
د چين حکومت خبر ورکوي ، چې په تېرو دريو کلو کې 11618 د سکرو کانونه يې تړلې دي . د حکومت په وينا د دوی موخه په دغو کانونوکې د کار کولو د خوندي شرايطو رامنځته کول دي . چين د سکرو په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی توليدوونکی دی . په 2006 کال کې چين 2 مېليارده او 400 زره ټنه سکاره توليد کړي ، خو په هغو کانونو کې ، چې د کال تر 300 زره ټنو کم سکاره توليدوي ، د 2006 کال په ترڅ کې 3431 تنه مړه شول .