امريکايان افغانستان کښی پښې ټينګوی اوکه پښی سپکوی

   ۲۱/۰۲/۲۰۱۱ 
پدی ورستیوکښی حامد کرزی دامریکاددایمی هډو په هکله څرګندونی وکړی چه لمړۍیوه امریکایی سنا تور دامو ضوع یاده کړی وه اوکرزی نا خبری ښود لی وه .
مخکی لدی چه اصلی مطلب ته راشو ځینی نورومربو طو مسایلو ته به کتنه وکړو .
دسړی جګړی په وخت کښی  امریکایانو دپخوانی شوروی له یرغل څخه په افغانستان باندی ګټه اوچته کړه چه له  اوږدی جګړ ی وروسته پخوانی شوروی جګړه وبایلله او افغانانو په میلونونو ځانی اومالی زیانونه وګالل سړه جګړه دغرب په ګټه دافغانانو په وینه پای ته ورسیده چه  غرب نورافغان مجاهدین په لوږی خیټه لوڅ تن او بی کورۍ حالت کښی هیر لا څه چه مسله یی ناحله او کورنۍ جګړه د ببرک کشمیری ډلی احمدشاه مسعود ربانی اودوستم  دروسانو په هدایت شروع کړه او دکابل ښاریی دخود خواهی اودروسانو په دستور په کنډوالو او هدیری بدل کړاو بر هان الدین ربانی دکابل ښار مرکزی برخه کښی ریس جمهوروه چه دکابل ښاریانو سر مال اوناموس خوندی نه وه بلکه تر لمړۍ سقاوی بدتره دوره وه چه پدی وخت کښی دامریکایانو دوستی هم ولیدل شوه اوپرهغوی څومره باور کیدایشی  .
دکرزی پخوانی مرستیال احمد ضیا مسعود دپنجشیر اوسیدونکۍ  دمحقق اودوستم دسورڼی وهونکی په ملتیا دالمان دبرلین ښار ته تیر میلادی کال سفر وکړ چه هلته یی دامریکی څلورتنه سناتورانوسره دافغانستان پرسر دسودا یعنی تجزیی خبری وکړی نوموړۍ دمړه قوماندان احمدشاه مسعود وروردۍ چه دوی پداسی مسایلو کښی دروسانو له وخته تر نن پوری تجربی لری او جناب کرزۍ له خپله جیبه نه بلکه دغرب له ګدایی ډالرو څخه ورته یو ځل (۵۲) میلونه ډالر و رکوی چه نور به یی پټ څومره ورکړی وی داهرافغان ته څرګنده دۍ چه کرزی داداری واګی دپنجشیر او سیدونکو ته ورکړی دی   .
یوه تن چه دبی بی سی له راډیو سره یی دکرزی په پلوۍ ا پلتی ویلی دخالد پښتون په نوم  څوټکی په ګوته کړل چه طالبان خپله په خیټه ماړه ندی هغوی به ملت ته څه ورکړی  بل چه (۴۶) هیوادونه افغانستان نشی اشغا لولۍ  امریکا جاپان کښی  هډی لری د جاپان په مسایلو کښی مداخله نه کوی اودایران مداخله یی وښودله  
زه په لنډه توګه نوموړی ته داوایمه چه ملت ته نه طالبان څه ورکوی اونه هم کرزۍ دملت روزی رسان الله پاک دۍ کرزۍ دومره کولای شی چه دځان کورنۍ ا وهغه ما فیا چه پری راټوله دۍ  میلونران کړی چه دامریکی له رستوران څخه نیولی ترنن میلونری پور افغا نانو ته څر ګنددی  .
د(۴۶)هیوادونو مسله هغه امریکی له ځانه سر ه اشرباڼی راوستلی دی د ا مریکی تر فرمان لا ندی دی  .
دجا پان په هکله زه باید ووایمه چه نوموړۍ  دا ځانته معلومه کړی چه دجاپان دتیرصدراعظم داستعفا علت څه وه سوال یی ځواب کیږی .   
