له روزګاره ګيله مکړه،ځانته جوړ خپله روزګارکړه
شاوخـــــواته دې نظرکړه،بيادې خپله پيدا لار کړه
په ګيلو کې ګټه نشته،پخـــــــــپل ځان دې فکر ساته
دوخت پيښوته سم ځيرشه،ترينه خپله ځان هوښيارکړه
څوک راغلي چه دوستان يو،خوکړه وړه يې ددښمن دي
په دوستۍ يې غلط نه شې،دخپل ځان دښمن يې شمار کړه
دښمنانو پريکړه کړی،غوږشه ځـــــــــــان پوه کړه افغانه
اوس دې خاوره درنه ويشې،لږراويښ شه ځان بيدارکړه
دوی يوڅه واېې بل څه کړي،په دوستۍ کې دښمني کړي
لـــــراوبر افغانه يو شه،نقشې شنډې دـــــــــــــــاغيار کړه
دخپل ورورسره په خولاشه،خپلمنځي شخړې
دې پريږده
ځانځانۍ کې دې تاوان دی،ګډ دښمن ته ځــــان تيار کړه
زه قيام درباندې ږغ کـــــــــړم،دهـــــــرقوم سړيه واوره
دافغان په نوم راټول شــــــــه،ډيروخت
نلرې تلوارکړه
الحاج الهام الدين قيام
وروستي