړل
. د تاجکانو او نورو غير پښتني ولسونو د تسخير
پروسه د نولسمې پېړۍ د اتياومو کلونو په پای کې تکميله شوه ، هغه وخت چې د امير عبدالرحمن خان د مطلقه سلطنت
بنسټ ټينګ شو، دغه وخت د هيواد
سياسي نوم په غوڅه توګه
افغانستان وټاکل شو او دغه نوم په مستند حقوقي ډول تسجيل شو. خو څرنګه
چې موږ پوهيږو د تاجکانو او نورو
غير افغان قومونو په سيمو کې د دغه
نوم ترويج اوخپرېدل يو جبري عمل و، چې د
طبيعي - تاريخي، ټولنيز -
فرهنګي او قومي جوړښت له واقيعتونو سره
مطابقت نه کوي او د پښتنو له خوا په هغو
ولسونو په زور ومنل شو چې سيمې يې
د پښتنو مستعمرې ګرځېدلې وې .
په راوروسته
کې د ټول هېواد پښتون کولو Pashtunizationسياست چې په زور سره د پښتون نشنلستو سردارانو له خوا پرمخ وړل کېده ، د غير پښتنو سره
تبعيض او د هغوی د ملي حقوقو او ازاديو غصبول ، د تاجکو ، هزاره ګانو ،
نورستانيانو او نورو قومي او مذهبي
جميعتونو سرکوب او اختناق په ټولنه کې د قومونو ترمنځ ژورو مخالفتونه
راوپارول او د پښتنو په وړاندې د ګڼ شمېر ولسي بغاوتونو باعث شول . خو
سره لدې هم افغان - پښتني نشنليزم چې د شلمې پېړۍ په 30 – 40 کلونو کې د پښتني شوونيزم په څېر د
دولت رسمي اصول وګرځېدل ، د هېواد قومي -
سياسي او قومي - مذهبي مناسبات يې نور
هم د ګډوډۍ خوا ته کش کړل .
د تاجکو او
نورو غير پښتنو په وړاندې د پښتنو
واکدارانو د زبېښونکي اقتصادي
سياست په ترڅ کې د هغوی مځکې او
جايدادونه ضبط او پښتنو ته ورکړل شول، د
غير پښتنو بزګرانو په وړاندې ماليات او د
مځکې د
ملکيت قانون سخت شو
او برسېره پر دې چې دغه
قانون د پښتنو په وړاندې ډېرې
اسانتياوې درلودې، پښتني سيمو ته
پرېمانه پانګونه پېچکاري
کېده . د دغه سياست په نتيجه کې تاجکان
او نور غير پښتانه بزګران بې ملکيته ، غريب او بېچاره شول او د
دوی په سيمو کې د فقر درجه ډېره لوړه شوه، چې ورسره سم د پښتنو د حکومت په وړاندې د دوی دښمني
راوپارېده ، عمومي وضعيت ترينګلی شو
او د قومونو تر منځ نښتې ز ياتې شوې .
تاجکان او نور غير پښتانه قومونه، چې د سلګونو کلونو
په اوږدو کې د « ژوند د محيط »
لپاره د کوچي - پښتنو د ورانونکو يرغلونو
، جنګونو او شخړو په
نتيجه کې د دوی د سياسي، ملي او
اقتصادي ستم او
اسارت لاندې و ، طبيعي خبره ده ، چې د دغو
نااشنا او بېګانه پښتنو وګړو په وړاندې يې
له نفرت او دښمنۍ پرته د ښه نيت
احساس نه شو کولای .
پښتنو او په ځانګړي ډول
په نشنليزم او
شوونيزم عيارو سردارانو
هم تر دې څو چنده زيات د غير پښتنو
قومونو او په خاص ډول د
تاجکانو په وړاندې د نفرت
او دښمنۍ احساس کاوه . دغه نفرت
په خاص ډول هغه وخت ډېر
روښانه ښکاره شو ، چې په 1928کال کې
پښتانه سرداران د کابل
د تخت د نيولو په تلاش هيجاني شوي وو
او د دې خبرې اورېدل يې قطعاً نه
شو زغملای، چې څنګه د دې هېواد
واقعي مالکين ساده تاجک بزګران د خپل
«رابين هوډ*Rabin Hood »، بچه سقاو په مشرۍ قدرت ته رسېدلي دي. دغې پېښې د تاجکانو په
وړاندې ټول هغه پښتانه قبايل سره متحد کړل،
چې تر پرون پورې په خپلو کې په جنګ
سره اخته وو .پښتنو سردارانو د محمد
نادرخان په مشرۍ د توهين په هر راز کلماتو
تاجکان تحقيرول ، هغوی يې د غلو ډله ، پايلوچان او اوباشان بلل
او مغرور پښتانه يې دې ته رابلل چې، د پښتنولۍ اصول هېر نه کړي ، ځان و نه
شرموي، او د تاجکانو پر ضد په يوه واحده جبهه کې وجنګيږي .
