عندليب
دير تالاش
تر څو به
غرغنډه وي مال او سر د پښتنو
په ژوند
به یو ځل اوینم اختر د پښتنو
له یو بل
ځاریدل وو څومره ښه کلي والي وه
خبره د
تندي وه داسې نه چې د تالي وه
سینه به د
بغضونو نفرتونو نه خالي وه
غمونه به
شریک وو هم شریکه خوشالي وه
افسوس چې
نن هیر شوی دا هنر د پښتنو
په ژوند
به یو ځل اوینم اختر د پښتنو
که پت به
يې جامه وه نو الفت به يې عادت وو
واړه
غوندې وجود کې به د غره هومره همت وو
په ژبه
غوڅیدو يې کله پریخی صداقت وو
حجره د
پښتنو کې به څه ښکلی عدالت وو
اشر دی تالا
شوی هم ګودر د پښتنو
په ژوند
به یو ځل اوینم اختر د پښتنو
میلمه به
د پښتون د پاره د پاره زیری د اختر وو
وفا به د
پښتون بچي د پلار نیکه دوتر وو
په کشر کې
حیا وه هم په مشر کې اثر وو
مطلوم له
دلاسه وه د ظالم سره ډغر وو
نعره د
اتفاق وه لر او لر او بر د پښتنو
په ژوند
به یو ځل اوینم اختر د پښتنو
په ګل وطن
کې اوسې پرې بهیږي دریابونه
په شنو
ځنګلو پټ دي ستا د غرونو دنګ سرونه
په خاوره
کې دې کیږي رنګارنګ میوې فصلونه
دا دشتې
دې د سرو زرو کانونه دي کانونه
اغیارو
خیتې وکړې په دوتر د پښتنو
په ژوند
به یو ځل اوینم اختر د پښتنو
د بل په
لاس لوبيږو هم جنګیږو مړزان یو
ملګرو
مونږه ټول د تباهۍ په لور روان یو
مونږ ټول
د پښتنې ژبې په خپله قاتلان یو
دا مونږه
د راتلونکي نسل ځکه مجرمان یو
سبارلی مو
اغیار ته مقدر د پښتنو
په ژوند
به یو ځل اوینم اختر د پښتنو
په لر او
بر ویشلی يې وجود ته دې خطره شوه
نن ستا د
اتفاق لوړه ماڼۍ ایره ایره شوه
خاوند يې
د سرو سپينو ولې برخه دې سپیره شوه
پښتونه
ستا په درمند د اتڼ قیصه متره شوه
لټومه
عندلیب چرته سنګر د پښتنو
په ژوند
به یو ځل اوینم اختر د پښتنو
د
///ګورګورې//نه انتخاب 1992
وروستي