
م . بياباتی 25/02/2011
نن ورځ می چه هره انتر نټی پاڼه کتله تود خبر دولسی جرګی ښخړه وه ګر چه پدی هکله می د محترم سلام خان هراړخیزه لیکنه چه په افغان جرمن پورتال کښی خپره شویوه ولوستله نو ومی غوښتل چه دمحترمی خوردتسلی په خاطر څوټکی ولیکمه .
چه ته یوه افغانه اودولس نما ینده هغه څه چه ولس له تا توقع لری تا کړیدی اوستا نوم به دتاریخ په زرینو مخونو کښی لیکل کیږی تاسی حق په جانب ولس ستاسی تر شاولاړدۍ اوالله پاک دحق طرفداردۍ ضرورت ددی څه دۍ چه خبری اخلال شی یا نوری ښځینه لاس اچولوته وهڅول شی چه داد افغانانو په کلتورکښی ناوړه کاردۍ اودکورنۍ تربیت څخه یی هم نمایند ګی کوی .
محقق یوځل بیا په ډاګه کړه چه دخپلو تیرو کړنو څخه ندۍلاس پرسر شو ډیری میندی دی کونډی کړی ډیر ماشومان دی یتیمان کړل اوهغه نن ورځ ګدایی کوی دکابل ښار کښی هره ورځ چه ګر ځی خا طری یی نه ور په یادیږی چه د کوټه سنګی په څلور لاری کښی دانسانانو پر سرمیخونه ټکوهل دمړوڅخه یی پلونه جوړول مړی یی ګډول دپوهنتون په الماریو کښی یی انسانان وچول دانسانا نو پر سرد سروغوړیو اچول له ښځینه څخه به یی دبدن غړی پریکول اوهم ښځینه دکنیزی په توګه ساتلی دا فکر نه کوی چه افغانان غچ اخستل نه هیروی دهغی ورځی فکریی ندۍ کړۍ .
تا وختی باید دخپل عمل سزال لیدلی وۍ مګر دیوه ملی حکومت دنشتوالی له امله اوس سیاست مدار هم شوی دابه ترکله وی ددی کړنو اصلی عامل په ولسی جرګه کښی قانونی دافغان ماشومان نو دکتابونوغل او دافشارو دهزاره قوم د قتل عام شریک دۍ چه که نوموړۍ دولسی جر ګی مشر ونه ټاکل شی دا پهلوانی به روانه وی بیا ددی ټولو بدبختیو بی کفایتیو اودقانون نه پلی کولو عامل کرزۍ دۍ .
اوس دملت رښتینو نما یند ګانو ته پکاردۍ چه ستا تر شا ودریږی اوتا رښتیا ویلی دی ضرورت نلری چه له یوه قاتل څخه بخښنه وغواړی محقق هیر نکړی چه دمنځنی ختیځ پا څونونو نښانی افغانستان ته هم رارسیدلی دی دایرا ن اخوندان یی خبرکړی اوکه هلته دهم دپښی ځای ندۍ پریښۍ هغه متل خو به یی اوریدلۍ وی چه وایی څه چه کری هغه به ریبی .
ماداوس یوی لیکنی باندی شروع کړیدۍ چه مجاهرین بلند منزل دجنایاتومارشالان اوحرفوی قاتلا نو څخه پرده پورته کړمه او رښتینی مجاهدین څوک وه .
اوددی انتظار هم یمه چه ځانګړی محکمی هم (۸۳) تنه وکیلان په جعل کاریو تورن په خاصه توګه هغه جنایت چه دغزنی له اوسیدونکوسره شویدۍ چه ځوابګویه یی کرزۍ دۍ یوی خواته شی اوکیلان هم دتیر په شان خپلی تیلفونی نمری اوایمیل ادرسونه انترنتی پاڼوته ورکړی په لمړی سرکښی دقانونی جنایات ا وڅومر ه په فساد ککړ څومره دوسی له څارنوالۍ ملل متحد او نورو ادارو سره لری بیا دمحقق په هکله چه دولسی جرګی غړی ددوی اصلی څیری وپیږنی .
اوکه هر هیوا د وا ل پدی برخه کښی راسره مرسته کولای شی له مرستی څخه یی مننه کوم .
دودان اوباامنه افغانستان په امید .
په درنښت
م . بیابانی