
ليکنه: مصور ودان
په تيره يوه اونى کې د هيواد په بيلابيلو سيمو په ځانګړي ډول په پښتون
ميشتو سيمو کې په بمي چاودنو،ځانمرګيو، او هوايې بريدونو کې تر يو سلو شلو زيات
ملکي وګړي وژل شويدي.
دغه پيښې چې زياتره يې د هيواد په ختيځ او د شمال په يو شمير پښتنو ميشتو
سيمو کې رامنځ ته شوي دې زيات بې ګناه وګړې يې د مرګ تورو لومو ته په لاس وکړل.
درې ورځي وړاندې د کونړ په غازې اباد ولسوالى کې د ناټو پټ سترګو ځواکونو
د هوايې بريې په پايله کې ٦٤ ملکي وګړي ووژل شول او تر سلو زيات نوريې بې کوره بې
سترګو بې لاسونو او بې پښو شول او د ژوند د اميدونو ډيوې يې مړي شوي.
زياتره ماشومان چې نوې يې د ژوند غوټى مخ په غوړيدو وي او په خپل ماشوم
زړه کې يې ډير ارمانونه درلودل د تورو کارتوسو او درنو بمو يې د ژوند غوټى ورژيدې
او په ابدي خوب له زياتو ارمانونو سره له دې فانې دنيا نه لاړ او زياتي هغه ميندې
چې د ښايستونو په دنيا کې يې نوې ښايست جامي موندلي وي او د خپلو هيلو د پوره کيدو
په تمه وي دغه پټ مخو او بې سترګو يرغلګرو د تورو خاورو لاندې کړي.
زه نه پوهيږم چې دا څرنګه انسانيت دى دا څرنګه وجدان دى چې ماشومي او بې ګناه
اروزګانې د دوى د ګولى ښکار شوي او دا څرنګه انسانيت ته درناوى دى چې هيڅ انسان ته
د انسان په سترګو څه کوي بلکې د يو موجود په سترګه هم نه ورته کتل کيږي.
پوښتنه دا ده چې ايا دوى په همدې هيله راغلي چې د افغانستان مظلوم ولس او
په خاصه توګه پښتون قوم بيخې له منځه يوسې ؟
په ډاګه خبره ده چې بل مقصد او مرام نه لري او يوازې پښتون قوم ورکول او
له منځه وړل د دوى يواځينى هيله او ارزو ده.
که دوى وايې چې پښتون د دوى په وړاندې جنګيږي او دوى مخالفت کوي نو ايا
هغه ماشوم چې دوه کاله وړاندې د خوست په ولايت کې ستاسو د مرميو ښکار شو ايا هغه
هم تروريست وو هغه ماشوم چې ايله اوه ورځې يې د مور په شرينه غيږه کې تيرې کړې وې
او هغه مظلومه مور چې د خپل ماشوم د خولې يوه خوله خندا يې هم نه وه ليدلي هغه هم
تروريست او که ستاسو مخالف دى.
له بل لورې خبر شوم چې ولسمشر اوس سيمې ته پلاوى استولى تر څو ددغه پيښې
څيړنه وکړي نو زه اول دا وايم چې هيڅ څيړنې ته اړتيا نه شته ښکاره خبره ده چې کله
مونږ مور،ښځه، او ماشوم چې کله ويل کيږي چې وژل شويدي نو زه وايم چې جوته ده چې دا
به بې ګنا وي ځکه چې افغانستان تر اوسه هغه مرحلې ته نه دى چې په داسې کړنو هغه
برخه واخلي هو که چيرته ورته اړتيا شي نو بيا يې د تاريخ په پاڼو کې خپل نوم په
زرينو تورو نوشته کيږي .
لږ مخکې خبر شوم چې د کندوز په امام صاحب ولسوالى کې په داسې حال کې چې
خلک تذکرې اخلي د يو ځانمرګي بريد له امله ٦٣ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي خو زه نه
پوهيږم چې دا څرنګه زړه وو چې په داسې مظلومو خلکو هم نه سوزيده او په سترګو يې
ليدل چې دلته نه کوم خارجى شته او نه هم بل دولت لوړ پوړى چارواکى بيا يې هم خپل
دغه شومه کړنه سرته ورسوله او د زياتو بې ګنا خلکو ژوند يې ترې واخيست دا څرنګه
اسلام دى دا څرنګه انسانيت دى دا څرنګه بشردوستي ده.
اوس به راشو چې دغسې کړنې څوک تنظيموي او ګټه يې چاته رسيږي، څرګنده خبره
ده چې دا ټولې کړنې د بهر څخه پلانيږي له بهر څخه ورته رهنمايې کيږي او بيا يې ګټه
هم بهر ته رسيږي په دې ډول زياتي پيسې لاسته راوړې او له همدغې لارې غواړې چې په
سيمه کې خپل ځان ته دقدم ايښودو ځاى پيدا کړې.
تر کومه به دغسې بې ګناه وژنې او قتلونه روان وي او که دغه حالت دوام
ومومي نو دورځي په تيريدو سره به د خلکو ژوند په خطر کې واقع کيږي او خلک به په
لوى پاڅون راولاړيږي او نور به د دغسې
وحشتانکو کړنو مخه نيسي او د دغه بې خولې او بې ژبې دولت سره به پريکون اعلان کړي
او په هيواد کې به يو ځل بيا د وينو لښتي و بهيږي.