هغه وخت په 1929 کال
کې د شوروي اتحاد په مرسته او د انګلستان په مالي ملاتړ پښتنو وکولای شول چې د « تاجکانو د حکومت سره د همکارۍ» په باب د قرآن مجيد په ورقو کې
لاسليک شوی تړون مات کړي ، د کابل د ارګ په خلاصو دروازو ورننوزي او د بچه سقاو حکومت له منځه يوسي . په راوروسته نږدې اويا کلونو کې د پښتنو سردارانو ادارې د ټول هېواد د پښتون
کولو Pashtunization لپاره د تاجکانو او نورو غير پښتنو قومونو په وړاندې د اقتصادي
او ملي ستم شوونيستي هدفمند سياست وچلاوه .
د شلمې پېړۍ
په شپېتمو او اويايمو کلونو کې د ټولنيز -
سياسي ژوند په ټولو ساحو کې مخ په زياتېدو بحران د
ژورو بين القومي ، اتنيکي - سياسي او اتنيکي - مذهبي اختلافاتو باعث شو، چې
بالاخره د 1978 په اپرېل کې
په انقلاب منتج شو . داسې ښکارېده چې د پښتنو څه د پاسه دوه سوه کلن اقتدار ته د پای ټکی کښېښودل شو، داسې انتظار وو،چې د خلکو د
ديموکراتيک انقلاب د اهدافو مطابق به د
ژوند په هره ساحه کې د پراخو
ديموکراتيکو ازاديو امکانات برابر شي او د اقوامو ترمنځ د مناسباتو
مغلقه غوټه به خلاصه شي، ولې د افغانستان د خلکو ديموکراتيک ګوند د « خلق » ډله چې په عمده
له پښتنو نخبه ګانو څخه جوړه وه او نوې د هېواد رهبري په لاس ورغله ، دولتي قدرت
يې د پښتنو « قانوني » حق وباله . په دې هدف يې ډېرو سرکوبونکو اعمالو ته لاس
واچاوه او تر ټولو دمخه يې خپل هغه
سياسي مخالفين له منځه يوړل چې په غير
پښتنو اقوامو پورې يې تعلق درلود . په ملي
مسئله کې يې د هر ډول ازاديو مخه ونيوله . د ټولنيز ژوند په ټولو ساحو کې يې د سراسري پښتون سازۍ سياست وچلاوه ، په دولتي
دستګاه، وزارتونو، ادارو او پوځ کې يې د
غير پښتنو اقوامو د استازو د تقرر مخه
ونيوله . دغه عوامل د دې باعث شول چې د
دغه ولسي ضد رژيم په وړاندې د غير پښتني اقوامو وسله وال قيام راپورته شو .
په داسې ګرمو سياسي شرايطو کې ، چې په هيواد کې دکورني جنګ اور بل و، د 1980 کال
په درشل کې د خلک ديموکراتيک ګوند د « پرچم » ډلې د خلقيانو ځای ونيو او هڅه يې وکړه چې په ملي مسئله کې د خلقيانو افراط او خطاوې اصلاح کړي . مګر په ټولنيز ژوند
کې ځينو ازاديو ، د ملي پخلاينې لپاره هڅو، له مخفي حالت څخه دسياسي مخالفينو راوتلو ، په پارلمان کې پر ملي مسئله
باندې بحث ، د فدراليزم او « خلکو ته د
رجوع » پر واقيعتونو بحث او له قومي جميعتونو سره د
مخامخ خبرو اترو هڅو ونه شوکولای چې
د رژيم
ژوند وژغوري او په حقيقت کې د پښتنو د قدرت وروستيو بقاياو
ته نجات ورکړي .
د شلمې پېړۍ په پای کې تاريخ بيا په کوميډي ډول تکرار شو . شوروي لښکرې چې
افغانستان ته په اصطلاح د انترناسيونالستي مرستې لپاره ننوتلې وې، وروسته له دې چې
هم يې په دغه هېواد کې پراخې ويجاړۍ
رامنځته کړې او هم يې د خپل هېواد شهرت او حيثيت ته تاوان ورساوه ، له افغانستان څخه د انګرېزانو په ډول ووتلې او د کابل لاسپوڅي رژيم ته يې
د مجاهدينو د خولې د خوند او شخوند(dessert)
لپاره د ژوند د دوام فرمان پرېښود.
په ملي مسئله کې د پښتنو واکدارانو
د سياست له تحليل څخه څرګنديږي
چې د دوی روش په ملي مسئله کې د
شوروي اتحاد له سياست سره تر پوره
ډېره حده ورته والی درلود. فرق يوازې په
دې کې و چې د شورا ګانو په هېواد کې يې غوښتل چې « واحد شوروي ولس » منځته
راشي، او په واحده دولتي ژبه - روسي باندې خبرې وکړي، ولې په افغانستان کې يې غوښتل چې د « تاجک»، « ازبک »، «هزاره » او نورو په شان مفاهيم د تل لپاره د خلکو له ذهنيت څخه وباسي او د دې پر ځای په مصنوعي ډول د « واحد افغان
ولس » مفهوم رامنځته کړي، چې يوازې په پښتو خبرې کوي .
