د قران سپکاوی درواغ نه بلکه حقیقت دی

ګران یوسف کمال صاحب
ځما سلامونه او نیکی هیلی و منه .
ستاسو تبصری کله نا کله د اوسلو رادیو څخه اورم . نام خدا تکړه لیکوال مبصر او عالم بریښی . الله دی مزید توفیق درکړی .ممکنه ده  ستاسو د لیک تفصیلی ځواب به محترم اتل پښتون درکړی خو ځه د ناظر په توګه دا ډاګیزه کول غواړم چه !
لمړی تاسو په الله باندی قسم وکړی چه دا کتابونه مسجد کښی وو,  او چا د مسجد څخه ندی ویستلی، بله دا چه  کله د کتابونو پوښتنه د شیخ الحدیث ( د مسجد امام ) څخه وشوه د ولی کتابونه را مخ ته نه کړل ؟ چه ویلی یی وای دادی کتابونه  دلته موجود دی ، په داسی حال کښی چه یو کتاب هم په مسجد کښی نه وو. او ورونو ټول مسجد او الماری ولټولی ، او هیڅ یی هم بیا نه موندل . او وروسته له دی    کله خبره ډاګیزه او ویب سایټونو ته را اووته ، همدی ستاسو په اصطلاح عالم کتابونه بیرته حاضر او څه کسانو ته یی وویل چه کتابونه می را پیدا کړل ،پداسی حال کښی چه بل بیان یی داسی وو چه کتابونه موجود او محفوظ دی .او ما سره دی . بل بیان یی دا وو چه څه به یی وګورم . دا څه معنی لری ؟
 که کتابونه مسجد کښی وو را پیدا کول څه معنی لری ؟ بله دا چه  پوښتنه پیدا کیږی ، کتاب چا د مسجد څخه وړی وو . ولی او د څه مقصد لپاره ؟ دی ولی هغه کس نه په کوته کوی جه کتابونه یی وړی وو ؟ که دی د کمیونستانو ملګری نه وی ولی مونږ ته  صفا خبره نکوی ؟ ولی نه وایی چه څه یواڅی یم او د کی جی بی  لومه کښی ګیر یم. په دی اساس دا د ویلو وړ ده چه په دالو کښی توری دانی شته ، ایا دا مدافعین وړانده دی ؟ نه وینی؟ چه دی مصطلح مسجد کښی څه تیریږی ؟ د موعظی څخه وروسته څه غوغا او غوبل وی ؟ اسلام او علماو ته څه نه ویل کیږی؟ ځه داسی فکر کوم چه تاسی عالیجناب هم د ګذاری په حال کښی شپی تیروی او د هغو بی دینو تر اغیزی لاندی راغلی یی ، کوم چه اسلام ، قران اودین  ورته هیڅ ارزښت نه لری او تر مخه یی په قران پښی ایښی وی . او ږدی یی. تاسی خپلو لیکنو ته ادامه ورکړی، اما الله ته به څه څواب ووایی چه د چا دفاع د کوله همدا راز باید ووایم ، کله چه په یوه موضوع کښی دری مختلف بیانات مخی ته راشی شرعا او عقلا د هغی منل څه حکم لری ؟ ته خو د شرعیاتو استاد پاتی شوی یی ، که ته د قضا په مسند کښینی فکر کوم خلک به تباه کړی د تحقیق څخه وروسته حکم کول د خبیر انسان کار وی .تاسی کتابونه اوس هم وګوری چه د تشناب کاغذونو سره ایښی دی په داسی حال کښی چه هغه د ګودام لپاره نه، بلکه د ویشلو لپاره وروړل شوی وو .تاسی دا هم ویلی وو چی  د مسجد امام حافظ او عالم دی تاسی دا د کوم څایه معلومه کړه چه هغه عالم دی ؟ هغه خو د مخی څخه قران نشی لوستی . او که مقصد مو قاری صاحب وی نو هغه صرف حافظ دی نه امام او عالم . همدا راز تاسی د مسجد ضرار خبره کړی وه ، جه دا مسجد هغه ندی ، څه وایم چه تاسی د مسجد ضرار په اړوند دقیق خبر نه یاست ، ځکه چه مسجد ضرار د کفارو مرکز وو اګر که هلته مسلمانان هم وو. بله دا چه ددی مسجد تصمیم نیوونکی د حزب خلق بړیڅی او فعال غړی دی چه ته یی هم پیژنی او همدا راز کمیونستان دلته خپلی حزبی غونډی او ناستی کوی او په عامه اصطلاح ته مونځ کوه او هغوی به بنډارونه او د مسجد څخه د اسلام په ضد ګټه اخلی . د تراپیکو مدیر صاحب د خپل جیب غم وړی او د لنډیکوتل  ( لواړګی ) د وخت کارونه دلته هم تر سره کوی ( د مال او پیسو تقسیم )   نور ځه څه نه وایم صرف دومره وایم چه یاالله د اسلام دشمنان چه په هر رنګ او جامه کښی وی تباه برباد او نابود یی کړی او ټول عزایم یی رسوا کړی لکه څنګه چی رسوا شول.
 ستاسی احساسات د قدر وړ دی اما په حقیقت خبر نه  یاست . راشه چه دا سره ووایو هر چا چه کتابونه وړی او یا یی به کثافت بکس کښی غورڅولی وو الله دی تباه او بر باد کړی . کوم کس چی د کمیونستانو دفاع او د هغوی وکیل مدافع وو یا وی الله د تباه او برباد خوار او ذلیل کړی . څه به هم آمین ووایم او تاسو هم د رړه له کومی آمین ووایاست . مننه ستاسی ورور پښتون شینواری