د ملا معنوي بله رسوايي

لیکنه : ځوان ځواک
تیره اوونۍ ملا معنوی د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس او د ده سکترجنرال عبدالله احمدزي د  ولسمشر کرزی سره یوه ګډه ناسته درلوده ، دا چې د ملا او کرزي تر مینځ په دې ناسته کې څه ناندرۍ تبادله شوي د ارګ درباریانو ته به تر موږ بهتره معلومه وي، خو د ارګ له درزونو څخه داسې معلومات هم راوتي چې بی چاره کرزی ملا معنوي ته یو ځل بیا د سوال او ننواتو ځولۍ خوره کړې وه چې د ټاکنیزو رسوایانو د څیړنې ځانګړې محکمې سره دې همکاري وکړي، په دې غونډه کې ملا معنوي یو ځل بیا د بی چاره کرزي د تیر ایستلو هڅه کوله او په انتخاباتي چارو کې یې د ځانګړې محکمې د جوړونې د پریکړې بدو عواقبو ته یې کرزی متوجه کولو چې پر کرزي د ده نصیحتونه ډیر ښه و نه لګیدل، او دا ځل ولسمشر یو څه جدې بریښیده او ورته یې وویل که د ځانګړې محکمې سره همکارې نه کوئ نو ووځئ او دندې مو هم نورې ختموم، خو واقعا دا د حیرانتیا وړ وه چې د ولسمشر په سینه کې هم تریخی شته، موږ فکر کاوه چې غربیانو د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ده د راوستو د مخه دی عملیات کړی او تریخی یې ورڅخه ایستلی نو ځکه هیڅ ترخه نه لري او چاته غوڅه خبره نشي کولای .
د کومې ورځې چې دوی د ارګ څخه کښل شوي دي نو غوږونه یې ډیر مړاوي دي او په کمیسیون کې هم ځینو خلکو د دې جرأت پیدا کړی چې د ملا معنوی ځینې غیر قانوني کړنې او فجایع را بر سیره کړي.
د دې رسوایانو څخه یوه هم د کمیسیون د ترانسپورټ د امر او مدیر لخوا په یوه میاشت کې د ۳۸۰۰۰۰ لیتره تیلو د اختلاس قضیه ده چې تر دې دمه د څارنوالۍ او رسنیو څخه پټه ساتل شوې ده، د ترانسپورټ محترم مدیر صاحب هم یو ښه موقع پیژندونکی شخصیت دی، د تیلو په دې قیمتۍ او قحطۍ کې یې دغه تیل بازار ته عرضه کړل او یو څو روپاټې یې پرې ځانته نقدې کړې، د یوه پلوه یې خلکو ته خیر ورسید او د خلکو د موټرونو ساړه انجونونه یې پرې ګړم کړل او د بله پلوه یې خپلو بچیانو ته یوه مړۍ ډوډۍ هم پیدا کړه ؟!
دی خو د چا څخه کم نه دی، خلکو چې له کاندیدانو څخه لکونه او میلیونونه ډالر تر لاسه کړل او نن په جرمني او یاهم په مکروریانو کې ښه په راحت ژوند کوي ایا دی د دې حق نلري چې یو څو ززه لیتره دولتي تیل بازار ته عرضه کړي او خپله چاره پرې روانه کړي ؟!
جالبه خو لا داده چې کله د مدیر صاحب څخه په دې اړه څیړنې وشوې نو څه عجیبه غوندې ځوابونه یې ورکړل چې هغه د فارسیوانانو خبره (عذر بدتر از ګناه) د ده د ځوابونو لنډیز په لاندې ډول دی :