لکه چې څرګنده ده دا ډول ازموينې هم
د شوروي اتحاد او هم د افغانستان
لپاره په فاجعه پای ته ورسېدې . که د
شوروي اتحاد د خلکو لپاره يې په خپلو ملي
اپارتمانونو د هغوی د ويش او د هغوی د
ازادۍ د مارشونو معنی درلوده، خو د افغانستان لپاره يې د قومي او مذهبي فرقو
تر منځ د نوو وينه بهونکو نښتو او
د وينو په ډنډ کې د د ډوبېدو سرنوشت ټاکلی
و. پروني- واحد تاجکان، پښتانه، ازبکان، هزاره ګان او نور
قومي جمعيتونه، چې د شوروي د لښکرو او د هغوی د پللوي رژيم پر ضد د مبارزې په
پلاتفورم سره يوځای شوي وو، کله چې دغه هدف ته ورسېدل، نو د دولتي واک د تر لاسه
کولو لپاره بيا په قومي او مذهبي پلاتفورم په نوو قومي او مذهبي ګروپونو سره وويشل
شول . په حقيفت کې دغه هېواد په دوو برخو سره جلا شو، په شمال کې د غير پښتنواو په
جنوب کې د پښتنو دوه لوی رقيب کمپونه منځ ته راغلل . د غير پښتنو ولسونو پراخو پرګنوپه توده
وينه د خپلو ګوندونو، جنبشونو، او ليډرانو
په مشرۍ نه يوازې په خپلو قومي سيمو کې قدرت په لاس کې ونيو، بلکې په کابل کې د
مرکزي حاکميت ادعا هم ورسره پيدا شوه .
*رابين
هوډRabin Hood په
منځنيو پېړيو کې د انګلستان يو ځنګلي مېړنی و، چې د عدالت د تامين لپاره يې
چور او حملې کولې . (ژباړونکی)
پښتنو د لومړي ځل لپاره احساس کړه ، چې پر
« ټولو نورو » باندې د حکومت کولو غير منقسم « حق» اوس د دوی نه
دی، بلکې په « ټولو نورو» پورې اړه لري. دغه حق تر ټولو دمخه هم په تاريخي لحاظ او هم د رښتيني عدالت له مخې ددغه هېواد تر ټولو اصلي
او بومي قوم تاجکانو پورې اړه لري، چې د افغانستان د دفاع په ډېرو تراژدي پړاونو
کې يې ( که د انګرېزانويرغلونه وو او يا د شوريانو تيری) ، په دې بريالي شوي دي چې د نور ټولوقومونو اتحاد تامين کړي او د خپل
مشترک هېواد سرنوشت وژغوري. په دې اساس ډېره منطقي خبره ده، چې تاجکانو دخپل
افسانوي لیډر احمدشاه مسعود او د « جميعت اسلامي افغانستان » د مشر برهان الدين رباني په مشرتابه د خلکو د پراخو پرګنو مبارزه رهبري کړه او د لومړي ځل
لپاره يې په مشروع ډول د يوغالب شوي قوم د
حق په توګه په 1992 کال کې قدرت په لاس کې ونيو. طبيعي خبره ده چې د رباني په مشرۍ ، تاجکانو
ته د سياسي قدرت انتقال ، نه يوازې د دوی پخواني مروج رقيبان - پښتانه اتحاد ته وهڅول ، بلکې په نورو
غير پښتنو قومونو کې نوي رقيبان هم راپيدا شول،
چې د سياسي قدرت د ترلاسه کولو ادعا يې درلوده . پر دې بنياد د رباني د
حکومت پر ضد د پښتنو ، ازبکانو او هزاره ګانو تر منځ ګڼ شمېر داسې لنډ مهاله
اتحادونه منځته راغلل چې تر دغه وخته پورې يې چا تصورهم نه شو کولای . د رباني د تاجکي حکومت د کمزورتيا په مقصد د
هېواد په دننه او پاکستان کې د پښتنو د نشنلستي تحريکونو مشرانو پر دغه حکومت نه يوازې داسې تورونه ولګول چې نه
شي کولای سوله ،ثبات او امنيت تامين کړي او د قومي او مذهبي ګروپونو تر منځ د ګرمو
نښتو مخه ونيسي، بلکې دغه حکومت يې په دې هم تورن کړ چې « دتاريخي دښمن ــ روسيې سره يې ښه مناسبات» تامين کړي دي .
رښتيا هم د
اوږدې کورنۍ جګړې ، د ژوند د محيط، د بشري او اقتصادي فاجعې وروسته د سولې او پخلاينې
تامين ، اقتصادي ثبات ،او د ډېرو نورو زخمونو
علاج - دا ټول هغه بې حده دروند بار و، چې پورته کول يې نه يوازې د برهان الدين رباني د
حکومت له وسه وتلی کار و ، بلکې د نورو ټولو
هغو سياسي ګروپونو له وسه هم پوره
نه و، چې قدرت ته د رسېدلو لپاره يې
مرګونی تلاش کاوه .
