
تازه رارسيدلې راپورونه وايې چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايې چې بريد د دوۍ کسانو تر سره کړي او درې تنه ځانمرګې کابل بان ته ننوتی دي. لا تر اوسه هم د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کيږي امنيتي اورګانونو سيمه کلابند کړی ده او څوک سيمه ته نه ورپرېدي. او دا مهال چې نزدې دوه بجې کيدونکې بل بم هم دننه د کابل بانک والوته. تازه راپورونه وايې چې ځانمرګې بريدګرو شاروالۍ ته څېرمه پلازه باندې هم واک خپل کړی دی. د يادونې وړ ده چې د ولايت ودانۍ او قصر د دغه سيمې په ۲۰۰مترۍ کې پراته دي. د جزياتو لپاره موږ سره اوسۍ