  • جناب سکرترجنرال صاحب(عبدالله احمدزی)، د ملا معنوي نازولي ځوۍ ته تاسو یو ۲۰۰۹ ماډل لاندکروزر دولتي موټر د کمیسیون څخه استولای دی، چې د خپلو همزولو، سیالانو او شریکانو سره پکې چکرې ووهی، هغه موټر خو تیل خوري څه اوبه خو نه خوري، که چیرې تاسو هغه ته دولتي موټر په اختیار کې نه وای ورکړی نو نن به یی زما څخه په سوونو لیتره تیل نه غوښته؟! مدیر صاحب افرین پدا نقد ځواب ، کور دې ودان .
  • د دارالانشا محترم رئیس صاحب ،که مو په یاد وي دا چې څارنوالۍ د لوژیستیک ریاست د رئیس په شمول څلور تنه له کمیسیون څخه د اختلاس په تور توقیف کړي وو، هغه خو مفت را خلاص نشول، څارنوالان صاحبان خو هم اینده لري، او لادونه لري، په دې دومره چور او تالان کې خو باید هغوی ته هم اقلا یو ۱۰ زره ډالر ورسیږي نو تیل مې خرڅ کړل او لس زره ډالر مې څارنوالانو صاحبانو ته ورکړل او هغوی مې درته راخلاص کړل؟! مدیر جانه بیا دې هم کور ودان په دې قانع کوونکي ځواب .
د ټاکنو کمیسیون محترم سکرتر جنرال چې دا قانع کوونکي ځوابونه واوریدل نوهغه هم ډیره منصفانه پریکړه وکړه، دا تاسو او دا د سکرتر جنرال منصفانه پریکړه :
مدیر صاحب، که دې څارنوالۍ ته معرفی کوم خو هم بده خبره ده ځکه ستا خوله نه دریږي او ماته به هم کار وګوري، بل دا چې ته د خلکو د خلاصولو لپاره ۱۰ زره ډالر ورکوي نو طبعی ده چې د ځان د خلاصون لپاره به په یو لک ډالرو هم صرفه  ونه کړې، بیا به بله ورځ راته سترګو ته مخ ته مخ ته کیږي نو راځه یو بل مدیریت ته به دې خدمتي تبدیل کړم او له هغه ځایه یوه میاشت بی معاشه رخصت واخله، یوه میاشت وروسته به یا ته مړ یی یا به موږ نه یو او یابه هم څارنوال مړ وي او که دا هیڅ هم ونشول نو د افغانانو خو هسې هم غمونه ډېر دي اویاد فراموشی هم لري دغه قضیه به یی یوه میاشت وروسته له یاده وتي وي، او شکر رسنۍ هم پرې ندې خبرې چې ورته پکی  او پوکی ووهي ؟!
ډیر آفرین جناب سکرتر جنرال صاحب ستاسې په دې مدبرانه پریکړه او تصمیم ، واقعا چې ستاسې د تقرر څخه د مخه موږ ستاسې د نبوغ ډنډورې ډیرې اوریدلې وې خو اوس تاسې پدا ډول پریکړه عملا خپل نبوغ ثابت کړو ، نه یواځې پر تاسو دې افرین وي بلکه ستاسې په مور او پلار، قوم او هغه کسانو دې هم افرین وي چې له ستاسو څخه یې تر دې دمه  ملاتړ کړی او ښاغلي ولسمشر ته یی معرفي کړي یاست، د ولسمشر دې هم کور ودان وي چې پر تاسو یې په بشپړه نابلدتیا کې دومره لوی باور وکړ، هغه یو مشهور متل دی همدا دیګ او همدا ټیپر یانی شلغم .
اوس به راشو د کمیسیون هغو مامورینو ته چې د مصر له پاڅون څخه په الهام اخیستنې سره یې د دې جرأت پیدا کړ چې یو شمیر نورو رسوایانو څخه هم پرده پورته کړي او هغه هم په لاندې ډول :