په لنډ ډول په
دغې ګن توکميزې ټولنې کې قومي - سياسي او
قومي - مذهبي درز دومره ژور
و او دغه «دنوح افغاني کښتۍ» دومره توپاني څپو اخيستې وه، چې د
قومونو د پخلاينې او وحدت د ټينګښت لپاره د
برهان الدين رباني د حکومت ټولې هڅې بې نتيجې وې .
د دغې غميزې
شدت د نړيوالو علاقمندو زبرځواکونو په
مداخلو پورې هم اړه درلوده، چې خپل جيوپوليتيک اهداف يې تعقيبول . د ګاونډيو
هېوادو لقب درلودونکو ملتونو هڅه کوله چې
په افغانستان کې خپل هم قومه او يا هم
مذهبه وګړي په قدرت کې وګوري . په دې ډول تاجکستان د افغانستان د تاجکو، ازبکستان د
ازبکو ، ايران د هزاره وو او پاکستان
د پښتنو
مادي او معنوي ملاتړ کاوه .
د پښتنو
جنګي نشنليزم، چې د قدرت د بېرته ترلاسه کولو د عمده هدف لپاره له ټولو هڅو څخه
ناهيلی شو، نو يې د نوي سياسي ځواک - طالبانو خواته د امېد سترګې واوښتې .
د طالبانو
له ماتې او له سياسي ډګر څخه د هغوی د
وتلو له وخته تر اوسه پورې د هغوی د پيدايښت په باب واحد نظر وجود نه لري . يو
شمېر په دې نظر دي طالبان د افغاني واقيعتونو محصول دی او نور وايي، چې هغوی د
پاکستان د استخباراتو، سعودي عربستان او
دامريکې د CIA زېږنده ده، او نور بيا په دې نظر دي چې د جنګ د نورو عواقبو تر څنګ طالبان د «جنګ بچيان » دي،
او داسې نور .
خو د ټولو
برسېره، طالبان او د« طالبانو تحريک » مطلقه پښتني ــ داخلي اختراع ده ، د پښتونيزم زېږنده ده، د لوی
پښتونستان د جوړولو او په افغانستان کې
دپښتنو د واک د احيا لپاره د پښتني شوونيزم وسله ده . د طالبانو د پديدې د پيدايښت
نور ټول عوامل د دوهمې او دريمې درجې اهميت لري چې د دغه تحريک د پرمختګ په
پروسه کې رامنځته شوي دي .
ګڼ شمير
تحليلګران، چې د طالبانو پر پديدې او د« طالب » په اصطلاح باندې
د پوهېدو هڅه يې کړې ده، يو مهم ټکی يې له
پامه غورځولی دی، چې کله طالبان سياسي
ميدان ته راووتل دومره د رښتيني اسلام د اساساتو د استحکام لپاره نه و، لکه څومره چې د پښتنو د اقتدار د
احيا او د پښتنو «د افغانستان امارت» د
جوړښت لپاره رامنځته شوي وو . لکه څرنګه
چې احمد رشيد ليکلي دي چې د 1995 کال په جنوري کې طالب مشرانو
په ښکاره ډول ټول پښتانه د رباني د تاجکي حکومت پر ضد جګړې ته رابلل . په اروپايي هېوادونو کې د پښتنو ګڼ شمېر ټولنو غوښتنه کوله چې د دغه «تاريخي لحظې» رارسېدل ګړندي شي . په دې ډول «طالبان» او «پښتانه»
يو ډول مفاهيم دي . همدا د پښتنو نوی قومي - سياسي معرفت دی او له
همدې کبله يو.وي.بوسين U.V.Bosin د آ.آ. کنيازيف A.A.Knyazev په پرتله پر حقه دی، چې وايي : « رقيبې خواوې د قومي تړاو پر بنياد
رامنځته شوي دي او د مبارزې هدف يې هم د
خپل قوم يا قومي ګروپ له علايقو څخه دفاع ده ... ».
خو کنيازيف وايي چې د « طالبانو » په شان د سياسي او نظامي تشکيلاتو رامنځته کېدل په قومي تړاو نه بلکې « د سيمه ييز ټولښت او يو معلوم ليډر
او معين نظامي ځواک پسې د تګ پر بنسټ صورت
نيسي...».
