
د ۱۳۸۹ لمریز کال د کب اوله
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رييس حامد کرزي په مشرۍ د یکشنبې په ورځ امنیتي غونډه جوړه
شوه.
په دغه غونډه کې چې د جمهوري ریاست په
ماڼۍ کې جوړه شوه د جمهوري ریاست مرستیالانو، ستر وزیر هدایت امین ارسلا، د کورنیو
او بهرنیو چارو وزیرانو،د ملي امنیت سلاکار، د مالیې او نشه یي توکو پرخلاف
وزیرانو ،د ملي امنیت لوی رئیس،
د وسله وال پوځ لوی درستیز، د چارو دادارې رئیس
، د مخابراتو وزارت سرپرست وزیر، په امنیتي چارو کې د جمهور رئیس سلاکار معصوم ستانکزی، په افغانستان کې د امریکا سفیر،
د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان او د ناټو ملکي استازي هم ګډون کړی ؤ.
په پیل کې د ملي دفاع او کورنیو چارو
وزیرانو او د ملي امنیت لوی رئیس
د هېواد د عمومي امنیتي حالت په اړه خپل رپوټونه غونډې ته وړاندې کړل .
ورپسې په جلال آباد ښار کې د شنبې ورځې
تروریستي برید چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او یو شمېر نور تپیان
شول په کلکه وغندل شو او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ننګرهار ولایت
چارواکو ته لارښوونه وشوه چې د قربانیانو او ټپیانو کورنیو ته په چټکه توګه رسیده
ګي وکړي.
دغه راز په دغه پېښه کې د افغانستان د ملي اردو ، ملي پولیسو او ملي
امنیت د ځواکونو هغه زړه ورتیا او کړنې
وستایل شوې چې د برید د شنډولو او د لازیاتو تلفاتو د مخنیوي لپاره یې ترسره کړې وې.
همداراز د کنړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د افغانستان او
نړیوالو ځواکونو له خوا د ترسره شویو عملیاتو په اړه چې ویل کیږي په دې عملیاتو
کې یو شمېر مخالفین وژل شوي او دغه راز د
سیمې یو شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي، خبرې وشوې او امنیتي ارګانونو ته دنده ورکړل شوه
تر څو د ورځې تر پایه دې په دقیقه توګه د تلفاتو اندازه معلومه کړي.
د غونډې په بله برخه کې له نړیوالو
ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسئوولیت د
لېږدونې د بهیر مشر ډاکټر اشرف غنی احمدزی افغان ځواکونو ته د مسئوولیت د لېږدونې د بهیر په
اړه چې د ۱۳۹۰ لمریز کال په پیل کې به یې یې چارې شروع شي، غونډې
ته رپوټ وړاندې کړ چې ددغه بهیر د عملي کېدو د هرې برخې په اړه په غونډه کې په هر
اړخیزه توګه خبرې اترې ترسره شوې.
همدا راز په امنیتي غونډه کې تصمیم ونیول شو چې
له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته دې مسئوولیت
د لېږدونې د بریالیو لارو چارو په اړه خبرې اترې ادامه پیداکړي تر څو په
بریالۍ توګه دغه بهیر ترسره شي.#