  ا یا په تاریخ کښی داسی شوی وی چه ریس جمهور له دښمن هیواد څخه نغدی پیسی په کڅوړو کښی واخلی بغیر دافغانستان له ریس جمهور څخه ایران په تاریخی لحاظ دافغانانو دښمن دۍ  اودکرزی اداره دایرانی کړیو پلاس کښی دۍ چه دایران ګمارلی  دجمعیت  نظار  وحدت  په  وجود کی اونورو په ګډون یی اداری فساد  تعصب  بی امنیتی  را منځ ته کړی او دپښتنو په ضد یی جګړه روانه ده چه ذکرشوی دکرزی په ګډون زموږ دتاریخ تور مخونه جوړوی  .
په افغانستان کښی یوی غیر دولتی اداری پلټنه کړی چه له مخی یی  ۷۰  ٪ خلک دغذایی بحران او   ۳۶  ٪  یی له قحطۍ سره مخا مخ ښودلی دی  .
نن ورځ افغانستا ن بی سر پوښه دیګ دۍ  دهند  هیواد چه خپله دلوږی اوبی روزګارۍ په رنځ اخته دۍ مګر وایی چه دافغانستان په بیا ودانولو کښی  (۳؛۱) بیلو نه ډالر لګوی مطلب دکشمیر پرسرله  پاکستان سره دلوبی    ډګرزموږ هیواد ګرځیدلۍدۍ  .
دافغانستان جګړه لویه کړ کیچنه جګړه دۍ چه ورځ تربلی نوره هم کړ کیچنه کیږی بهرنۍ لاس وهنی او مقاومت ورځ په ورځ زیاتیږی دنړۍ والو اوسیمه ایزو هیوادو دلوبی دګر ګرځیدلۍ دۍچه هر لورۍ یی دخپلو ګټولپاره کاروی  او امریکا له زور او تهدید څخه کاراخلی  لکه لاندی مثالونه  .
امریکا نن ورځ د زبر ځواکۍ له امله دنړۍ په هرګوټ کښی چه غواړی هډی جوړوی چه دملل متحد منشور اومو جودیت یی تر سوال لا ندی را وستلۍ دۍ  ځکه دملل متحد غړی هیوادونه مساوی حقوق لری لکه چه عراق پرکویت برید وکړ نور امریکا یی غوږونه تاو کړه مګر نن ورځ یی بی دملل متحد له فیصلی عراق اشغا ل کړۍ دۍ چا یی سزا ورکړه یا هم نن ورځ یی افغانستا ن دملل متحد دفیصلی  په اساس اشغال کړۍ دا فیصله ددایم لپاره دۍ  اوکه دفوځی هډو جوړول دی دپوښتنی څوک نشته.
دبلجیم یوه قانون پوه دامریکایی جنرال تا می فرانکس دامر یکایی قواو قوماندان په وړاندی محکمه کښی رسما شکایت ثبت کړۍ چه پر نوموړی جنرال تور لګولۍ وه چه په عراق کښی په جنګی جنایاتو کښی ښکیل وه ددی غوښتنی پر وړاندی امریکا ګواښ وکړکه بلجیم له خپل قانون څخه دبهر نیو جرایمو پر وړاندی دعدلی تعقیب احکام فسخ نکړی نو امریکا به دناتو مرکزی دفتر له بلجیم څخه دباندی وباسی  بلجیم یو ازاد اروپایی هیواد دۍ ځانګړۍ عدلی سیستم لری  په خواکښی ورسره هالند کښی بین المللی محکمه اونورو اروپایی هیوادو نودامریکی په مقابل کښی  سکوت اختیار کړ  .
زموږ هیواد کښی چه عدالت دمصلحتونو ، مصونیت  او معافیت قربانی دۍ نور دامریکی دکړنو په وړاندی به عاجز نه وی  حکومت یو زخمی عسکر په کنړ ولا یت کښی دبهرنیانو مرکزته دعلاج لپاره وروړ ۍ وه  هغه مړ او دبدن غړی یی ورڅخه ایستل شوی وه څوک یی پوښتنه  نشی کولۍ  .