طالبانو - پښتنو حتی په 1996 کال په کندهار کې قدرت ته رسېدل په فاتحانه انداز د « پښتنو » د قانوني حاکميت
د بيا ټينګېدو په ډول عنوان کړل . په دې
هدف په 1996کال
د اپرېل په څلورمه نېټه په کندهار
کې يوه تياتروزمه لوبه اجرا شوه . هلته ملاعمر د نورو راغونډو شوو ملايانو او طالبانو په حضور کې د تظاهر لپاره ځان
په «مبارکه خرقه » کې وپېچه (چې ويل کيږي، دغه
چپن په پيغمبر
حضرت محمد (ص)پورې اړه لري او د دراني
احمد شاه له وخته په يوه ځانګړي زيارت کې ساتل کيږي) او د
افغانستان د اسلامي امارت تشکيل يې اعلان کړ، نورو ملايانو او طالبانو د «ملاعمر ــ
امير المومنين» نارې وهلې . وروسته له دې د رباني د حکومت
پر ضد « جهاد» اعلان شو. وروستيو سياسي - نظامي پېښو وښودله، چې پښتنو - طالبانو نه يوازې د تاجکو په وړاندې
د جنګ اعلان کړی و بلکې د ټولو هغو پر ضد چې د پښتنو په وړاندې يې سياسي چلنجونه
او خنډونه اچول .
که د طالبانو حاميانو سيمه ييز جيوپوليتيک اهداف پر مخ وړل ، نو شوونيستو
پښتنو - طالبانو مشخص هدف تعقيباوه، چې په هېواد کې د قوې په زور د قومونو تر منځ
شخړې ختمې کړي او بالقوه د پښتنو قانوني
دولت اعاده کړي . د دغو پلانونو د عملي
کولو لپاره هغوی د خپلو اجدادو- افغاني
اميرانو تر ټولو پيچلي روشونه په
کار واچول . امير عبدالرحمن خان په خپل کتاب
« تاج التواريخ
» کې ليکي، چې څرنګه يې په خپل
وخت د تاجکو- ازبکو - هزاره ګانو او
کافرستان پر سيمو د پښتنو د تسلط
لپاره د دغو سيمو خلک په ډله ييزه توګه چارماري کړل. د نادرشاه په لاس د حبيب الله کلکاني د تاجکي حکومت
د وحشتناکو اعدامونو له انځورونو
څخه د اروپايي اخبارونو ډکو پاڼو، لوستونکي بې هوښه کول . اما هغه وحشت
، قساوت او بربريت چې طالبانو پر افغانستان باندې د خپل فاتحانه مارش په ترڅ کې وښوده، ټوله نړيواله ټولنه يې په شوک کې ډوبه کړه . په دغه پرنسيپ باندې د
عمل په ترڅ کې چې وايي « خپل وډبوه چې پردي وډاريږي » طالبانو د 1996 کال د سپټمبر په 27 مه په
کابل کې د ملګرو ملتو په دفتر کې خپل هم
قبيله جمهور رئيس نجيب الله په وحشتناک ډول
په دار وځړاوه . په دې اعدام
طالبانو - پښتنو د خپل نا ليکل شوي قانون « پښتونولۍ » احکام مات کړل، چې له مخې يې دښمن تر هغه وخته پورې مصئون دی چې د
بل په کور کې يې پناه اخيستې وي . دا يو
ډارونکی اقدام و چې ويې ښودل، طالبان هدف ته د رسېدو په لار کې د هېڅ شي په وړاندې نه تم کيږي .
راوروسته واقعاتو دغه خبره پوره تأييد کړه .
د خپل هدف په لور چې د پښتون ملت د دولت جوړول وو،
طالبانو د خپل سياست په ترڅ کې د نورو
قومونو بې رحمانه نابودۍ او يا لږ تر
لږه د هغوی د شمېر د کمولو لپاره د قوې د استعمال اقدامات عملي کړل . د دې لپاره
جدي عوامل موجود وو :
ــ لومړی دا چې
د پښتنو د دولت د موجوديت
په ټولو اوږدو کې پښتنو هېڅکله د
هېواد د وګړو اکثريت نه جوړاوه .
دا د ګڼ شمېر مصلحتي «متخصصينو» د « څېړنو» له برکته
او د ځينو ذيعلاقه دولتونو د هدفمندې
پالیسۍ اثر و، چې
په افغانستان کې د نفوسو د تناسب تله
همېشه د « پښتون اکثريت » په خوا درنه ښودل کېده . ډېره جالبه خبره
دا ده چې
دغه « افغانستان
پوهان » د سلګونو کلونو په اوږدو کې د نفوس شمېرنې له هيڅ ډول ارقامو پرته ( په
افغانستان کې هيڅ وخت نفوس شمېرنه نه ده شوې
، لا امير عبدالرحمن خان هم د هغوی
په بې خبرۍ تمسخر کړی دی)، نړيواله ټولنه
غلطوي او په دې ډول د پښتني شوونيزم پر ژرنده اوبه جاري کوي، چې تر معينې
اندازې د افغانستان د خلکو
دغميزې په ګناه کې شريک دي .
ــ دوهم دا چې د اوږدې جګړې او
تقابل په ترڅ کې انساني تلفات او د
افغانستان او پاکستان له سرحد څخه د ميليونونو پښتنو د عنعنوي تګ راتګ د ګډوډۍ له کبله د افغانستان
پښتانه په رښتيني ډول د شمېر له مخې
د «مسلط قوم» ادعا نه شي کولای .
