
ډاکټر نجيب زاخېلوال
دا مهال ټول
عرب نړۍ د اړدوړ ښکار ده او پکې د نوي بدلونونو په هيله لاريونونه راووځي. د تونس
د زورواک زين العابدين پسې د مصر حسنې مبارک له واک لرې شو. په نړيواله کچه د دتونس ستونزه دومره ونه شاربل
شوه لکه څومره چې د مصر د لاريونونو خبره ډنډوره شوه. دلته دوه خبرې د دغه خلکو په
پاڅون کې ستر ارزښت لري يوه د مصر د لاريونو په سوله ايز ډول اوږدوالی چې نزدې شل
ورځې يې په بر کې ونيولې او بل د مصر سياسي او جغرافيي موقيعت او ستراتيژي ده چې
دغه لاريونونو لکه د چينګاښ د ناروغيو ټولې عرب نړۍ ته په سرايت کولو پيل کړی دی.
او همدا دوه خبرې د ټولې عرب نړۍ لپاره يو پټ ځواک وو چې دوۍ يې راويښ کړل چې د
اولس زور د خداي زور دی او دا زورواکان هيڅ دي.
دا چې ولې د
مصر لاريون دومره اوږد شو او نړۍ او په ځانګړي ډول امريکا ولې يو سوړ او دوه مخې
غبرګون ښکاره کوه هغه په سيمه کې د اخوان المسلمين څخه وېره وه چې دوۍ واک ته ونه
رسيږې ځکه دا يوه ښکاره خبره چې په مصر کې د اخوان المسلمين پرته بل کوم سياسي
ګوند شتون نه درلوده خو د لاريون پرمهال اخوان المسلمين له پوره ځيرکيتا کار
واخيسته او په هيڅ ډول يې ځان مطرح نکړ او د نړۍ بهانه يې ورکه کړه هماغه وو چې
نور د امريکا بهانه ورکه شوه او د اروپايې غړو په ګډون ټولو حسنې مبارک ته مخه ښه وويله.
دا سمه وه چې د
محمد البرداعي نوم اخيستل کيده خو البرداعي په ملي کچه کوم نوم نه درلوده او نه يې
شا ته کوم سياسې ځواک درلوده چې امريکا او يا د نورې نړۍ اندېښنه يې ورکه کړی وای.او
نه نوموړي د امريکا لپاره کوم متبادل کس وو. دا هغه څه وو چې عرب نړۍ په ګډون يې
امريکا هم وارخطا کړی وه. او امريکا د عمر سليمان او حسنې مبارک په څېرمتبادل کس
په لټون کې وه چې په مصر کې د امريکا ګټې
خوندي وساتي. چې پداسې حساسو شرايطو کې يې پيدا کول اسانه خبره نه وه. او دا چې دا
مهال امريکا پدې برخه کې څومره توانېدلې ده دا به وخت ځواب ووايي.
که د مصر ستراتيژيک
موقيعت ته وکتل شي نو دا روښانيږي چې پدغه ټوټه کې مصر هراړخيزه اهميت او غوراوی
لري. په تاريخي لحاظ او هم د نني څېړنو له مخې په مصر باندې واک لرلو مانا داده چې
په اروپا، اسيا او افريقا باندې واک درلودل. د همدغه ستراتيژيک اهميت له مخې د ټولې نړۍ او په
ځانګړي ډول د عرب نړۍ اندېښنې په ځای وې. ځکه دا مهال په ټوله عرب نړۍ کې زورواکه
حکومتونه دې چې د مصر او تونس اوښتون دوۍ لپاره د خطر ټالۍ ( زنګ ) ده. مخکې لدې چې دوۍ د ورته ستونزه سره مخ شي او
خلک يې په لاريونونو لاس پورې کړي او دوۍ تېښتې ته اړ کړي. بايد وار د مخه د خلکو
غوښتون ته غوږ ونيسي. او د هغوۍ د غوښتنو د پوره کولو لپاره کوټلې ګامونه واخلي او
بنسټيز بدلون رامينځ ته کړي. پدغه ټوله سيمه کې شاهي نظامونه دي چې کلونه کلونه يې
د خلکو په مرۍ چاړه ايښې ده.
با اړخ ته پدغه
ټوله سيمه کې د امريکا اډې شتون لري پرته له کومې اړتيا امريکايي عسکر پدغه
هېوادونو کې پراته دي چې دا کار د اولسونو د غوښتنې پرته تر سره شوي دي او دا کار
يوازې شاهي کورنيو کړی دې چې تر څو د امريکا په زور ځان پر خلکو تحميل کړي. خو د
تاريخ دوۍ ته يو لنډ سبق ورزده کړه او بايد له ياده يې ونه باسي. هغه سبق د زين
العابدين د تېښتې سبق وو چې فرانسې يې الوتکه پخپله خاوره پرېنښوده. دا هغه فرانسه
وه چې زين العابدين چې کلونه کلونه په چوپړ کې تېر کړی وو. داسې ورته سبق پاکستان،
طالب چارواکو ته هم ورکړ خو طالب چارواکې لکه د چرګانو هرڅه بېرته هير کړي دی او
بيا د هماغه پاکستان په چوپړ بوخت دي چې د دوۍ په سلګونو جنګيالي يې يا د مرګ کومې
ته ورډيکه کړل او يا يې ګوانتنامو ته ولېږل.