یا هم عبد الرحمن نومۍ جه د پنجشیرولسولۍ اوسیدونکۍ وه اوعیسویت ته اوښتۍ وه محکمی په سزامحکوم   کړۍ وه مګر کرزی هغه دواتیکان په امرله زندان څخه مستقیما ایتالیا ته ورولیږه  لدی څخه په ډاګه کیږی چه کرزۍ خپلواکه نه بلکه بل واکه دۍ.
له کابل څخه به د بیروت  اوکسبلانکا   په شان  دغربی هیوادو دعیا شی مرکزجوړ کړۍ ګر چه اوس هم کومه کمی ورڅخه نلری  ډیر داسی ځایونه په کابل کښی شته چه یوازی بهرنیان دور تګ اجازه لری.
دافغانستان جګړی دپیچلتیا له امله داروپا اتحادیه اوامریکا داختلاف سره مخامخ شویدی د دسامبر په        ۱۶نیټه ۲۰۱۰ میلادی کال دارو پا اتحادیی فیصله کړی وه چه په افغانستان کښی فوځی مداخله ناکامه شویدۍ مګر دامریکا ولسمشر ددی نظر مخالف دۍ اووایی چه افغانستان کښي حالات ښه شویدی   .
دامریکاولسمشر مرستیال  جوبایډن تیر میلادی کال  ۲۰۱۰ ددسامبر په میاشت کښی په یوه تیلویزیونی مرکه کښی ویلی وه چه د  ۲۰۱۱ میلادی کال په اوړی کښی به امریکایی ځواکونه له افغانستان څخه وتل پیل کړی اوتر ۲۰۱۴  م کال پوری به په پشپړه توګه له افغانستان څخه ووځی مګر سږ کال دجنوری په میا شت کښی چه کابل ته راغۍ نور خپله تیره وعده یی هیره ویی ویل چه له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم که افغانان وغواړی امریکا حاضره ده چه افغانستان کښی پاته شی  .
امریکا داسلامی هیوادوپه برخه څیړنی کړی  پوهیږ ی چه له هغوڅخه دخپلوګټولپاره څرنګه ګته واخلی  مثال بالکان کښی یی دبوسنیا اوکوسوو څخه دیوګوسلاویا په ویشلو کښی استفاده وکړه   سوډان یی هم د طبعی زیرمو په خاطر بالکان جوړکړۍوه ترڅو یی تجزیه کړ   .
که دفلسطین حالاتو ته وګورو داسی ورځ به نه وی چه ماشومان نه وی یتیمان شوی او جونګړی یی له خاوروسره نه وی برابری شوی ښونځی یی له خاورو سر ه برابر شول مګر امریکا له اسرایلو څخه ملا تړ اودملل متحد  (۳۰ ) پریکړی یی  داسرایلوپه برخه کښی ویتو کړی اوخپله اسرایلو دملل متحد (۶۵) پریکړی  تراوسه پوری له پښو لا ندی کړیدی .
دعربانو لپاره د افغانستان جهاد ته هم امریکی زمینه برابره کړه دعربو په منځ کښی ی تبلیغ وکړ ترڅوعربان افغانستان ته راشی اودرو سانو په مقابل کښی وجنګیږی  چه ورور سته القا عده مطرح شوه  .
 افغا نان له تیرو تجروبو څخه هوښیار شوی دی اوس ګرانه دۍ  چه په اسانۍ سره پرامریکا یی زبر ځواک باوروکړی دا اوس په امریکایانو پوری اړه لری چه دافغانانو باورڅرنګه تر لا سه کړ ی نه دڅو تنو او یا څو ډلګیو  .  
