
دمخکښ شاعر اونومیالي لیکوال او داستان
لیکونکي ښاغلي عنایت الله پویان دادبي آثارو یوه بیلګه
ګرانوهیوادوالو
او دکیسواوداستانونومینانو!
د ښاغلي عنایت الله پویان څلورمه کیسه چې ډیره
خوندوره اوپه زړه پورې ده تاسو ته وړاندې کوم. هیله مندیم چې دتاسو ادبي تنده پرې
ماته شي.
په ډیر
درنښت: انجنیر عبدالقادرمسعود
ګنجی پادوان
په اصل کې خو شاد محمد نومیده خو د کلي هلکانو به هغه د شادو په نامه سپک یاداوه-
د شادو سر پک ؤ او د هغه د پک سر په ټپونو د مچانو وار نه کیده- شادو به د ملا د
الله اکبر د غږ د پورته کیدو سره جوخت، سهار وختي د کلي غواګانې او پادې له کلي
څخه بهر د وچ خوړ په ګاټو کې را غونډولې او د لمر څرک د لګیدو سره به یې جوخت د څړ
لپاره د پراخو ورشوګانو په لور ځغلولې، د کلي ناړام هلکان به د هغه پسې څرۍ ډلې،
ډلې روان ؤو- چا به د هغه د پادوانۍ لکړه تښتوله او چا به د هغه د پک سر پکوله
تښتوله او چا به د هغه په پک سر د څپیړو ګذارونه کول او چا به هغه ته د پکانو سندره(پکه
پکه پکه- د سر چاړه دې ورکه) ویله خو شادو به له هلکانو ډاریده او چاته به یې غږ نه کاوه هغه
به د هوا د تاودیدو سره جوخت د کلي پاده د سپیره ډاګ په ګیډې ور
ننویسته او د ډاګ په نیمايي کې به ناړام هلکان د کلي په لور را ستانه شول او د
شادمحمد د غوږونو او ماغزو په ژورو کې به د هلکانو د ټوکو،
ټکالو او خندا ګانو کړسهار غږونه او انګازې چوپې شولې- د بیدیا بد رنګو کربوړو،
چرمښکیو، صحرا يي مږو او موږکانو به د هغه تر مخې دا خوا او هغه خوا
منډې را منډې وهلې- شادو به د بیدیا بد رنګ کربوړي په کاڼو ویشتل او
خپل سات به يې پرې تیراوه او کله ناکله به یې د شینکي آسمان د چتر لاندې د
هوایي مرغانو- باښو، بازانو، ګربتو او ټپوسانو د هسکو آلوتنو تماشې کولې- هغه به د
یوې هسکې غونډۍ د پاسه ؤ خوت او د پادوانۍ په لکړې به یې څنګل ولګوله او غواګانې
به یې له نظر تیرې کړې ( یوه، دوه، درې، د المراکا ښکروره، د سلیم دوکاندار چپۍ، د
بی بی نورې ترور ښکر ماتې،د کندهاری کاکو ژیړه غوا، د ملا حق نظر آخوند
برګه غوا، د سلیمې خور توره غوا، دخالق داد بنجاره سپینه- د سوبه دار
اکا نورستانۍ غوا شکر پوره دي او ورکې نه دي) هغه به ورو، ورو
له هسکې غونډۍ څخه هوارې ځمکې ته را کوز شو او بیا به د یوه وچ پوټي د سیوري لاندې
کیناست او د چاودو پښو له چاودو پوندو څخه به يې اغزي لرې کړل او بیا به
شواړ، شواړ د پادو پسې ؤ خوځید- د بیدیا په چوپې او خاموښې دنیا ګۍ کې به د هغه په
نامید زړه کې رنګ خبرې تیریدلې- هغه به کرۍ ورځ له ځان سره لګیا ؤ او له ځان سره
به یې خبرې کولې(زما سر پک دی د کلي ګلالۍ پیغلې انجونې له ماسره مینه نه کوي، خیر