ــ
دريم دا چې بالاخره « راويښو شوو» غير پښتنو قومونو په ښکاره او «مستدلل»ډول د« سرنوشت د تعيين» او په دولتي قدرت کې د خپلې برخې د ترلاسه کولو
غوښتونکي شول .
په داسې شرايطو کې د پردې تر شا د غټو سياسي
لوبغاړو په اشاره ، طالبانو د تاجکو ، هزاره وو ، ازبکو او ترکمنانو د ډله ييزو وژنو
، اقتصادي او غذايي محاصرې له لارې
غوښتل، چې ملي مسئله په خپله ګټه
حل کړي .
په
دې برخه کې طالبانو د خپلو اصلي سيالانو- تاجکانو په ټکولو کې ډېره هڅه کوله . د هغوی په سيمو کې طالبانو - پښتنو د « ځمکې سوزولو» سياست چلاوه ، ټول ژوند او هر څه چې حرکت يې کاوه ، له
منځه يې يوړل . د عيني شاهدانو په قول،
هغوی په کورنيو حيواناتو سپو ، پيشوګانو
خرو او نورو باندې هم رحم نه کاوه . باغونه او شنه بوټي يې قطع کول ، کلي او
کورونه يې سوزول او له مځکې سره يې هوارول
. د اوبو څاه ګانو ته يې زهر اچول او داسې نور . د افغانستان تاجکانو د خپلې تاريخي عنعنې په تعقيب دا وار هم د بين المللي قواو او نړيوالې ټولنې
په مرسته د نوو پيدا شوو فاشيستانو - طالبانو په وړاندې د افغانستان د خلکو مبارزه
د بري تر پولې رهبري کړه . داسې ښکارېده چې طالبان د تل لپاره له سياسي ډګر څخه ووتل ، سوله تأمين شوه او نور
نو د دې وخت راورسېد چې د جنګ ځپلي
افغانستان بيا ودانول او د زخمونو تداوي
پيل شي . مګر سوال رامنځته کيږي، چې آيا دا ممکنه ده ؟
رښتيا
هم د افغاني ټولنې د مزمنې ناروغۍ د علاج
لپاره چې د ټولنيز «ډرام» مرض يې تېر کړی دی ، کومه واحده
نسخه او
« شربت دارو » وجود نه لري .
په
انتقالي دوره کې د بين القومي تقابل عمومي
بحران او عامې ګډوډۍ په شرايطو کې د
افرادو سره د خپلې وينې او خاورې په لور د کش او په يو معين قومي جميعت پورې د
تړاو شعور شدت پيدا کوي . دغه احساسات د يو قوم د روښانفکر قشر له خوا په
معينه ايديالوژۍ پوښل کيږي او هدف ته د رسېدو لپاره د ولسونو د
پراخ ټولنيز تحريک لپاره په کار اچول کيږي
.
د
قومي - سياسي ډلو په دغه تقابل کې سياسي- اجتماعي بحران په حسابي تصاعد پرمختګ کوي. «د افغانستان د بحران» د موجوديت په
ټوله موده کې که د مختلفو ګروپونو ، ګوندونو ، ډلو ، سياسي -
ټولنيزو شخصيتونو او نړيوالو
سازمانونو له خوا هر څومره حل لارې پېشنهاد شوې دي، له دې کبله نه دي عملي شوې، چې په يو يا بل ډول يې د قومي او مذهبي ډلو ځانګړو ګټو او
يا يې د هېواد عمومي ملي ګټو ته ځواب نه دی ويلی . په دې لړ کې مثلا يو وخت شوروي جنرالانو او د شوروي اتحاد د
کمونيست ګوند مرکزي کمېټې له مجبوريته وړانديز وکړ، چې د افغانستان اسلامي ديموکراتيک جمهوريت دې
جوړ شي او خلکو ته دې د سيمه ييزې
خودمختارۍ حق ورکړ شي، يا د افغان-
پاکستان د کنفدراسيون په باب د پاکستان جمهور رئيسانو ايوب خان او ضيأ الحق
له دسيسې ډکه طرحه او يا د لوی پښتونستان لپاره
د پښتنو نشنلستانو خوب او خيال او داسې نور د يادولو وړ دي .
د
افغانستان د اسلامي امارت د جوړښت پر بنياد د افغانستان د پرابلم د حل وروستي - طالبي موډل هم د هېواد لپاره انساني
فاجعه رامنځته کړه، ټولنه يې عميقا په نه پخلاکېدونکو قومي - سياسي او قومي - مذهبي ګروپونو وويشله .
