څنګـــــه به ابادشي داسپيره وطن!؟
ښکيل په تورتمونوکې تياره وطن
نه شماري بچيان يې غم ، خوښي دځان
شماري يې مــــــــورنه ، ګڼي ميره وطن
ښـــــه بـــــــه وي تقدير،تدبيرناسم زموږ
تښتي نيکمرغي ، ميلمه دی غم زموږ
وتړو مهارد خــــــــــره لکۍ پورې
خودبه منزل لنډوي ، بهيرتم زموږ
څوک لري احساس چې دوطن ،ولس
نه لر ي امکان دخدمت ، ناست بې وس
هغه چې نه احساس نه استعداد لري
کارلري ،څوکۍ لري ،هم موړيې نس
څوچې داڅادردتيارې ټول نه کړو
ښه او بد پــــه سمه تله تول نه کړو
ويښ نه کړووجدان ويده له خوبه خپل
خوا تـــــــه د ګدا ګوزار کجکول نکړو
بس په دغه توروشپوکې ميشت به يو
وژنوبه یوبل وينوکې خيشت به يو
منتظرمسبد
وروستي