
د اتل پښتون چی په حقیقت کښی نه اتل او نه پښتون دی ، د لیکنې په ځواب کښې
:
د اتل پښتون په نوم ، چا د تاند ویب پاڼی ته یو دروغجن خبر ورکړیدی .
نوموړی ځان پښتون نوموی ، خو ددرنو پښتنو او خوږی پښتو دا متل یی هیر کړیدی
چی د درواغو مزل لنډ دی .
ددرواغو پلنی او پنډی وریځی د لمر د یو پړک سره پوپناه شي ، د خوشحال بابا
دی شعر ته د ښاغلی اتل پاملرنه اړوم چی وایی :
په رښتیا ویل غوړیږی د زړه غوټه
درواغجن خوری لکه سپی د غولو سوټه
په دریاب کښی خښته واچوی هیڅ نشی
په یو څو څاڅکو خوره شي اومه لوټه
په ډیر تاسف سره داسی بد مرغی زمونږ په نصیب شویده چی پښتون مو پښتنو ته
ورته نه دی او مسلمان مو واقعی مسلمان ته ورته نه دی . پخوا به پښتون هره خبره په
عمل کښی سل ځله سنجوله او بیا به یی په خبره عمل کاوه . ځکه پښتانه وایی چی د ژبی
زخم د توری د زخم نه سخت دی . که چیری د پښتون او پښتانه په نامه مو له خپلی پښتو
او پښتونولۍ سره وداع کړي وي ، خو مسلماني مو هم داسی مسلمانی ده چی هم مو خپل دین
ته سپکاوی وکړ او هم مو مسلمانۍ ته زیان واړاوه .
د رب العالمین جل جلاله او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد علیه السلام د
نوم او د اسلام د مقدس او سپیڅلی دین څخه د خپلو شومو سیاسي موخو د رسیدو په منظور
حتی پر کوچنیانو هم رحم نه کوی او د تهلکی کندی ته یی ټیل وهل غواړي .
درواغ ، اتهام او افتراء یی یو عادی عمل ګرځیدلی دی . دناروی په تاریخی او
ښکلی پلازمینه اسلو ښارکښی د افغانانو په جومات کښی زمونږ کوچنیان لمونځونه او
قرآن کریم زده کړی کوی ، او زمونږ د جومات مشر یو وطبپال ملا ، واقعی مسلمان او
ریښتینی مصلح دی . نوموړی د تاند ویب پاڼی د مسول سره په مرکه کښی د اتل پښتون
نومی درواغ په دریاب کښی اومه لوټه کړه . په دی جومات کښی د اتل د ادعا په خلاف
الهی عبادات ترسره کیږي او ټولو دینی شعایرو ته پوره پوره درناوي کیږي . خو که
چیرته دلته هم د نورو ځایو په څیر بنیاد ګر او تروریستان روزل کیدای نو بیا به
ښاغلی اتل نوری سندری ویلی وایی .
که اتل چا لمسولی وی ، نو خپل انصاف یی چیری دی ؟ لازمه دی چی لومړی غوږ
وګوری که غوږ یی نه وایی په سپی پسی یی منډی توجیه کیدلای شوای .
د یو مسلمان په څیر ، ښاغلی اتل ته د ورورګلوۍ توصیه داده چی د بی ځایه
تورونو لګول او ددرواغو تړل د یو واقعی پښتون او ریښتینی مسلمان سره نه ښایی .
دغه ډول کاذب او درواغجن خلک خپل وجدان ، مسلمان ملت او خلکو ته پړه ام
ملامت دی . دوی تل د خلکو سپکاوې کوي . د خلکو شخصیت ته زیان اړوي او اهانت کول یی
دنده دی او تر ټولو خطرناکه داچی دا هرڅه د اسلام د مقدس دین تر مقدسی نامې لاندې
پټوی .
بیشکه الله تعالی هغو کسانو سره مل چی تقوا کوی او پخپل ژوند کښې نیکی چارې
او صادق وی.
اتل پښتون او دوستان یی د افغانانو تر مینځ د نفاق او شقاق اچولو اتلان دي.
په درناوۍ
میرویس غیرت، ناروی