يو نا اشنا نظر، د يوې وتلي رسنۍ په هکله

درنو لوستونکو خو ورڅی وړاندی می په ټول افغان کی یوه لیکنه  چی، په شمشاد تلویزونی چینل یی د حقایقو نه لری نیوکه کړی وه ولوستله خدای حاضر دی، چی په اول کی می هیځ اهمیت ورنکړ، خو بیا کله چی می پری ژور فکر وکړو چی، دا خو نه یوازې په شمشاد نیوکه ده، بلکی د ا د ټولو افغانانو سپکاوی دی چی ګویا په شمشاد د -ای اس ای- فشار به وی چی دومره ډیری دینی خپرونی لری .یانی دا د دی مانا لری چی ای اس ای افغانان دی ته مجبوروی چی اسلامی خپرونی وکړی.
 هغه وطندار چی څان نااشنا شینواری معرفی کوی په دی باید پوه شی چی پنجابی جنرالانو ته زمونږ نیکونو اسلام ورښودلی دی .نااشنا شینواری لیکی چی ، يه نړی کی ډیر جوماتونه شته دی او پښتانه هم مسلمانان دی نو که کومه پوښتنه لری نو په جوماتونو کی یی د ملا ځخه وکړی یغنی آړتیا نشته چی په تلویزون کی دی دینی مسایل مطرح شی
نیکبخته نااشنا شینواریه، ته تر اوسه د ملا او دینی عالم توپیر نشی کولای!!!؟؟؟