امریکه دپخوانی شوروی له تجزی څخه راوروسته دانرژی لرونکو سیمو ته درسیدو  په تکل کښی اودهغوهیو
ادودتجزی  په فکرکښی شوه  چه دامریکی  دتوسعه طلبۍ  اوګټومخالف وه او یاهم دپخوانی شوروی نږدی ملاتړی وه  .                       .                                                                                                   اوس که اصلی مطلب ته راشو چه امریکایان ولی دهډو جوړول غواړی افغانستان کښی دافغانانو غبرګون دګا ونډیو  اوسیمی  قدرتو نو غبرګون اوراتلونکی پایلی به یی څرنګه وی په لنډه توګه کتنه وکړو  .                که دامریکایانو دلمړیو وختونوڅرګندونو ته نظر وکړو امریکایانو ډندوری شروع کړی چه طلبانو دتروریزم اوالقاعده  ځاله افغانستان ګرځولۍ دۍ با ید له منځه ولا ړ شی چه دطالبا نو سر ه یی خبر ی وکړی چه دا ټولی نمایشی وی اصل مطلب ی دافغانستان اشغالول وه اود هډوجوړول چه نن ورځ یی په ډاګه وویل مګر افغانان له اوله پدی پوه شوی وه او کله یی چه د خپلو فو ځیانو لپاره بنیادی کارونه شروع کړل نورهم ښه وپوهیدل .
ځینی سیاسی څیړونکی پدی نظر دی  لکه  ۲۰  کاله پخوا دامریکی په هیت حاکمه کښی که فوځی دی اوکه امنیتی  اویاخبری دی هغه ټول دامریکی دنفوس دخاوندانو  فرمان برداره دی  چه پر افغانستان باندی یی دحملی  نوم لری کړ   دتروریزم په ضد جګړه  ؛ دبن لادن دنیولو  او ددیموکراسی درامنځ ته کولونوم کیښود
مګر ځینی نورسیا سی  څیړونکی بیا پدی نظردی چه دامریکی حاکمه هیت  قبضه پر نړۍ دامپراطورۍ جوړول سر مایه ګڼی  .
امریکایان  دظا هرشاه په وخت کښی پدی لټه کښی شوی وه چه افغانستان کښی یوه فوځی  هډه جوړه کړی مګر په هغه وڅت کښی ورسر ه نه وه منل شوی  .
افغانستان دمر کزی اسیا څلور لاری پرسر چه امریکایان غواړی دافغانستان له فوځی هډی څخه دمرکزی اسیا طبعی زیرمی  شرق میانی  دایران تر نفوس لاندی راوستل دچین داقتصادی قدرت مخه نیول  دپا کستان بالکانول اواتومی وسلی کنترولول او په راتلونکی کښی دروسی دقدرت مخنیوۍ اوکه وخت او شرایط ور سره یاری وکړی اوامپراطوری یی نه وی نړیدلی د هند پر ضد هم وکاروی  .
هغه ډله افغانان چه ګټی اوموقف یی دامریکایانو په وجود کښی خوندی دی دهډو پلوی کوی چه داډلی په جنګی جنایاتو  ؛ اداری فساد ؛ بشری حقوقو تیری کونکی او مافیایی کړیو سره تړاو لری  چه پخپله امریکا درسنیو په وسیله دهغوی جنایت بر بنډ کړی دی   مګرددی ترخوا یوه کمه اندازه وطنپاله افغانان هم دهډ و پلوی کوی پدی شر ط چه یو مثبت بدلون رامنځ ته شی   اما په عمومی توګه افغانان یی مخالف دی  ځکه چه کار نا اهله بی مسلکه کسانو ته سپارل چه پایلی یی منفی درحال چه موږ کارپوهان مسلکی کدرو نه په داخل او بهر کښی لرواما مافیایی باندونه یی مخالفت کوی چه دهغوی ګټی دخطر سره مخامخ نشی عوام پدی نظر دی چه دامر یکایانو راتګ زموږ هیواد ته اشغالی بڼه لری چه نښانی یی ورځ په ور ځ په ډاګه کیږی او جنایتکارانو سیاسی ؛ اقتصادی ؛ اونظامی واګی پلاس کښی اخستی دی دولس په ژوند کښی کوم مثبت بدلون نه تر سترګوکیږی بلکه منفی بدلونونه تر سترګو کیږی قانون نشته هره ورځ افغانان شهیدانیږی  کورونه یی دشپی لخوا تلاشی کیږی  بیکاری ورځ تر بلی زیاتیږی  نرخونه لوړیږی  .