ملا معنوي د کمیسیون له بودیجې څخه د ۸ زرو ډالرو په قیمت خپل کورته ترکي قالیني ، موبل او فرنیچر هم رانیولي دي دا خدمت ورته موږ (تهیه او تدارک) تر سره کړی دی، خو موږ دومره بی عقل نه یو چې د ځان د خلاصون لپاره مو لاره چاره نه وي سنجولي، د څارنوالۍ پلار هم موږ نشي ګیر کولای، موږ د ملا معنوي لپاره څو ځله داسې خدمتونه تر سره کړي دي، په دې برخه کې پخه کاري تجربه او ځانګړی مهارت لرو، څو ځل څارنوالان هم راغلي دي خو تر اوسه یې زموږ په مهارتونو سر نه دي خلاص شوی، موږ د ده  د بارډیګاردانو او د ده د کور د امنیت لپاره ډیر قیمتي کانتیرونه هم د ده د کور شاوخوا ته د کمیسیون له بودیجې څخه نصب کړي دي او هر  وخت چې د ده بارډیګاردانو او ډرایورانو تیل غوښتي او یاهم کوم بل څه نو په ورین تندي مو ورته تهیه کړي دي ، د استحقاق میستحقاق مسئلې هیڅ وخت دوی ته د تیلو او نورو اجناسو د  تر ګوتو کولو پر مهال ستونزه نه ده جوړه کړې، که باور مو نه راځې نو ورشئ او د ولایت په توقیف خونه کې د ملا معنوي هغه دوه تنه بارډیګاردان وګورئ، که چیرته بچه کاکا (جنرال بسم الله خان) نه وي خوشي کړي، چې د بې پلیټه موټر چلولو، شراب خوړلو او د دوه تنه جنایی پولیسانو د قتل په تور توقیف شوي دي که چیرې دا مفته تیل نه وای نو هغوی کولای شول چې تر نیمې شپې چکرې ووهی په جنایانو پسې کلاشینکوفونه راوباسې؟! او داسې نور .......

په پای کې غواړم چې ولسمشر کرزي ته د ټاکنو د کمیسیون د ریاست په څیر یو ډیر مهم پست ته د ملا معنوي په څیر د غوره شخصیت د انتخاب له امله مبارکې ووایم، ښاغلی استاد سیاف او نورو هغو جهادي شخصیتونو ته هم لدې امله مبارکې ووایم چې ولسمشر ته یې د ملا معنوي تزکیه او تضمین کړی وو ؟!

همدارنګه اجازه راکړئ چې د ملا معنوي څخه هم مننه وکړم چې یوه  دوره ریاست دې وي خو په نره دې وي هم نړیواله ټولنه راضي هم خپل خپلوان، هم قوم راضی او هم جیب ډک، اوس دې نو ولسمشر او ضمانت کوونکي په ماپسې ګرځي زه یې هیڅ پروا نلر م او نه یې د ریاست په کیسه کې یم ، که سبا مې منفک کوي نو نن مې دې منفک کړي، زما کور ټولو ته معلوم دی که د هر چا په وړو کې څه شګه وي نو خیرخانې ته دې راشي، دا مارشال صاحب په ارګ کې، بسم الله خان په کورنیو چارو وزارت کې، قانوني صاحب په پارلمان کې، رباني صاحب د سولې په عالی شورا کې او ډاکټر عبدالله عبدالله په اپوزیسیون کې د کومې ورځې لپاره دي، ما چې د انتخاباتو دوه اونۍ د مخه په دوبۍ کې نوموړو دوستانو سره ملاقات درلود او ژمنې مې ور سره کولې ولسمشر او د هغه استخبارات چیرته ویده وو، پام مو وي که څوک زما سره کومه حسابي لري اول دې خپل زور ته وګوري بیا دې اقدام وکړي ځکه چې زما په لومړي دفاعي کمربند کې به لومړی د امریکانو او نورو غربي قواوو سره مخ کیږي، ځکه ما چې هر څه کړي نو د هغوی په اشاره مې کړي دي، او که داسې مې نه وای کړي نو اوس به ولسمشر کرزي واخته وزرې کښلې وې او زموږ پر نړیوالو دوستانو به یې له پورته حملې کولې ؟!