پداسې شاهي
نظامونه کې په ټوله عرب نړې کې خلک لکه د غلامانو ژوند کوي او هر جمعه د خپل
بادشاه چې د خدای سيوری دی د اوږد ژوند دعا کوي او لدې پرته نور څه نشي ويلې که يې
وويلې نو بيا يې ځاي اړستون دی.
خو اوس يو څه
خلک راويښ شول د يو مصري ځوان په وينا چې د الجزيري تلويزيون سره يې په مرکه کې
ويلې وو چې زه اوس پدې پوه شوم چې زما په اواز او غږ کې څومره زور دې زه به تر هغې
ارام نشم تر څو خپل حق وانخلم.
خو نن خلک
پدې پوه شول چې د وۍ زور لري. د تونس د
لاريون پسې مصريان راپاڅېدل او ورپسې د بحرين، ليبيا، عمان، الجزاير... ددې
پاڅونونو پايلې د هغه چا لپاره ډېرې بدي پايلې لري چې د بل په شتون ( امريکا )کې
يې واک تل د ځان ګڼلې او خپل اولس يې له پامه غورځولی دی. راځم د عرب نړۍ د زورواکانو په اړه لنډ مالومات
درنو لوستونکو ته وړاندې کوم:
شمېره |
هېواد |
بادشاه |
واک ته درسېدو نېټه |
په
واک کې |
څنګه
واک ته |
۱ |
الجزاير |
عبدالعزيز
بوټيفيکا |
۲۷
اپريل ۱۹۹۹ |
۱۲
کاله |
د
پوځ په ملاتړ |
۲ |
اردن |
شاه
عبدالله دويم |
۹
فروري ۱۹۹۹ |
۱۲
کاله |
د
پلار ځايناستی |
۳ |
بحرين |
حمد
ابن عيسی الخليفه |
۶
مارچ ۱۹۹۹ |
۱۲
کاله |
د
پلار ځايناستې |
۴ |
تونس |
زين
االعابدين بن علی |
۷
نومبر ۱۹۸۷ |
۲۳
کاله |
پوځ |
۵ |
جيبوتې |
اسماعيل
عمر ګوليح |
۸
می ۱۹۹۹ |
۱۲
کاله |
د
تره ځايناستی |
۶ |
سعودي |
عبدالله
بن عبدالعزيز |
اول
اګست ۲۰۰۵ |
۶
کاله |
ورور
ځايناستی |
۷ |
سوډان |
عمر
الحسن البشير |
۳۰
اکتوبر ۱۹۹۳
|
۱۷
کاله |
پوځي
کودتا |
۸ |
سوريه |
بشارالاسد |
۱۷
جولايې ۲۰۰۰ |
۱۱
کاله |
د
پلار ځايناستی |
۹ |
سوماليه |
شريف
احمد |
۱۳
جنوري ۲۰۰۹ |
۲
کاله |
د لويديځوالو په مرسته |
۱۰ |
عمان |
سلطان
قابوس بن سيد |
۲۳
جولای ۱۹۷۰ |
۴۱
کاله |
د
پلار ځايناستی |
۱۱ |
قطر |
حمد
بن الخليفه الثاني |
۲۷
جون ۱۹۹۵ |
۱۶
کاله |
د
پلار ځايناستی |
۱۲ |
کوموروس |
احمد
عبدالله محمد سابي |
۲۶
می ۲۰۰۶ |
۶
کاله |
ټاکنې |
۱۳ |
کويت |
صباح
احمد الجابر الصباح |
۲۹
جنوری ۲۰۰۶ |
۵
کاله |
پلار
ځايناستی |
۱۴ |
لبنان |
ميکايل
سليمان |
۲۵
می ۲۰۰۸ |
|
|
۱۵ |
ليبيا |
معمر
القذافي |
اول سيپتمبر۱۹۶۹ |
۴۱
کاله |
پوځي
کودتا |
۱۶ |
موريتانيا |
حمد
ولد عبدالعزيز |
۱۵
اګست ۲۰۰۹ |
دوه
کاله |
پوځي
زور |
۱۷ |
عرب
امارت |
خليفه
بن زياد النهيان |
۳
نومبر ۲۰۰۴ |
۷
کاله |
پلار
ځايناستی |
۱۸ |
يمن |
علي
عبدالله صالح |
۱۹۷۸ |
۳۲
کاله |
قبضه |