 دا اوس دمخا لفو وسلوالو په ګټه تمامیږی دهغوی ملاتړی زیاتیږی دهوا په ګرمیدو سر ه به سختی جګړی پیل شی اودملی پاڅون لپاره به لیاره  هواره شی چه ضرر به یی افغانان او ګټه به ګاونډی او دسیمی هیوادونه تری پورته کوی  .
 امریکی ته هم داجګړه   دامریکی په تاریخ کښی د ویتنام له جګړی اوږده او له اقتصادی پلوه هم ورته ملا ماتونکی  روانه دۍ علاوه لدی اوس یی په نړۍ اوکور کښی اعتبار نور هم دسخت زیان سره مخا مخ کیږی چه دالقا عده جګړی اصلی څیره اوس څرګنده یعنی مطلب دفوځی هډو جوړول اوافغانستان اشغالولوه  .
دګاونډیو هیوادو دریځ دبهرنیو فوځونو په وړاندی له پخوا څرګند و ه هغه دا چه پا کستان خپله ویره دهند له نفوس  اوبهرنیو هیوادو دفوځی شتون څخه په ډاګه کړی وه
ایران چه له څو لسیزو را پدی خوا یی دامریکی سره اړیکی  ترینګلی دی اویو بل ته ددښمن خطاب کوی نوری  به هم ترینګلی شی اوټس به یی له افغانانو څخه وباسی ددواړو هیوادو تبرو ته به  لاستۍ پلا س ورشی خپلی مداخلی به زیاتی کړی او دافغانانو په وینو به له غرب څخه غچ اخلی  .                                                     دچین هیوادهم  په ځیر سره د سین کیانګ ایالت  مسلمانان چه په خټه ایغوردی اوافغانستان سره ګډه پوله لری څاری نه چه امریکایان لدی لاری  دچین دننه لاس وهنه شروع کړی  چین د امریکی له دایمی هډو سره  لدی اونورو ابعادو مخالفت کوی  . 
روسیه چه مرکزی اسیا یی یووخت دامپراطورۍ یوه برخه وه اودامریکی سره  د ګرجستان پر سر هم اختلا فات لری اوپه اوسنی حالت کښی دناتو لپاره ترانزیتی لاره هم دۍ د امریکی فوځی هډ ه دخپلی دروازی ترشا نشی زغملای اوخپل مخا لفت یی په ډاګه کړیدۍ .
 دامریکی فوځی هډی به افغانستان دامریکی   چین  روسی  ایران   پاکستان  هند  او ځینی عربی هیوادو  د وز لوبی  ډګر وګرځوی .
دا به راتلونکی کښی ولیدل شی چه  دامریکی پښی  زموږ په هیواد کښی ټینګی شی اوکه سپکی شی  داوس لپاره خو امریکی دواړه پښی په یوه موزه کښی کړیدی چه پښی ټینګی کړی  مګر دتیرو کلونو جګړی څخه د   پخوانی شوروی اشغال څخه  او تاریخ څخه  چه افغانستان  دزبر ځواکونود هدیری په نوم شهرت موندلۍ دۍ
ورته به  ښه او ابرو مندانه  وی چه په فوځی لحاظ پښی  سپکی کړی اوخپلی اقتصادی  سیاسی او نظامی همکاری ته دوام ورکړی دا به ددواړو خواو په ګټه وی .                                                                                                         
دبیا ودان  ښکلی اوسر لوړی افغانستان په هیله  .
                                                                                           
                                                      په درنښت                       
                                                  م . بیابانی