د ټاکنو د کمیسیون د تش په نامه پښتنو کمیشنرانو څخه هم باید مننه وشي، چې د ملا معنوي لپاره یې په دې انتخاباتو کې هیڅ ډول مزاحمت و نکړ او هر څه یې ورسره په پټو سترګو لاسلیک کړل، یواځې د یوې کلمې په ویلو سره چې (ډیس، ډیس..) ، هیڅ پروا نه کوي چې پښتنو په پارلمان کې ۳۰ څوکۍ د لاسه ورکړې، زموږ یې پرې څه، پښتانه خو هسې هم تباه دي نو موږ ولې خپل امتیازات او څوکۍ د هغوی له حقونو قرباني کړو، موږ په دې ډیر ښه پوهیږو که خارجیان را څخه یو ځل خفه شول نو بیا موږ څوک په ګرم بازار کې په دوه افغانیو هم نه  رانیسي، دا څوکۍ خو څه وړه څوکۍ نده ، پوره ۴۰۰۰ زره ډالر معاش لري، لانډ کروزر موټر، د تلفون سل ډالریز کارت، د هر کال په نوروز کې د دفتر د کوجونو، موبل، فرنیچر او قالینو بدلول او بله داچې د خور خوریی چاره هم را سره کیږي نو دا هر څه ولې له پښتنو قربان کړو او په کمیسیون کې د هغوی له حقونو څخه ننګه وکړو، نه زړګیه دې دومره لوی سودا ته مې واره نه راځي ، پښتونه ستادې خدای مل شي ، موږ پریږدئ چې د امریکا او یورپ چکرونه ووهو، هسې هم د افغانستان هوا راباندې ښه نه لګیږي او ورسره حساسیت لرو؟!

که د کمیسیون د دارالانشاء د چارواکو څخه مننه و نه کړم نو حتما به راڅخه خفه شي، ځکه هغوی خو ښاغلی ملا معنوي ته لږ خدمتونه نه دي تر سره کړي، زه د دارالانشاء د رئیس په توګه هره ورځ دخپل کاري ۸ ساعتونو څخه یې پوره ۷ ساعته د ملا معنوي په دفتر کې تیروم او د هغه مقدسو ارشاداتو ته غوږ نیسم او یواځې یو ساعت په خپل ریاست کې خپل ایمیلونه چک کوم، که د چا را سره کار وي نو د ملا معنوي دفتر ته یې را بولم؟!
موږ هیڅ وخت د ملا معنوي او د هغه د درباریانو هیڅ غوښتنه نه ده رد کړې، که هغه قانوني وي او که غیر قانوني، که هغه رسمي وي او که شخصي، حتا هغه کسان چې د ملا معنوي  د دفتر نازولي رئیس، چې اوس د څارنوالۍ له ډاره جرمني ته تښتیدلای دی به د بازار له کوڅو څخه د ځانه سره راوستل او د بشرې منابعو امر صاحب ته به یې بوتلل چې ده ته د فلانې پست قرارداد ورکړئ او معاش یې هم باید د ۱۰۰۰ زرو ډالرو کم نه وي، مصاحبه کول او د پروسیجر طی کول خو بیخې د ملا معنوي وطندارانو ته توهین وو، نو بې له ځنډه مقرر کړي مو دي ، دا ګز دامیدان ، دی دې خپله ووایې چې کوم وطندار یې بې تقرره پاتې شوی دی ؟!

آفرین دې وي پدا ټول ټیم، هیڅ چا هم په خپله ورسپارل شوې دنده کې هیڅ ډول کمې او کاستي نده کړې او هر چا خپل ورسپارل شوی ماموریت په سمه توګه تر سره کړی دی، څه ښه وایي :
چې شړۍ وي د وړۍ وي، اصل یې تور وي ++++ په مینځلو به یې سپینه نه کړې بابو خانه .