د نسل او فصل کشۍ سياست چې پښتنو طالبانو
د تاجک- ازبک - هزاره وګړو په وړاندې
چلاوه، د قومونو تر منځ په مناسباتو کې يې
ژور خندق جوړ کړ او د شوونيزم په روحيه د روږدو پښتنو په وړاندې يې د نفرت روحيه وزېږوله . په دغه شان سياسي
واقعيت کې د دې انتظار نه شي کېدای چې د يو«مسلط»پښتون - قوم پر بنياد دې
ملي دولت جوړ شي .
تر
طالبانو وروسته د پښتانه حامد کرزي په
مشرۍ ائتيلافي حکومت هم د جنګ ځپلي هېواد دبيا ودانولو لپاره د خلکو
هيلو ته ځواب ور نه کړ، سوله او ثبات ټينګ نه شو، برسېره پر دې په دولتي قدرت او سيمو کې د پښتون - طالب اکثريت د «راژوندي» کولو لپاره د تمايل له نښو ښکاري، چې د حامد کرزي په چوپه موافقه
اويا دکرزي د حکومت دبې کفايتۍ له وجې، هره ورځ د طالبانو د بيا راتګ خطرات
زياتيږي . لا د 2005 کال په
اپرېل کې د افغانستان د بيا جوړونې لپاره
يوې لويې نماينده غونډې ته حامد کرزي په رسمي ډول اعتراف وکړ چې «په هېواد کې د سولې او امنيت تأمين لا تر اوسه د
امکاناتو نه لېرې خبره ده».
په دې وروستيو وختو کې د طالبانو د بيا فعالېدو په باب ګ . زوتوف
په خپله يوه مقاله «طالبان:
کله ناکله هغوی راګرځي»کې
ليکي : « طالبان د افغانستان تر نيمايي زياته برخه کنترولوي، ... پينځه کاله مخکې
غرنيو سمڅو ته شړل شوي اسلامي افراطيون په
خارق العاده ډول بيا راپيدا شول ، لکه سيمرغ چې له ايرو نه را پيدا شي، ... په
حقيقت کې د ناتو ائيتلاف اوس يوازې د کابل
په ځينو کوڅو کنترول لري.»
د دغه
حوادثو په رڼا کې او د حامد کرزي د اعلان پر بنياد چې «د افغانستان د اسلامي ګوند» مشر ګلبدين حکمتيار کولای شي د «سولې له پروسې سره» يو ځای شي، دا تشويش راپيدا کوي، چې د پردې تر شا به د پښتون - طالب ائيتلاف د
جوړېدو لپاره خبرې روانې وي . همدا شان له طالبانو سره د پخواني شمالي ائيتلاف د ځينو ليډرانو اړيکې
هم حيرانونکې دي.
قدرت ته د طالبانو د بيا
راستنېدو په اړه د افغانستان ايکس (پخواني) جمهور رئيس برهان الدين رباني د 2006 کال د نومبر په شپږمه ترکي اخبار
واکيت «Vakit» سره په مرکه کې
وويل «دا خبره هغه وخت ممکنه
ده چې طالبان د ټولو سياسي قواو ملاتړ ترلاسه کړي» هغه زياته کړه،«موږ له طالبانو سره جنګ نه کوو ... خو وروسته له
دې چې هغوی په قدرت کې شريک شي او د خلکو
يا اسلام خلاف عمل وکړي موږ به يې په ضد وجنګېږو.»
رښتيا هم په وروستيو وختو
کې طالبان دومره فعال شوي دي، چې هر څوک د هغوی د بيا فاتحانه راګرځېدو په باب
خبرې کوي. همدا اوس هم د « طالبانو د تحريک » مشران ګواښ کوي چې دوی به نه يوازې د امريکا او اروپا د حکومتونو، بلکې د دوی د ساده وګړو څخه هم خپل انتقام واخلي . د طالبانو يو
قوماندان وايي: «موږ د ساده اروپايانو وژل ځکه
ممکن بولو، چې هغوی خپلو حکومتونو ته رايه ورکړې ده»
په دې ډول طالبانو ټولې
نړيوالې ټولنې ته چلنج ورکړی دی. سوال رامنځته کيږي، د مقابل لوري او نړيوالې
ټولنې لپاره څه کول پکار دي چې په افغانستان کې د نوې تراژيدۍ مخه ونيسي او په
هيواد کې سوله او ثبات ټينګ شي؟ په دې
برخه کې لکه څرنګه چې ګ . عبدالله ليکلي
دي : « د جنګ د ختم او ملي پخلاينې او په دې ترتيب د
سياسي ثبات لپاره دتاجکستان تجربه ښايي، چې که د مخالفو قواو محرکه قوه دا وي چې
هغوی غواړي خپل هېواد دغښتلي او ازاد دولت په توګه وګوري ... نو هغوی د دې قابليت
لري چې په خپلو سياسي نظرياتو او عمل کې له افراط څخه ډډه وکړي ، په خپلو کې مشترک
ټکي ولټوي او د سازش او متقابلې تېرېدنې لار پيدا کړي»، له دې کبله د مخالفت داخلي عوامل او بهرني تحريکونکي
فکتورونه بايد له منځه يوړل شي .