دې وي، زه به دخپلې پادوانۍ د مزد پیسې له کلیوالو ر ا ټولې کړم او مور به مې ما د
کابل جان ډانګټرخانو ته بوزي او د کابل جان زړه سواند ډانګټران به زما د ګنجي سر
په ټپونو د درملونو پتۍ ګانې ولګوي او زما په سر به خیالي ګرې څڼې را شنې شي، زه به
د خپلې ترور د لور له دورخانۍ سره واده ؤکړم- زما د واده په بختورو شپو او ورځو کې
به د کلي ډمان نغارې ؤ کړنګوي او د کلي ځوانان به اټنونه ؤکړي او انجونې به
دریاګانې ؤ وهي) هغه به د دوبي کرغیړنه تاوده اوږده ورځ د غوا ګانو پسې په خوږو
خیالونو او خوږو چرتونو کې تیره کړه- مازدیګر کله چې به د آسمان مخ د ناوکیو د
لاسونو په څیر تک سور واوښت شادو به په غواګانو د (هوی، هوی) غږونه اوچت کړل او
غوا ګانې به شلمې، شلمې د کلي په لور ؤ خوځیدې او د شودورو لنګو غواګانو له رمباړو
سره جوخت کله چې به د پادې سر د کلي کوڅو ته نږدې ورسیده ناړام هلکان به یو
زل بیا د شاد محمد د ځورولو لپاره یو د بل پسې را ؤ ټوکیدل او د پکانو سندري به
بیا پیل شوې(پک ویل ادکې، د بر کلي ملکې ، د پلار مې دومره قد دی، لکه
جوار په پالیزه کې)( پک ویل دادا، بلا دې په کلا،مچان په
کې دیره دي زما سر يې کړ تالا) هغه به د سترګو په رپ کې د کلي غواګانې د هغوی په
میرمنو وسپارلې- تیر ماښام کله چې به د کلي په تاو را تاو کوڅو کې د ماښام د ترږمو
خړه پرده را پریوته شادو به ستړی ستومانه خپلې جونګړې ته را ستون شو او د هغه د
سپینو کمڅو مور(قندۍ) ابۍ به پورته شوله او د شاد محمد لپاره به یې د خوندورو
ماستو کټو را واخیستله- شادو به د جوارو له ټیکلې سره ماستې ؤخوړې او بیا به يې د
کوچنۍ څپرې لاندې، د شلیدلي پوزي د پاسه ډډه ولګوله او ویده به شو- هغه به کرۍ شپه
خوبونه لیدل- کله به يې په خوب کې لیدل چې ګنې مور یې هغه د کابل جان ډاکټرانو ته
ورولي او د کابل جان ډاکټران د هغه په پک سر د درملنې پټۍ ګانې لګوي او کله به يې
خوب لیده چې ګنې دهغه په پک سر خیالي ګرې څڼې را شنې کیږي او هغه د خپلې ترور د
لور له ( دورخو) سره واده کوي او کله به يې په خوب کې لیدل چې ګنې
ښکلې(دورخو) د هغه په غیږ کې پرته وي او د هغه په ګلالیو تورو څڼو لاس را کاږي- د
سپیدو د چاودیدو سره جوخت کله چې به هغه سترګې ؤغوړولې هیڅ به نه ؤ- د هغه کنجی سر
به د پخوا په څیر پک ؤ او د هغه د واده خبرې به چا نه کولې او د کابل جان ډاکټر
خانې به د اور په لمبو کې سوځیدې او په مظلومو ډاګترانو به ځان مرګي بریدونه کیدل
او د خوار شادمحمد لپاره به چا داروګان نه ورکول- شادو به د هرې بلې ورځې په
څیر د کلي غواګانې د څړ لپاره د پراخو ورشوګانو په لور ځغلولې او د کلي ناړام
هلکان به د هغه پسې ډلې، ډلې څرۍ روان ؤ او دادو ته به يې د پکانو سندره(پکه پکه
پکه د سر چاړه دې ورکه) ویله والسلام
عنايت اله پويان