له دې ځايه ذيعلاقه نړيوال
زبرځواکونه او دسيمې دولتونه بايد په افغانستان کې له خپلو جيوپوليتيکو ادعاوو څخه
منصرف شي، د بېلابېلو دلخواه قومونو نظامي - سياسي
او مذهبي ملاتړ بند کړي او د دې پرځای
د « بشري مرستو» بهير پياوړی کړي .
په دې برخه کې روسيه د
شوروي اتحاد د وارث په توګه کولای شي نه يوازې د افغانستان تر لسو ميلياردو ډالرو قرض وروبخښي ، نه يوازې
افغانستان ته په بشري ، اقتصادي او
ايکولوژيک «طبيعي» ساحو کې اړول شوي تاوانونه جبران کړي ، بالکې لکه څرنګه چې له يوه متمدن هېواده سره ښايي، د افغانستان له
خلکو څخه رسمي معذرت وغواړي . همدا کار دې نور هېوادونه هم وکړي .
د افغانستان سياسي او
دولتي- حقوقي موقف هم مهمه خبره ده .
د افغانستان په کورنيو
چارو کې د بهرنيو هيوادونو د نه مداخلې پربنسټ
مناسبه ده، چې افغانستان ته په قانوني ډول
د يو بې طرف دولت موقف تعيين شي. په دې تړاو د افغانستان سرحدونه او په ځانګړي
ډول د «ډيورند خط» بايد د «پرديو» پښتنو د
ډله ييز تېرېدو راتېرېدو له هر ډول مداخلې
او نفوذ څخه مصئون وي . او
بالاخره د هېواد دنوم په باره کې :
نړيواله تجربه د ورته
اشتباهاتو ښه پوره مثالونه لري،چې ملتونو
او دولتونو د خپل تاريخي انکشاف په پروسه
کې اصلاح کړي دي . د «افغانستان» نوم د همدې کتګورۍ تراژيدي اشتباه ده،
چې د دغه هېواد وګړو ته يې بې حده
بدبختي او کړاوونه په برخه کړي دي ... شرقيان ډېر هوښيار متل لري، وايي : «نام نېک،نيم دولت .»
ځکه نو د«افغان» او«افغانستان» د نامه په سر دقومونو د دښمنۍ او مخالفت د له منځه وړلو لپاره ښايي د
افغانستان خلک ، سياسيون، ټولنيز شخصيتونه، دولتمردان او عالمان په دې خبره فکر وکړي. کېدای شي ګټوره وي چې دغه غم ځپلی هېواد
خپل پخواني تاريخي نامه ــ آريانا ته راوګرځي .
د هېواد د نوم
دا ډول سياسي توپونيميک تغيرشکل په ظاهر کې له
تصوره وتلی ايسي، مګر په اصل کې کاملا
عملي دی . په دې کار به د هېواد د بدمرغۍ
اصلي علت له منځه ولاړ شي، چې د هېواد نوم يوازې په يو قوم افغان
- پښتون ايتنوس(ethnos) پورې تعلق لري، د پښتنو
او نورو قومونو (په عمده ډول د پښتنو او تاجکو) تر منځ به د قومي او مذهبي مخالفتونو د حل لپاره ښه شرايط برابر شي ، د دولت په
چارو کې به په ازاد ډول او برابرو حقوقو
د ټولو قومونو د برخه اخيستلو
لپاره شرايط برابر شي او دغه هېواد به په نړيواله ټولنه کې خپل مناسب
ځای ونيسي . که نه وي نو د قومي سياسي نښتو اور به
لا څو لسيزې نور هم بل وي . ځکه اوس ټول پوهيږي چې د پښتنو «تل تر تله» غالب حاکميت نور ممکن نه دی . سره
له دې چې د امريکا او دهغې د متحدينو د قوي سياسي لاسوهنې له برکته بيا هم په قوم
پښتون حامد کرزي قدرت ته ورسېد، پښتني محيط نور نه شي کولای د کابل د شاهانو او
ولسمشرانو دايمي منبع شي . تاجکان چې د هېواد د نورو غيرپښتنو قومونو سره په اتحاد
کې لس ګونه کلونه د افغان - پښتنو د اقتدار
په وړاندې جنګېدلي دي ، نور هيڅکله
د پښتنو سياسي برترۍ ته اجازه نه ورکوي . افغانان - پښتانه په خپل نوبت هيڅکله نه شي کولای له دې سره
موافق شي چې هغوی نور نه شي کولای هېواد
په خپل سر او دلخواه اداره کړي . د بن بست
په داسې حالت کې پرګماتيک سياستوال لکه
برهان الدين رباني د حل لار د فدرالي دولت
په جوړولو کې ويني .
د دغه هېواد د عمده سياسي مسئلې دا ډول حل او د خاورې اصلي
تاريخي نوم - آريانا ته په بيا راګرځېدو به
تاريخي عدالت پر ځای شوی وای .